هغه ليک چې ولسمشر غني پاکستان ته سپارلى

Create: 08/11/2015 - 11:19

د ډاکټر ثواب الدین مخکښ ليکنه
دافغانستان کاواکه اونیم ځواکه ادارې اوبنسټونه په ځانګړې توګه امنیتي بنسټونه چې دمسلکي، ژمنو ، وطن پاله اوپه کارپوه کسانو په ځای په کې ، انقلابي، مافیايي، مقاومتي اوجنرالان په خپل سر ډیر دي دې ته لاره هواره کړې چې خلک  معلوماتو ته دلاسرسي له قانون سره سم معلوماتو ته لاسرسی و نه لري، ترڅو دخپل هیواد په هکله دچارواکو په پرېکړو پوه ، کاري اوګټورې پرېکړې یې تایید اوملاتړ یې وکړي،نا کاره اوبدمرغه پرېکړې یې رد او ونه مني . ډیر ځله خو داسې کیږي هغه معلومات چې دافغانستان دکورني اوبهرني امنیت له پلوه باید ښکاره اوپه ډاګه نه شي ترهرې څلورلارې اوهر پیتاوي ورسیږي  لامل یې دسرتمبه اوځینو مزدورو وکیلانو اوچارواکو فشارونه وي  له همدې امله مو وغوښتل دهغه لیک جزيیات چې ولسمشر اشرف غني پاکستاني لوري ته لیږلى او دوه اوونۍ وخت یې ورکړی و ترڅو ددغه لیک دنتایجو په هکله ورته معلومات ورکړي له تاسو سره شریک اوپرې بحث وکړو.
هغه لیک چې ولسمشر غني پاکستان ته سپارلی و له پاکستاني خواڅخه په کې لاندې غوښتنې شوې وې :
۱-  په پاکستان کې دطالبانو دپناه ځایونو په له منځه وړلو کې رښتیني اوکلک ګامونه پورته کول .
۲- په پاکستان کې دافغان طالبانو مشران په کورونو کې نظر بندساتل یا ددوی په خپلو کورونو کې بندیانول
۳- دافغاني اوپاکستاني طالبانو دبندیانو تبادله
۴- دټولو هغو  افغاني طالبانو څخه چې په پاکستاني روغتونونو کې یې درملنه کیږي پلټنې کول اوبیا نیول
۵-  په پاکستان کې په ټولو هغو وسایلو چې بمونه اونور چاودېدونکي توکي ترې جوړیږي کلک کنټرول اوڅارنه
۶-  دډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې دپاکستاني اوافغاني طالبانو پرضد عاجل اوفوري عملیاتو سره موافقه، ترڅو پاکستاني اوافغاني طالبان ترفشار لاندې راوستل شي .
لیکنه په دې اوږدوو چې ایا پاکستان غواړي اویا کولی شي داکارونه ترسره کړي اوکه نه ؟
ولسمشر کرزي ټولې نړۍ ته داتفهیم کړه چې دتروریزم اوطالبانو ځالې په افغانستان کې نشته پاکستان ، امریکا، ناټو اوټوله نړۍ په دې پوهیږي چې دطالبانو واړه اوستر مرکزونه ، دتمویل،تجهیز اوتربیې ټولې ځالې اوپناه ځایونه په پاکستان کې دي . په تیرو دیارلسو کلونو کې افغانستان په ډول ډول له پاکستان څخه وغوښتل ترڅو دغه پناه ځایونه له منځه یوسي مګر پاکستان داکارونه کړ. له همدې امله دولسمشر غني په لیک کې په ښکاره الفاظو اوصراحتا ویل شوي چې پاکستان باید په رښتینې توګه ،عملا اوله زړه څخه ددغو پناه ځایو نو په له منځه وړلو لاس پورې کړي ا واقدام وکړي. داکوړه خټک په حقاینه مدرسه کې دمولانا سمیع الحق په مشرۍ دطالبانو د ډلو ټپلو راغونډولو او تریو چترلاندې راوستلو کوښښونو خو بیخي داجوته کړه چې طالبان اومشران یې ټول په پاکستان کې دي . مګر پاکستان داکار نه کوي چې دغه پناه ځایونه له منځه یوسي ځکه خو دطالبانو نظامي شورا داسې خبرو ته چې پایله یې تل پاتې سوله وي غاړه نه ږدي .
دپاکستان حکومت دولسمشر غني دلیک دویم شرط هم بابیزه بللی اوتردې دمه یې په دې هکله کوم ګام نه دی پورته کړی دپاکستان څارګرې ادارې ته دهرطالب مشر اوسرګروپ کور اوداوسیدو ځای بیل بیل معلوم دی اوشپه ورځ یې تر څار لاندې ساتي مګر دهغوی په فعالیتونو هیڅ ډول محدودیت نشته البته هغه فعالیتونه چې دافغانستان دوراني اوتباهي سبب کیږي . ترواسه دوی یو طالب مشر اوسرګروپ هم دافغانستان په غوښتنه نه نظربند اونه هم بندي کړ.
دولسمشر غني دلیک ددرېیم شرط په هکله که څه هم پاکستان سر ښورولی مګر داسې نه بریښي چې پاکستان دې ددې شرط عملي کیدو ته هم زړه ښه کړي ځکه چې په هغه پیمانه افغاني طالبان چې دپاکستان په بندیخانو کې دي یا ددوی ترنظر لاندې په ښکاره کار کوي دهغو پاکستاني طالبانو په پرتله چې له افغان دولت سره به وي ډیر زیات دي . نو له دې امله دوی نه غواړي چې داسې معامله وکړي چې مقابل کې لږ پاکستاني طالبان ترلاسه اوډیر افغان  طالبان له لاسه ورکړي .
د ولسمشر غني دلیک څلورم شرط هم دپاکستان لخوا نه دی عملي شوی ټولې نړۍ ته جوته ده چې اوس هم افغاني طالبان په پاکستاني روغتونونو کې تردرملنې لاندې نیول کیږی اوبیرته افغانستان ته دترهګرۍ لپاره رالیږل کیږي .همداراز دولسمشر غني دلیک پنځم شرط هم دپاکستان لخوانه دی عملي شوی. تاسو شاهدان یاست چې دافغانستان دملي امنیت اداره هره ورځ داسې موټر اولارۍ نسیي چې منفجره اوتخریبونکي مواد په کې له پاکستان څخه رالیږدول کیږي .
دولسمشر غني دلیک شپږ م شرط هم ناشونی بریښي ځکه چې لومړی خو دافغان طالبانو مرکزونه دپاکستان په مجللو ښارونو اولرې پرتو سیمو کې دي چیرته چې طالبانو ته ټول سهولتونه شته اومهیا دي نه دډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې  اوله بله پلوه ددغسې فوري اوعاجلو عملیاتو لپاره د دوو هیوادونو دڅارګرو ادارو ترمنځ داستخباراتی معلوماتو شریکول اړین وي مګر هغه تفاهم لیک چې دافغانستان دملي امنیت اودپاکستان دڅارګرې ادارې ( ای اس ای ) ترمنځ لاسلیک کیدل ونه شول اوله کلکو مخالفتونو سره مخ شو . دافغانستان دملي امنیت ادارې اودپاکستان دڅارګرې ادارې ( ای اس ای ) ترمنځ دعدم اعتماد اوناباوري فضا داجوتوي چې دولسمشر غني دلیک شپږم شرط هم پاکستان نه عملي کوي .
دطالبانو سره دسولې دخبرو دویم پړاو کې باید دطالبانو اوافغان دولت ترمنځ ډز بندیز یا اوربند اعلان شوی وای . دهغه فشار له امله چې ډیرو هیوادونو په ځانګړي ډول چین په پاکستان راوړی و پاکستان پوه شو چې نور باید طالبان دمذاکرې اوسولې میز ته حاضر کړي هغه مذاکرات چې په چین کې دطالبانو اوافغان دولت ترمنځ ترسره شول چین په پاکستان شرط ایښی و چې طالب مرکچیان به دای اس ای له ځریو اواجنټانو پرته چین ته سفر کوي اودای اس ای کارکوونکي به ورسره مل نه وي ترڅو په خبرو کې پوره ازادي اوواک ولر ي . پاکستان پوه شو چې اوس دسولې دویم پړاو ترسره کیږي اوډزبندیز یا اوربند اعلانیږي له همدې امله یې دملاعمر ، حقاني مړینه اعلان کړه اوای اس ای ته ژمن اویو اختلافي مشر اختر محمد منصور یې راوړاندې کړ په طالبانو کې دغه پراکسیون او درزونو داخبره لا پسې جوته کړه چې دسولې دویم پړاو ناشونی دی . اوس به افغان دولت له کومې ډلې سره دډز بندیز یا اوربند هوکړې ته ورسیږي .  دغه کار به پاکستان ته پوره وخت په لاس ورکړي اوافغان دولت به په دې وغولوي چې دطالبانو اختلافات ورکوي اوڅو ډلې ټپلې یې سره یو کوي اوبیا به یې تریوچتر لاندې دخبرو میز ته کښيوي  . پاکستان اوس هم له موږ سره لوبه کوي .
اصلې خبره داده چې پاکستان باید دغه دوه مخی سیاست نور پریږدي .پاکستان باید ډیر څه وکړي اوپه عملي توګه دافغانستان دسولې باره کې لاس په کار شي . په دغه برخه کې دپاکستان ناکامي به پاکستان له خپله لاسه له ماتې سره مخامخ کړي اوددواړو هیوادو داوږدمهاله اړیکو لپاره به یونه جبرانیدونکي ضایعه وي اوکیدای شي چې دتل لپاره دافغانستان اوپاکستان دوه اړخیزه اواوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ور دتل لپاره بندکړې .
دغه لیک دجون میاشتې په شروع کې پاکستان ته ورکړل شو اودوه اوونۍ وخت ورکړل شو مګر داخبره اوس هم پټه ده چې ایا پاکستان نه غواړي دغه کارونه چې ترې غوښتنه شوې ترسره کړي؟ اوکه په ټولو طالبانو لاس بری نه دی ترڅو ددغو کارونو کولو ته یې چمتو کړي . ولسمشر غني په دې لیک کې دز ته هم اشاره کړې که چیرته پاکستان په دغه چاره کې ناکامیږي نو زه به جنګي ولسمشر اوسم یعني داسې یو ولسمشر به واوسم چې جنګي ماموریت به په غاړه ولرم ددغې جملې په مفهوم پاکستاني ستراتيژستان اوپالیسي جوړونکي ښه پوهیږي .
دوستانو که پاکستان دغو ټکیو ته مثبت ځواب ونه وایي اوپه عمل کې ونه ښيي چې دوی دولسمشر لیک ته ژمن پاتې کیږي ولسمشر غني داسې فرصتونه په لاس کې لري چې پاکستان به په خپل حالت وژړوي.
       دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.