پاکستان: جګړه او سوله

Create: 08/11/2015 - 15:21

د میرویس جواد ليکنه
پر دې سربېره چې وسله‌وال طالبان له خپلمنځي اختلاف څخه کړېږي؛ د جګړې په ډګر کې پر دغې ډلې فشار د دې لامل شوی، څو د جګړې تکتیک ته بدلون ورکړي.
د رپوټونو له ‌مخې یوازې د تېرې یوې اونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۶۰۰ تنه طالبان وژل شوي او د دې نیمايي ټپيان دي. امنیتي ادارو ویلي، چې همدا اوس په ۱۴ ولایتونو کې ۲۵ پوځي عملیات دوام لري. همداراز افغان هوايي ځواک څلور C130 الوتکې، ترلاسه کړي. له دغو الوتکو څخه د جګړې سربېره په کشفي، ټرانسپورټي او تحقیقاتي برخو کې هم کار اخیستل کېږي.
ولسمشر اشرف‌غني په‌ خپل وروستي کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې وسله‌وال طالبان د مخامخ جګړې توان نه لري او له همدې امله یې د جګړې تکتیک بدل کړی دی. ویل شوي، چې تر ډېره بریده طالبان د جګړې په لیکو کې له ماتې سره مخ دي، دغه ډله په ځینو حالاتو کې د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کوي؛ خو لاسته راوړنه یې جدي نه ایسي او د چارواکو په وینا په نشت حساب ده. له همدې امله به وي، چې طالبانو ځانمرګو بریدونو، د ماینونو ايښودلو او د عامو افغانانو وژنې ته مخه کړې ده.
طالبان څه غواړي؟
په ټول افغانستان کې طالبان یوازې پر شپږو ولسوالیو کنټرول لري: د هلمند دیشو او بغران، د غزني ناوه، د زابل، خاک افغان، د سرپل کوهستانات او د کندز دشت ارچي. له دغو ولسوالیو څخه یوازې دوه یې (کوهستانات او دشت ارچي) د اوسني حکومت له کنټروله وتلي دي، هغه هم په‌داسې شرایطو کې چې وخت نا وخت په‌دغو سیمو کې جګړو دوام درلود.
د وسله والو طالبانو پلان دا و، څو د یو شمېر ولایتونو په لاندې کولو سره خپل حاکمیت ټينګ او له دې لارې د سولې په خبرو کې زیات امتیاز ترلاسه کړي. دېته په پام سره چې له افغانستان څخه شاوخوا ۱۲۰ زره تنه بهرني ځواکونه وتلي دي، دغه چاره آسانه برېښېده. په دې لړ کې د پاکستان مرسته هم له طالبانو سره وه، چې کېدای شي په مشخصه توګه په وزیرستان کې پراخو پوځي عملیاتو او د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو او د دغه هېواد په خاوره کې د طالبانو حضور ته اشاره وشي.
د چارواکو ترمنځ دا تحلیل مطرح دی، چې د پاکستان پوځي چارواکو او طالبانو پتېیلې وه، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به طالبان وتوانېږي، زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو په عمل کې برعکس ثابت شول. له یوې پراخ پوځي فشار، له بلې خوا د طالبانو خپلمنځي شخړې او تر یوه حده د پاکستان ظاهري فشار د دې لامل شوی، څو دغه ډله خپل موقف بدل کړي
د کوټې شورا غړي په ځانګړي توګه اخترمحمد منصور دا اړتیا ګوري، چې د بریدونو په تر سره کولو سره، کولای شي له یوې خوا ټول طالبان پر ځان راټول کړي او له انشعاب څخه مخنیوی وکړي او له بلې خوا د جګړې لوری بدل کړي. دا باور موجود دی، چې طالبان غواړي د بریدونو په تر سره کولو سره عامه ذهنیت بل لور ته واړوي، څو دغه ډله وشي کړی، په آسانۍ سره له رامنځته کېدونکي انشعاب څخه مخنیوی وکړي.
له انشعاب سربېره، د پوځي فشار کمښت، د کمزوریو له منځه وړل، په خلکو کې د وېرې او ترهې خپرول او د ناامنیو په رامنځته کولو سره خلکو ته دا ذهنیت ورکول، چې حکومت د ناخوا او نادودو د کنټرول توان نه لري؛ هغه څه دي، چې طالبان یې غوښتونکي دي. په‌ دې لړ کې په امنیتي او کشفي اورګانونو کې شته ستونزې د دې لامل شوي، څو دغه ډلې په آسانۍ سره خپلو موخو ته ورسېږي. تر دې‌دمه حکومت د افغانانو دې پوښتنې ځواب نه‌دی ورکړی، چې څنګه شونې ده له ټولو امنیتي تدابیرو سربېره له چاودېدونکو توکو ډک موټر د کابل تر زړه راورسېږي او چاودنې وشي؟
د پاکستان موقف:
د افغانستان او پاکستان اړیکې وروسته له هغې تر یوه بریده ښې شوې، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان دښمن د ځان دښمن وباله او ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره به مبارزه کوي. د همدغو ژمنو پر بنسټ و، چې افغان حکومت پاکستان ته نږدې شو او دغه هېواد د سولې په خبرو کې د رول لوبولو له امله تر یوه بریده د یو شمېر افغان چارواکو زړونه ترلاسه کړي ول؛ خو وروستۍ پېښې د دې لامل شوې، څو د پاکستان پر نیت پخواني شکونه په خپل ځای پاتې شي.
د افغان حکومت د ادعا له مخې وروستي بریدونه د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو کې پلان شوي او لا هم له دغه هېواد څخه افغانستان ته د جګړې پیغام راځي. ښکاره ده چې د جګړې پيغام به جګړه وي؛ خو باور دا دی چې افغان حکومت نه‌شي کولای په اوسنیو شرایطو کې له پاکستان سره د جګړې اعلان وکړي.
له پاکستان څخه د جګړې پیغام راتګ ته په کتو سره دا اړتیا پېښه شوې، چې له دغه هېواد سر پر اړیکو له سره غور وشي. وروستیو ناامنیو او په پاکستان کې د دغو ناامنیو د عاملینو موجودیت، فعالیت، کړنو او نادودو ته په کتو سره، اوس مهال پاکستان ته ښه فرصت په لاس ورغلی، چې خپل صداقت او رښتینولي ثابته کړي. پاکستان کولای شي په خپله خاوره کې د طالبانو پر فعالیت بندیز ولګوي، پر فعالیت له بندیز لګولو سربېره دغه هېواد دا توان لري، چې طالب مشران افغان حکومت ته وسپاري، یا لږ تر لږه د دغې ډلې له ملاتړه لاس پر سر شي. پر طالبانو د پاکستان نفوذ ته په کتو سره دا تحلیل مطرح دی، چې پاکستان یوازې د څو اوونیو په اوږدو کې کولای شي شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي، البته دغه چاره هغه مهال شونې ده چې پاکستان رښتینی و اوسي او د سړې جګړې د ستراتېژيک عمق خوبونه له سره وباسي.
د سولې خبرې:
د ملا محمدعمر د مړینې خبر له خپرېدو سره جوخت د سولې خبرې په ټپه درېدلي دي، وروستیو پېښو او چاودنو ته په کتو سره شونې نه ایسې، چې ډېر ژر به دغه خبرې پیل شي. اړتیا دا ده، څو افغان حکومت د سولې پر میکانیزم له سره غور وکړي او دا په‌ډاګه کړي چې له کومې ډلې سره په کومو شرایطو او څنګه سوله کول غواړي. که څه هم ولسمشر ټینګار کړی، چې له هغه چا سره به سوله کېږي، چې پر انسانیت، افغانیت او اسلامیت باور ولري؛ خو د طالبانو ترمنځ تفکیک ستونزمن دی. له تفکیک وروسته سوله تل‌پاتې برېښي؛ خو د وسله‌والو مخالفینو برخلیک معلومول هم مهم دي.
پایله:
طالبان غواړي د ملکي کسانو او عام‌المنفعه تاسیساتو په نښه کولو سره له یوې خوا خپله برلاسي څرګنده کړي او له بلې خوا له خپلمنځني رامنځته شوي انشعاب څخه په مخنیوي د خلکو ذهنیت بل لورته واړوي. د دغه کار اصلي لامل تر ډېره بریده د حکومت فشار په ګوته کېدای شي؛ ځکه د چارواکو په وینا، د جګړې په ډګر کې طالبان له ماتې سره مخ دي. ښکاره ده چې ماتې جبران کېدل غواړي او طالبان یې د ملکیانو په وژنې جبرانوي.
ظاهرا د دغو پېښو تر شا د طالبانو لاس دی؛ خو له طالبانو ورهاخوا د آی اس آی په څېر د یو شمېر کړیو او هغو ډلو چې له سولې سره مخالف دي لاس لیدل کېږي. په لومړي ګام کې اړتیا دا ده، څو دغه لاسونه څرګند کړی شي، له پاکستان څخه عملي تضمین واخیستل شي او د وروستیو پېښو د څېړنو پایلې له پاکستاني چارواکو سربېره، نړيوالو اورګانونو ته وسپارل شي. د همدغو فشارونو په پایله کې هم سوله او هم د پاکستان صداقت ترلاسه کېدای شي.
يادونه:دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.