طیب اغا؛ یو مسیر تصحیح کوونکی طالب

Create: 09/10/2015 - 15:58

یوه عزیزه کورنۍ:
طیب اغا د هغه ستر مولوي زوی دی، چې په ۱۳۵۹ کال کې یې د افغانستان د مجاهدینو د وحدت بيرغ پورته کړ او رهبران یې د ملت د اشغالګرانو د حضور ناورین ته د صحیح حل او مقاومت په خاطر د جومات پر پوزي کېنول.
ملنګ لالا چې د شوروي د پوځیانو په مخامخ جنګ کې یو مهال اسیر شو او بیا د یوه شوروي جنرال سره د تبادلې په لړ کې له هیلي کوپتره کوزېده نو هغه د شوروي جنرال د دغه خبرې په مقابل کې چې نور خو به بیا د جګړې میدان ته نه راځي؟ ملنګ لالا ورته وویل: که تاسې د جګړې طرف دلته وئ نو ما به بیا بیا د جګړې په میدان کې وینئ!
دا ستر مجاهد هم د طیب اغا مشر ورور و.
طیب اغا او د سیاسي طالب د پروسې لوی معمار
زه چې د طالبانو د حکومت په دوران کې د ازادو مصلحینو او بیا د قبرص د پروسې له خوا د سولې د ایلچیانو یو موثر کس وم، نو دا راته له طالبانو سره د پيژندګلوۍ ښه وسیله شوه او ښه فرصت یې راکړ.
هغه مهال چې د کرزي او امریکا حکومتونو د طالبانو له ځواک سره د مذاکراتو او تفاهم کړکۍ ته ودرېدل، طالبانو هم د ابتدايي سیاسي تفاهم لپاره د نیمکښو دروازو خوا ته د روانېدو هڅه وکړه ولې د ځینو طالبانو په روایت دا هڅه د کرزي او مشرف په حکومتونو کې د استخباراتي کړیو له خوا په مشترکه توګه ناکامې شوې او د کابل ادارې او استخباراتو د پاکستان استخباراتو ته هغه طالبان معرفي کړل چې د تفاهم او سولې هڅې یې کړې وې او په دې سلسله کې د دغو طالبانو یوه برخه بندیان شول او یوه برخه یې ووژل شول.
په دغسې یو بدرنګه سیاسي فضا کې د طالبانو په منځ کې د یو سیاسي پتمن طرف او عمل په موخه ځینې طالب مشرانو هڅه وکړه خو په پيل کې داسې هڅې د لنډ تدبیر له مخې تجرید شوې او یوه بله برخه چې په هغو کې د سر سړی طیب اغا و هغه په دویمه او درېیمه هڅه کې کامیاب شول او طالبانو د ګاونډیانو د تسلط له حلقې نه سر هغه قطر ته وایست چې اصلي موخه په کې د یوه سیاسي ځواک او جهت ته د طالبانو رسول و او په دې اړه طیب اغا د یوه پتمن سیاسي عمل ته بنده لاره پرانیستله.
افغانستان او د افغانستان په اړه د پاکستان د موثرې لابي ستونزه
یوه سپينه او علمي خبره چې د کابل د نظام په سړیو کې د افغانستان د سپیره مقدر په اړه مې اورېدلې هغه په یو ګردي مېز کې د محمود کرزي هغه خبره وه چې ویل یې:
زموږ لویه ستونزه دا ده چې په غرب او امریکا کې د افغانستان او سیمې په اړه د پاکستاني لابي موثر دی او د هغوی لابي په کې کره تصویر دی!
د کرزي په ۱۳ کلنه دوره کې د افغانستان فرهنګیان، سیاسي تحلیل کوونکي، او سیاستوال د غرب او امریکا مشرانو ته د تشکر شکور پر سر ولاړ و چې ان مایاروف ته د ببرک «د شوروی پاسبل» نه هم ډېره مسخره وه او په بل اړخ کې ښه فرهنګي او ښه سیاستوال په کې هغه و چې پر پاکستان باندې د انتقاد پر ځای پاکستاني مشرانو او احزابو ته د کنځلو په حد کې اظهارات وکړي.
پاکستان د همدغسې یوه کابل تصویر خپلو امریکايي بادرانو ته په ښودلو پاکستان د څو موړونو وروسته په سیمه کې د امریکا د پروني ایران ځای ته پورته کړ.
کابلي افغانانو د امریکا او د امریکا د مظالمو پر ضد د پارېدلو افغانانو په څنګ کې د طالب ځواکمن درېدل یوه پاکستانۍ مداخله وګڼله او د دغې پروپاګنډې پر ځای یې د یوه داسې افغانستان د برخلیک ستراتيژي قبوله کړه چې هغوی په کې د ببرک دمهال د بینی شېرافغان د پوستې پر کرښه ودرېدل.
هومره چې پروني طالب مات کړیو مجاهدینو د طالب روان مقاومت د پاکستان مداخله ګڼله، پاکستان په هماغه اندازه په امریکا او غرب کې د سیمې د یوه ځواکمن هېواد پرستيژ ته پورته کېده.
دا چې امیر امان الله خان په ایټالیا کې د ژورنالیستانو د دې خبرې په ځواب کې چې ایا حبیب الله خان د پرنګي په مرسته له هېواد نه وکيښ؟ امان الله خان په کې طبیعي انداز خپل کړ او له هېواده وتل یې د افغانستان د داخلي مسايلو پورې وتاړه، نه د پرنګي مداخلو پورې.
ځکه امیر پوهېده چې د پرنګي تښتیدلی امیر به په ایتالیا کې څه وزن ولري؟
په کابل کې د بُن د بخشش حکومت واکدارانو په دې اړه نه خپله پرونۍ سابقه په پاکستان کې سترګو ته ودرېدله او نه هم دا چې د امریکا د قوي حمایت تر چتر لاندې د پاکستان د مداخلو پر وړاندې د بې چاره نظام بدنامي.
قطر د طالبانو د سیاسي کېدو یو بشپړونکی قدم:
طالبان د خپل طالبي تهذیب د ټولو هغو سیاسي نیمګړتیاو سره چې لري یې بیا هم ځینې په کې د یوه قوي تنظیم په تاثر او د کندهار د تاریخي میراثو د پیوند له مخې په هومره مستقل مزاجه او ملي روحیه سمبال دي چې د امریکا سره د دښمنۍ باوجود هم د ایران او پاکستان لپاره د چمچه کېدو نه ډېر اوچت فکر لري.
که څه هم د لویو ځواکمنو هېوادونو مداخلې او هجومونه د ګاونډیانو له همکارۍ پرته نه پرون ممکن و او نه نن؛ ولې بیا هم د دې لوی مقاومت لپاره د ببرک د مهال زړه پروپاګنډه امریکا په خپلو ابتکارونو ژوندۍ روانه کړې ده.
یو ځل د دغو طالب مشرانو څخه معتصم اغا ماته وویل چې زه اصلاً په دې فکر کې یم چې له ازهره فارغ استاد سیاف او استاد رباني دواړه په یوه سیاسي ضد کې د طالب دښمنۍ پر یو ښویدلي دریځ کې وغورځول. له دې پرته فکر نه کوم چې هغوی به په عقیدتي لحاظ د نصاراو دوستۍ ته له زړه غورځېدلي وي او د نورو په شان د هغو پر کفر ټاپې ولګوو.
ما هغه مهال د دغه طالب مشر تصور او غوښتنې استاد سیاف ته ورسولې ولې د هغه شرائط حساس و. هغه په کې د طالب له روادارۍ ډېر ټيټ فکر او خبره درلودله او تر نن پورې هغه مخ ښکته روان دی.
نن چې په کابل کې د دغو طالبانو د مشرانو یوه قابل ملاحظه عدد شتون لري دا هغه سټې دي چې عکس العملي جریان د یوه مثبت او موثر کردار نه مظلومانه وشکول او هغوی په دې کابل کې د امریکا له اشغال سره د مخالفت باوجود د ګاونډیانو د روان سیاست سره نفرت لري.
په دې مجموعه کې طیب اغا یو له هغو مخکښانو طالبانو نه دی چې د افغانستان د قضیې د ملي او مستقل استازيتوب او حل په موخه یې د تېرو ناکامو تجربو نه په استفاده د طالبانو لپاره د یوه نسبي مستقل تمثیل او ځای هڅه د قطر په هغه سیاسي دفتر ودروله چې تر هر چا مخکې او د کابل په همکارۍ پاکستان بې اثره او یا کمزورې کړه.
طیب اغا؛ یو ځانګړی تصور او یو ځانګړی شخصیت
زه چې خپله د افغانستان د سیدانو او ستانه کورنیو دریځونو او کمزورۍ نامراده کړی وم، ایله د طیب اغا په لیدلو او اشنایۍ کې مو د آل رسول سره مینې او جذبې بل او نوی چارچ واخیست او د طیب اغا نه هومره متاثر شوم چې له ځان سره مې ویلې دا په کې اول ځل دی د افغانستان د ساداتو بچیان په کې په تول او تیګه برابر او درانه وینم.
په لومړي، دویم او درېیم ملاقات کې مې د دغه مجاهد طالب نه هغه نامراده تاثر واخیست چې ما هغه د خپلو حزبي او نهضتي ملګرو سره نه شو شریک کولای.
نامراده په دې خاطر چې په افغانستان کې دا رسم دی چې هېڅوک له خپلې ډلې نه بهر د بل شخصیت د زغملو او د بل شخصیت د ښه دریځ د تسلیمولو لپاره جوړ نه دي.
دلته د طالبانو په دننه کې د حزب د یو متوازن او واقعي فرد تسلیمول هومره ناممکن دي لکه څنګه چې د حزبیانو په منځ کې د یوه وتلي او هوښیار طالب زغمل او تسلیمول ګران دي.
ما په تېر درې کلن ژوند او د سولې لپاره په پیل کړیو هڅو کې طیب اغا هومره ځان ته نږدې او ورته پيدا کړ چې له هغه سره د ملت او طالب د ګټو پولې او کرښې د یوه متمدن سیاستمدار له سویې پورته څرګندې او معلومې وې.
په قطر کې له هغه سره د یوه عدد مخکښانو، فرهنګیانو، سیاستوالو لیدنو او کتنو امکان او ظرفیت هغه څه و چې شاته یې د ځوان او حوصله مند طیب اغا هستي کردار درلود.
کیدای شي هغه وګړي او استادان هم یوه ورځ خپل تاثر ولیکي ولې حقیقت دا دی چې طیب آغا د طالب د سیاسي موخو او د افغانستان د ملت د ښې راتلونکې په هکله د یو ملي تصور په منځ منځ کې داسې یوه لاره غوره کړې وه چې که کرزي د بهرنیو په لمسه د طالب له بیرغ سره د حساسیت په سمټي تختو نه وه بنده کړې، کرزى به په کې هغې سولې ته په اسانه رسیدلی و چې نن به دغه سوله د دولت د لاسته راوړنو د فهرست په سر کې وه.
طیب اغا او څو مخکښې ځانګړنې:
طیب اغا د طالبي کلیوالې تجربې نه پورته په څو برخو کې د یوه ملي شخصیت او یوه متمدن طالب مرجع ته ځان رسولی و:
اول هغه د مقابل طرف د خبرو اوریدو ته هومره زغم او حوصله پانګه کړې وه چې ما په اول ملاقات کې دا په کې اول زده کړه چې زه د یوه عادي طالب سره نه یم ناست.
دویم؛ طیب اغا د یوه درانده مشر دا تهذیب راخپل کړی و چې هغه په کې د بل د اوریدو او بل ته د اورولو بیلانس په ۴/۱ درولی و. هغه درې برابره وخت بل ته ورکاوه او خپله د وخت به څلورمه کې هغه څه ویل او ځوابول چې د موضوع او راپور متن غوښتل.
درېیم؛ هغه د خپل پیل کړې وظیفې په سر کې ځان عادت کړی و چې په بشپړه توجه د بل خبرو ته غوږ وباسي.
څلورم؛ هغه د افغاني کلچر او د افغاني سیاستوالو د رسم خلاف د لاپو او لویو خبرو عادت نه لاره
پنځم؛ هغه د ملګرو د پرېکړې مطابق او تر هغې هم زیات هڅه کوله چې د طالب د عصري کولو او په طالب کې د تفاهم او توافق د ظرفیت د پيدا کولو حرکت ګړندی کړي.
شپږم؛ هغه په افغانستان کې د سیاسي او علمي مراجعو د کتنو او لیدنو له لارې غوښتل چې د طالب پرخلاف جوړ شوي منفي ذهنیت اصلاح کړي او په دې لاره لکه د مخکښو هوښيارو طالبانو لکه مولوي احسان الله، حاجی ملا صاحب عبدالسلام ضعیف، مولوي متوکل او معتصم آغا جان په شان ډېر کامیاب و.
اووم؛ هغه په کابل باندې د طالب له تسلطه وروسته د دوامدارې جګړې د غلطۍ او بیا په کابل کې د امریکايي لوی اېتلاف پر ضد د ستړې جګړې د منفي او مثبت کردار په منځ کې د یوه تاریخي او هر اړخیز بحران د قابو کولو دروند مسؤلیت ښه درک کړی و. هغه پوهېده چې د افغانستان پیچلې اوضاع د طالب او مخالف دواړو په منځ کې د یوه داسې متفاهم او باظرفیته ټیم ته ضرورت لري چې د قضیې حل اصلاً د دغسې پوه متفاهم او ګډ ټیم پرته افغانان په دواړو لوریو کې په نسبي تفاوت د پردو د همکاریو کچکول ته دروي.
اتم؛ په قطر کې د ملا طیب اغا ټیم هومره په خپلو کې نږدې او متفاهم و چې که د ملا عمر د ځنډن وفات بد تاثر طیب اغا د یوه اصولي طالب د وروستي حیثیت نه د دفاع په جګړه کې د خپلو ملګرو نه نه و یوازې کړی. ملګري یې تر ده ډېر طبیعي او د اصولي نظر پلوي افغانان و.
بیا هم زموږ هیله ده چې طیب اغا د طالب په پاتې مطرح تحولونو کې د یوې بزرګوارۍ له مخې له خپلو ملګرو او طالبي کاروان سره د اوږد ښکېلېدلو هوډ د ملي ګټو په خاطر شاته کړي.
نهم؛ طیب اغا د قطر د دولت همکاري او د خلجیانو سره د قطریانو متفاوت کلچر دې ته امیدواره کړی و چې د قضیې د سیاسي حل په پړاو کې به هغوی د نورو کوربه هېوادونو په نسبت د خپلې قضیې په سیاسي حل کې د یوې ښې آزادۍ نه برخمن کړي او هغوی به په کې د یوه پتمن حل چانس راخپل کړي.
لسم؛ طیب اغا طالب په راتلونکي سیاسي حل کې د افغانانو د ورکړیو قربانیو په قیمت د یوه مستقل جهت په حیث مطرح کول غوښتل هغه چې کرزي په کې په غلطۍ د متوازي حکومت خطره ولیدله او پاکستان په کې د پاکستان له حضور پرته د افغانانو د ګډ تصمیم او سوله ییز حل خطره لیدله.
طیب اغا او هر ازادي غوښتونکی افغان په دې پوهیږي چې د امریکا سره روانه جګړه هومره چې د افغانستان جګړه ده هغه په سیمه کې د متجاوزو د خطر د مخنیوي له مخې د ایران او پاکستان جګړه ده او هغه چې په دې جګړه کې د امریکا د حضور او اشغال د ختمېدو پرته نورې ګټې غواړي. دا نو هغه څه دي چې نه باید د طالب او افغانانو وینې د دغو ګټو وسیله شي.
طیب اغا او ملګرو یې د قضیې او د قضیې د وروستي حل په اړه همدغسې تصور درلود چې نه یې د ملت ورکړې قربانۍ د ګاونډیانو د هغو ګټو وسیله شي چې بیا هم د افغانستان د ګټو په مخالف جهت کې واقع دي. دا چې سیمه د یوه جارح او اشغالګر ځواک له خطره پاکه شي دا هغه شریکه ګټه ده چې افغانستان یې د ځان او ګاونډیانو لپاره قرباني ورکوي.
قطر؛ یوه سیاسي فتحه
امریکا چې د طالب د نظام پسې د نړۍ او تاریخ تر ټولو لوی او ځواکمن اېتلاف افغانستان ته داخل کړ او د طالب حکومت یې په هماغه اوله میاشت کې نسکور کړ، امریکا په دې هېواد کې د بل او بیا د طالب په ذریعه د مقاومت ټولې اندېښنې له زړه ایستلې وې.
د طالب په پلمه د جنوب د پرګنو د کلیو او کورونو تالاشي او د افغانانو د کلچر او تهذیب په اړه د بوش د لښکرو بې باکي په اولو دوو کلونو کې افغانان او طالبان د هغې جګړې پر کرښه ودرول چې افغانانو په کې امریکا پر شوروي اتحاد زیات او ځواکمن ونه ګاڼه.
د جنګ په دویم او درېیم کال کې د موسی کلا او واڼه معاهدو امریکا د شوروي اتحاد هغه ماته کاپي کړه چې د لسو پړاونو وروسته د جنیوا د تړون نوم یې واخیست ولې په قطر کې طالبانو ته د دفتر وعدو وښودله چې امریکا په خپل اېتلاف باندې د نظامي بري هر څه بایلودي دي او دا چې دا دفتر د پاکستان او افغانستان سره د پوره تفاهم پرته انتخاب شوی و. دا پکې د امریکا د هغې مجبورۍ انځور دی چې امریکا پکې په اسلام آباد کې د یوه ملګري هېواد پاکستان او په کابل کې د یوه تپلي حکومت د دوستۍ او مناسب کردار پوره مایوسۍ ته روانه ښيي.
په قطر کې د طالب د دفتر اوازه او حقیقت هغه فتحه وه چې طالب يې د امریکايي اېتلاف په مقابل کې د یو طرف په حیث مطرح کړ.
قطر او د کابل د بدیل اندېښنې
هلته چې نړۍ او امریکا په قطر کې د طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر ډېر څه ومنل. حامد کرزي د طالبانو د سپين بیرغ د خپل نیمه منتخب حکومت لپاره لوی خطر وګاڼه او په قطر کې یې پيلیدونکي مذاکرات رد کړل.
د کرزي د دغسې بې ځایه اندېښنې او د قطر په اړه غبرګون د اسلام آباد د مشرانو هغه اندیښنه هم راکمه کړه چې په قطر کې یې طالب ته د پاکستان د نفوذ له کرښو بهر د تمثیل نوې زمینه پيدا کړه.
که د مذاکراتو د پيل نه مخکې مخکې کرزي د طالب د بیرغ د نه اوچتېدو خبره کړې وه کېدای شول چې طالب مشرانو پکې قضیه په اسانۍ منلې وه ولې د بیرغ له جګېدو وروسته د کرزي حساسیت دا قضیه طالب ته هومره ستوغه کړه چې د بیرغ کوزولو له ځان سره د کلیمې کوزول او د طالب د نسبي ماتې بدنامي درلودله.
که څه هم دا د ځینو لپاره حساسه خبره شوه ولې سوال دا دی چې په کابل کې د امریکايي اېتلاف د تر څلویښتو زیاتو جنډو رپېدل ولې دوی ته تر دې یوه اسانه خبره وه؟
طیب آغا؛ او په قطر کې سیاسي خوځښت
طالبانو د کابل د غلط عکس العمل او مذاکراتو د لړۍ د توقف وروسته له قطر نه په درېيو برخو کې ژوندۍ استفاده وکړه:
لومړی، د قطر د دفتر له لارې له نورو هېوادونو سره اړیکې
دویم، د افغاني مصلحینو رجالو سره اړیکې او د هغوی مشورې اخیستل
درېیم، په کابل کې د حکومت نه بهر د ځینو ډلو سره د مذاکراتو او تفاهم هڅې
څلورم، امریکا او بیا له کابل سره د مذاکراتو او سیاسي حل د پروسې تعقیب
اول د قطر د دفتر له لارې د ذي علاقه دولتونو سره اړیکې:
د قطر له نیمژواندي دفتر نه طالبانو ورونو ښه ګټه پورته کړه او هغوی پکې د پاکستان د بدیل او طالبانو ته د یوه نیمه حامي او ملګري جهتونو او حکومتونو د پيدا کولو او په راتلونکي سیاسي حل کې چې طالبانو هغه جدي په نظر کې درلود. د یوه تضمین کوونکي ځواکمن دولت په هڅه د ایران، چین، ترکمنستان او نورو ډېرو هېوادونو سره راشه درشه پيل کړه.
که په دغو دولتونو کې د طالب په نیمه هم د امریکا سره د دښمنۍ او یا د امریکا پر ضد د یوه کوربه ماحول د پيدا کولو جرائت وای، طالبان به لا دوه کاله مخکې یوه سیاسي حل ته ننوتلی وای.
د طالبانو دغه هڅې کله امریکا کله کابل او کله هماغه اسلام آباد بې اثره کولې ولې د طالب اصلي موخه پکې د یوه عاجل او پتمن زمینه جوړول و.
منم چې په افغانستان کې د یو مثبت تحول او سیاسي تحرک په اړه د طالبانو سنتي سلسله مراتب او د هغوی تنګ شرائط دواړه جدي موانع دي ولې موږ چې د هغوی هڅې ولیدې هغوی او بیا په کابل کې د دغې شورا په پرتله چې کرزي جوړه کړې لس برابره فعال او پر ملت زړه سواندی و. طالب مشران په وروستیو درېیو کلونو کې په خپلو هغو روابطو او هڅو کې چې د هېوادونو په اړه کړې دي هغه یې د مرستو د لاسته راوړلو نه زیات د سولې په پروسه کې د هغوی د رول په اړه کړې وي.
چین او روسیې چې په دې اړه د طالبانو سره په خپلو امریکايي ضد اندېښنو کې د بل هېواد نه زیات مشارکت درلود، طالبانو هغوی ته زیاته توجه درلودله په تېره د چین سره یې په دې باب د تفاهم قوي ژبه هم پيدا کړه او طالبانو پکې د یوه پتمن سیاسي حل موخه درلودله. په وروستی حل کې چې داکتر اشرف غني په عجله د چین په ډاډ ورننووت، د دغه حل زیات مقدمات د قطر دفتر او همدغه طیب آغا برابر کړي و ولې اشرف غني د خپل فطرت مطابق دا هڅه هم خرابه کړه او په داسې یوه انداز کې یې پیل کړه چې پای طالب پکې د پاکستان د یوه ګوډاګي تحریک رول ته مجبور شي چې بیا هم د کندهار زړه ور طالب ملا طیب آغا پکې دا هڅه تکرار ناکامه کړه او د طالب د استقلال نه یې په قطر کې دفاع وکړه.
دا چې د امیر المومنین د ځنډن وفات اعلان به طالب مشران په کوم دریځ او په کوم تدبیر دروي، دا د راتلونکیو اتو میاشتو خبره ده ولې کابل او اشرف غني ته په کار دي چې د یوې پتمنې او ډاډمنې سولې ته د رسېدو لپاره د امریکا سره د جنګېدلو طالبانو تاریخ او حیثیت په پام کې ونیسي او د سولې په اړه د هغوی قوي میلان چې ده ته یې د ریاست نه مخکې هم ډاډ ورکړی و. دا د طالبانو کمزوري ونه ګڼي او نه یې د طالبانو پر ضد داسې استخدام کړي چې طالب پکې له ناچاره جګړې ته دوام ورکړي ځکه په افغاني طرفونو کې بیا هم طالب د بهرنیانو د مقابلې لوی افتخار لري او د هغوی دغه تاریخ باید نور وزغمو.
دویم د افغاني مصلحینو رجالو سره اړیکې او د هغوی مشورې اورېدل:
په دې اړه طالب مشرانو یوې خوا د طالبانو د رهبري شورا په سویه د یوه مستقل هئیت په سلسله کې ژوندۍ هڅې کولې چې په افغانستان کې د افغاني مصلحو او بې طرفه رجالو سره بلکې په ډلو کې د ځینو متفاهمو مسؤلینو سره اړیکې پیدا کړي او غوښتل یې چې د امریکا د پوره د وتلو نه مخکې مخکې د سولې او ګډ نظام لپاره یو ماحول جوړ کړي.
په دې سلسله کې خپله ډاکټر قیوم کوچی هم یو د هغو رجالو نه و چې د خپل وراره د ریاست مخکې یې د طالب او قطر سره ژوندۍ اړیکې وې.
په دې اړه چې تر نورو یې د سولې په خاطر د طالبانو سره تکرار اړیکې درلودلې او هغوی یې سولې او په خپلو ټولو پالیسي ګانو کې بدلون ته وهڅول، په کابل کې د بهرنیانو پرضد د ملي وحدت او سولې جبهه وه.
طالبان په افغاني ډلو کې هغه مهال چې د مجاهدینو د ګډوډۍ پر ضد یې بېرغ پورته کړ، په ملت او نړۍ کې تر ټولو ښه نوم و ولې هلته چې هغوی د کابل د نیولو وروسته په شمال او شمال کې بې ضرورته جګړې پيل کړې او په جګړو کې د وخت وحشت شول او هغه مهال چې هغوی د اسامه او ځینو نورو مسائلو په اړه د امریکا سره په مخالفت واقع شول بیا نو غرب د هغوی د بدنامولو لپاره مرګونې پروپاګنده وکړه.
بیا هم که په کابل کې د امریکا په ننګه راغلې ډلې د طالبانو سره په یوه واقعي پرتله کې واچول شي، طالبان تر هغوی په خپله وروستۍ مبارزه کې ډېر څرب دي ولې په کابل کې د تېرو تجربو ناکام مخکښان، خلقیان، پرچمیان، مجاهدین او وروستي سیکولر افغانان دا ټول خپل خجالت او ناکامي په هغه بدغوني او ظالمانه پروپاګنده کې پټوي چې هغوی پکې د روان جنګ او تېر تاریخ ټولې ناخوالې پر طالب چپه کوي او د خپل تېر تور تاریخ په اړه د هاغه ناحقه قسم خور دعوه جلاب په شان سترګې یې پټې کړي او خوله یې خلاصه کړې ده.
موږ د جبهې له لارې طالب مشرانو ته ډېرې مشورې ورکړې چې د هغو په سر کې د کابل د حکومت او ډلو سره د تفاههم خبره وه.
خدای شته چې په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو دغو مشورو ته پوره قیمت ورکړ او په مختلفو مناسباتو کې یې ډېر بدلونونه اعلان کړل.
درېیم په کابل کې د حکومت نه بهر د ځینو ډلو سره تفاهم او د قضیې د حل په اړه دریځ او نظر شریکول
څومره چې کابل له طالب سره په روانه دښمنۍ کې د امریکايي لابي مطابق افراطي روان دي، طالب د عملي جنګ پرته په کابل کې د ټولو جهتونو سره د خلقیانو د پښيمانه څېرو سره هم د تفاهم لارې پرې ايښې وې.
په قطر کې موږ په دویم ملاقات کې د شمال د جبهې د غړیو سره د تفاهم موافقه واخیستله او دا په دې خاطر چې موږ ته د کرزي نږدې ملګرو (کریم خرم او نورو) د لیدلو موقع رانکړه.
له همدې ځایه قطر موږ ته په غوڅه وویل چې:
د استاد سیاف، قانوني، محقق، ډاکتر عبدالله عبدالله، سید اسحاق ګیلاني، حامد ګیلاني او د مزار له ځواکمن والي عطاء سره د قضیې د حل او مناسب دریځ د جوړولو په خاطر ګوري.
په دې سلسله کې موږ د ټولو نه مخکې له قانوني صاحب سره وکتل او هغه هم دا هڅه توده استقبال کړه او ویې ویل چې زه خو حالاتو هومره ځورولی یم چې که ملا عمر او حکمتیار کابل ته د راتللو هڅه وکړي نو باید ټوله لاره په قالینو ورته فرش کړم. جنګ ټولو تجربه کړ، د جنګ څخه نه موږ او نه هم هغوی څه نتیجه لاس ته نه شي راوړای.
په همدغه تنګ فرصت کې قانوني صاحب د فرانسې په اصلاحي ناسته کې د مولوي دلاور سره ولیدل او په دې لیدنه کې قانوني پوه و او ښه تاثر یې اخیستی و ولې قانوني صاحب او دلاور په منځ کې هغه نسبي تفاهم د کرزي نمائنده ګانو بیا د هماغه قطر د موازي حکومت د ویرې کمیس ورواغوست او کرزي دویمه غونډه چې په ترکمنستان کې کېدله لغوه کړه.
وروسته موږ استاد سیاف تکرار ولید او هغه هر ځل په یوه پوچه وعده درولو، پای هغه اسحاق آغا ته ویلي و چې زه سبا تاسې ته خپله خبره کوم او هغه وه چې د امر صاحب مسعود په تلین کې هغه اعلان کړه چې د طالبانو چاره کول دا دي چې هغوی د کابل په څلور لارو کې وځړول شي.
داکتر عبدالله عبدالله ښه معقول ځواب درلود ولې هغه هم دا هسې زموږ د پتمن ځوابولو په خاطر ووایه او ویې ویل چې اوس د انتخاباتو په دروازه ولاړ یو چې انتخابات پای ته ورسیږي بیا به ګورو.
محقق صاحب سره مو وعده وه ولې هغه د وعدې مخکې وتلی و، ښايي له هغې حادثې نه یې تاثر اخیستی وي، چې څو ورځې مخکې د هغه په څنګ کې یوه چاودنه رامنځته کړې وه.
وروسته قانوني صاحب هم هغه جذبه له لاسه ورکړه چې کېدای شي دا تاثر یې د استاد سیاف سره د شوي مشورې له مخې و او یا هم فهیم سره په ملاقات کې اخیستې وي؛ ولې فهیم پخپل ټیم کې تر نورو ژور ښکارېد، فکر نه کوم چې هغه به پکې منفي دریځ نیولی وي.
هغه مهال زموږ لویه غلطي دا وه چې باید موږ پکې مخامخ له مارشال فهیم سره لیدلي وای، ځکه هغه بیا هم د یوه نسبي وسیع افق خاوند و.
که څه هم هغه مهال موږ طالب مشرانو ته وویل چې روان تفاهم د انتخاباتو کامپاین وځنډاوه ولې حقیقت دا دی چې موږ په دې تفاهم درک کړه چې د افغانستان د قضیې په حل کې طالبان تر خپلو مخالفو کابلیانو مخلص او جدي دي.
څلورم؛ له امریکا او بیا په کابل کې له حکومت سره د مذاکراتو او سیاسي حل د پروسې تعقیب
که څه هم دا پکې هغه اصلي ټاپي او هغه څه و چې امریکا او نورو جهتونو پکې د طالب لپاره په قطر کې د دفتر په پرانیستلو موافقه کړې وه.
د اوږد جریان مطالعه ښيي چې امریکا په داسې مهال د طالب لپاره په قطر کې دفتر ومانه چې د کرزي د لس کلن حکومت اکمال یې د بخشش له لاسونو نه شیمه کمه کړې وه او هغوی په کابل کې نه حکومت حکومت کړ او نه دغه حکومت پکې د هغه طالب د حکومت واقعي ځای ناستی شو چې په امنیتي لحاظ تر اوسني حکومت ښه و او د امریکا په اوږو یې د چلولو دغه دروند بار هم نه و.
په وروستي هغه جلسه کې چې په مري کې وشوه او د قطر مخالفت پکې څرګند نه شو، په دغه جلسه کې د امریکا نمائنده ویلي و چې موږ سره د کابل حکومت اصلي طرف دی او نور په بحثونو کې د ناظر حیثیت لرو.
د امریکا له دغه متواضح ناظر رول نه معلومېږي چې د قطر د دفتر نه د امریکا هدف له پيله د افغانستان په قضیه کې د کابل او طالب په منځ کې د سیاسي مخامخ چېړ نه د دواړو خواو هغسې بې وقاره کول دي چې دواړه خواوې پکې خپله د دغسې کردار لپاره جوړ دي.
مثلاً دا چې طالب پکې له کابل سره د مخامخ خبرو نه ځان پرهیز ښيي دا هغه دوامداره بې وقاري ده چې کابل پکې د قطر له منبر نه ځورول کېږي او دا چې کرزي د یوه سپین بیرغ د اوچتېدو خبره هومره غټه کړه چې ګویا هغه د بل او موازي حکومت احتمال او آوازه هم نه شي زغملای، په دې زرګري دریځ یې د طالب سیاسي نشه هغه مهال ماته کړه او په دې ډول طالب پکې بې وقاره شو. داسې امریکا افغاني مشران لکه نااخته کباب د قضیې په یو لاینحل دریځ لاندې باندې کوي.
امریکا غواړي د مذاکراتو لپاره د سپینې اجنډا له لارې په کابل کې دوه طرفه مشران په هغو کلیاتو او جزئیاتو باندې د بحث په لړ کې بې وقاره کړي چې امریکا ته په اوس مهال یوه تسلي ورکوونکي جریان دی.
د قطر د دفتر د پيل نه د طالب او کابل په منځکې سیاسي ناندرې همدغسې روانې دي چې نه پکې طالب خپله خبره پوره وکولای شوه او نه هم پکې کابل د پوره خبرې جرائت پیدا کړ ځکه امریکا د مالي او سیاسي وندنی پرون د کرزي او نن د اشرف غني په غاړه کې دی چې د همدغه وندنی په ذریعه هغوی د یوه حل کوونکي ملي جامع دریځ نه لیرې ساتي.
لکه امریکا او غرب چې د خپلو پيچلو پالیسیو په لړ کې ان د کابل سره د امنیتي تړون لاسلیک وروسته بیا هم په کونړ باندې د پاکستان د توغندیو په شلیک کې ځان بې طرفه ونیوه، داسې په قطر کې طالب ته د یوه ادرس د موافقې وروسته نه یې طالب د تور لیست نه وکيښ او نه یې د قطر د دفتر د پرانیستلو پر مهال د کرزي د بې ځایه عکس العمل مخه ونیوله او داسې قطر د یوه فعال ادرس شیمه پيدا نه کړه.
طیب آغا او ټیم یې د همدغو ټولو موانعو د پورته کولو په خاطر قطر ته ولاړل ترڅو د مخامخ او آزاد تفاهم او مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي.
که پرون اسلام آباد، کابل او سعودي عربستان د قطر له دفتر سره حساسیت نه و ښودلی او د قطر مذاکرات په طبیعي ډول پيل شوي و لا به د اشرف غني له پړاو مخکې دغه کرزي په افغانستان کې د واقعي سولې په راوستلو خپل نیم مخ چې د امنیتي تړون په نه امضا یې ملت ته سپین کړ پاتې نیم به یې هم د سولې په راوستو ملت ته سپین ښودلی وای.
کرزي پرون د یوه جهادي رهبر په یو تلیفون چې پکې یې ویلي و مبارک شه متوازي حکومت او په قطر کې سپین برغ!
که کرزي پرون د دغه مقدس رهبر په خوله او پیغور د یوه ملت سوله او د یو عزیز مجاهد طرف نمائنده ګي زغملی وای نن به یې کشر ورور په همدغه دفتر کې د یو آزاد افغانستان سفارت خلاص کړی وای.
که جهادي رهبرانو ته دا پیغورونه مطرح وای خپله به یې د پنډۍ په مشوروتي شورا کې پر وزارتونو سره نه خوړل!
قطر او پکې د طالبانو د مذاکراتو عزیز ټیم په دغسې یو نیمه خوا اوضاع کې د طالبانو د سیاسي کولو او ملت ته د طالب له خوا د سولې په اړه د ډاډ ورکولو له لارې د کابل د ملي کولو پروسه په مخ نیولې وه ولې هغوی ته د کابل او اسلام آباد قصدي او بې ځایه اندېښنو دا فرصت ورنکړ چې په یوه آزاده فضا او د تفاهم په څو پړاویزه سلسله کې د خپلې سولې پلان پلي کړي، بلکې ډاکتر اشرف غني پکې د خپل تره په ذریعه د تفاهم د نقاطو خلاف لومړی د امنیتي تړون امضا ته په عجله ننووت او بیا یې د افغانستان د سولې پروسې ته د طالب سره د تفاهم پرځای پاکستان ته داسې یو طرفه تکیه وکړه چې نور یې پکې طالب ته ګرانه کړه چې د ۱۴ کلن جنګ او مقاومت وروسته پکې پاکستان خپل وصي وټاکي.
په دې باید د کابل نیمه واکمن مجاهدین پوه شي، د بهرنیو هېوادونو سره مقاومت د ګاونډیانو د هم فکرۍ او ملګرۍ ناممکن کار دی. ولې طالب باید دې ته اړ نه شي چې د جنګ او مقاومت پرته د خپل هېواد داخلي مسائل او سیاستونه د نورو په وساطت حل کړي.
طالبان تر مجاهدینو زیاتې نیمګړتیاوې ښايي ولري ولې طالب پخپل تېر نظام کې د متعهد او رسمي پروتوکول په سطحه هومره د احتیاط نه ډک سوابق لري چې څوک د عملی غلطیو پرته سیاسي لویې غلطۍ نه شي ویلی.
سوله او د ملا صاحب د مرګ خبر:
هغه مهال چې په مري کې د طالب د ځینو باوري مشرانو په حضور غونډه وشوه او قطر هم پکې چوپ شو، په دغسې یوه فضا کې د ملا صاحب محمد عمر د مړني زوړ خبر رابرسېره شو او نه دا چې د سولې ټول جریان پکې د یوه نوي مسیر سره مخامخ شو بلکې طالبان یې د خپل سیاسي پیچلي ژوند په یو تریخ تاریخي موړ ودرول او په دې سلسله د طالبانو سیاسي مبتکر مشر طیب آغا یې پر هغه بیان او استعفا ودراوه چې د یوې خوا پکې طالب نوي پړاو ته ننووت او د بلې خوا پکې د سولې پيل شوې هڅې پکې نورې هم پيچلې شوې.
طالبان چې په یو واحد دریځ او د چوپې خولې په یو پتمن تاریخ کې تر هغه ځایه هم ډاډمن ورسېدل چې د خپل مشر ملا وفات یې پکې په داسې ډول پټ کړای شو چې په نړۍ کې تاریخ نلري، په تېره بیا که هغه په داخل کې مړ شوی وي او دا قضیه د طالب د ابتکار په حدود کې وي.
دا نن طالبان د ملا صاحب د تېر مرګ په بې هنګامه اعلان د خپل تاریخ په حساس موړ کې ولاړ دی او په همدغسې حساس موړ کې د طالبانو سیاسي مشر طیب آغا پکې هغه وکړل او هغه وویل چې نه دا چې د طالب په تاریخ کې یې نوې خبره وکړه بلکې د هغه بیان یو مسیر نقدکوونکی بلکې یو مسیر تصحیح کوونکی بیان هم دی!
طالبان ښکاري چې د یو واحد او د ټولو په خوښه د یو بل امیر په انتخاب کې د جدي ستونزو سره مخامخ نه شي ولې هغه څه چې د طیب آغا بیان او اندېښنې ښيي هغه دا چې خدای مکړه طالبان د پردیو په سیاسي دامونو کې بند نه شي او سوله په خپل پای کې داسې یو نظام رامنځته کړي چې افغان شموله نه وي.
د افغان شموله کلیمه په افغانستان کې خپل ارزښت لري او چې بیا د یوه طالب په خوله باندې هومره جدي مطرح شي معنا یې دا ده چې کابل ته طالبان د یوه نسبي قوي تحول پرته د هغو شکلیاتو په سلسله کې ننوځي چې امریکا او غربي سیکولرانو یې ستراتيژي جوړه کړې او پکې علی الاقل د نظام کته هم بدله نه شي.
د طیب آغا د بیان محوري تاپی
قطرځينې داسې طالبان چاڼ کړل چې ټول ټیم پکې په افغاني غرور او د یو مستقل افغانستان ارمان تر پوښښ لاندې روان وو.
طیب آغا د دغه ټیم سرغنه پکې د خپلې لنډې تجربې او خپلو تنګو شرائطو په لړ کې هومره زده کړل او هومره د زړو تجربو سره متعهد روان و چې یو عادي ملاقات کوونکی یې زما په شان د دې تاثر په متن کې دراوه چې په ځینو طالبانو کې د روادارۍ او ملت پالنې سیاسي تجربه په عروج کې روانه ده.
د طیب آغا بیان په څو محورونو ولاړ دی، چې په هر یوه یې یوه لنډه تبصره لرو:
اول ټاپي استعفاء
په متمدنه نړۍ کې سیاسي جریان په ځینو اړخونو کې ډېر مثبت پرمختګونه کړي دي.
په دې اړه په اوچتو چارواکو کې په ځانګړو شرائطو کې د استعفا رسم او فرهنګ ډېری کرته د جنګ او ګډوډۍ مخه نیسي.
یو څوک چې پخپله وظیفه کې د خپل وجدان مخالف کارول کېږي یا په داسې یوه بدلون کې د نوي اوضاع او اجراءاتو په وړاندې درول کېږي چې د هغه قناعت پکې تر پنځوسو سلنو کم وي او یا هم یوې داسې لویې اشتباه مرتکب شي چې عامه ذهنیت کې هغه طبیعي محکوم وي په دې ټولو حالاتو کې په متمدنه نړۍ کې لوړ پوړي مهذب چارواکی خپله استعفا وړاندې کوي او یا په ډله ییز ډول حکومتونه یوه نوي جریان ته ننوځي.
په جاپان کې د یوه پله په ړنګېدو یوه وزیر خپله استعفا وړاندې کړه او په کابل کې نجیب د یوې لسیزې جنګ وروسته د هغه ملي مصالحې سیاست ته ننووت چې تر هر چا پکې هغه مخکې قرباني شو.
ماته چا وویل چې نجیب د ملګرو ملتونو په دفتر کې ویلي و چې که د استاد رباني په شان مې د دوو ناحیو په حکومت ګذاره کولای، ما به خپل حکومت ته زما تر لمسي پورې دوام ورکړی و.
طیب آغا په دې اوږده پړاو کې اولنی طالب دی چې د یوه جدي اعتراض په بدل کې یې د خپلې اوچتې دندې نه استعفا وړاندې کړه.
انسانان خپل تشخص او شخصیت یواځې د وظیفې او مقام نه، نه پوره کوي؛ دا د کمزوو شخصیتونو خاوندان دي چې خپل هر څه په مقام او وظیفه کې ارزوي.
د همدې ځایه د مسؤلیت ژور احساس کله کله باشخصیته مراجع پر هغه استعفا ودروي چې د هغې پرته مجبور وي چې د خپل وجدان په خلاف اجراءات او وظائف اجراء کړي.
د طالبانو په نظام کې د دغسې لویې وظیفې نه استعفا او خپل اعتراض ته د اهمیت په خاطر د طیب آغا استعفا هغه کارنامه ده چې افغاني نور مشران پکې کله کله د ټیټو سترګو په کار کې هم ګذاره کوي.
د طیب آغا له استعفا نه باید د کابل د سولې شورا ډالري معاش خواره ډېر څه زده کړي.
دویم ټاپي
په پاکستان کې د امیر انتخاب
که څه هم د امیر د انتخاب ترڅنګ طیب آغا د امیر المومنین د وفات د خبر په پټ ساتلو هم قوي اعتراض لري ولې که امیر په داخل کې مړی شوی وي او د طالبانو یو ګروپ دغه خبر پټ ساتلی وي دا پکې د یوه مصلحت خبره ده چې باید هم د اضطراري مراتبو له مخې پکې څوک ونه پارېږي.
که څه هم د جغرافیې نه د وتلو او یا پکې د نارامه ډلو رسم دی چې هغوی په ملي قضایاو کې د حامي حکومتونو په کوربه توب کې هم واوسیږي او هم خپل تشکیلات جوړ او بدل کړي دا د اضطراري شرائطو طبیعي جریان دی.
پرون په هند کې د پرنګیانو په حضور کې د هند مبارزینو په کابل کې د ورېښمو دسمال حکومت جوړ کړ او په همدغه وران شور بازار کې یې دفتر و.
همداسې دې ته ورته همکاري د همدغه امریکا سره پروني فرانسې کړې ده او خمیني خپل انقلاب له فرانسې نه رهبري کړ، دا ټول مسائل همدغسې سوابق لري او کله کله لوی تحولات د همدغسې لارو راځي. موږ پرون په پاکستان کې د بدې ورځې اوسیدو او هلته مو دفترونه او تشکیلات وو.
ولې دا چې طیب آغا په دې اړه هومره حساس شو چې په پاکستان کې یې د طالبانو د نوي امیر انتخاب د اعتراض او خپلې استعفا وړ وګاڼه دا نو د دغه عزیز طالب هغه سیاسي تقوا ده چې باید هم په ملت کې په ژوندۍ جذبه تقدیر شي.
طیب آغا په دې اړه د داسې سیاسي سوابقو او بګنونکیو تجربو له متن نه الهام اخیستی چې د هغه لنډ بیان زموږ د معاصر تاریخ هغه ټول کچه موړونه په نښه کړي چې د هغه د استدلال او مفکورې لپاره یې قوي منطق جوړوي.
طیب آغا په دې سلسله کې د خلق او پرچم په منځ کې د شوروي د مداخلې له بدې نمونې نه پیل کړې چې ببرک پکې د پردي ټانګ پر سر خپل هېواد ته راغی ولې نه دا چې هغه پکې ناکام شو هغه لوی شوروي هم پکې پر ماته ودرېده.
همداسې هغه د مجاهدینو د زعامت او حکومت د مشرتابه هغه انتخاب هم تر نیوکې لاندې نیولي چې هغوی د نیمه آزاد هېواد په غېږ کې د انتخاب پر ځای په پاکستان کې زعامت انتخاب کړ.
طیب آغا دا سلسله د بن او بیا د طالبانو د وروستي تصمیم پورې ټول پړاو تر نقد لاندې نیولی او په دې اړه هغه ډېر او ژور استدلال پر هغو بدو پایلو کوي چې د دغو غونډو په سلسله کې په افغانستان کې د مزیدو جګړو او مزیدو ګډوډیو باعث شوي.
دا چې افغانستان په اضطراري شرائطو کې واقع دی، کله ناکله پکې سیاسي جهتونه مجبور شوي چې په ګاونډي پاکستان یا په لیري المان کې غونډه جوړه کړي. دا خبره پخپله سادګۍ کې یو طبیعي اقدام دی ولې دا چې دې او دغسې اقدامونو افغانستان پړاو په پړاو او هر ځل د بل ځل په نسبت په یوه بده اوضاع کې واقع کړ او د ملت د ارادې او آزاد انتخاب پرته پکې زعامت راغی، دا پکې هغه څه دي چې انسان باید په دې اړه د طیب آغا ملاحظه یوه نوي او مناسب دریځ ته ودروي.
د ببرک قضیه په دې هېواد کې د سیاسي سپيتانو د سر قضیه وه پر هغه ډېر ویل نه دي په کار ولې د پاکستان او المان په رابطه باید دا ووایو چې کاشکې په پاکستان کې د لومړنۍ شوې غونډې مخکې په یوه کمیسون موافقه شوی وای او د نجیب د متفاهمې سلسلې نه په استفاده د زعامت د انتخاب خبره کابل ته انتقال شوې وه او کیدای شول چې ډېری پکې د دغو اشتباوو مخنیوی شوی و.
همداسې د پاکستان په دویمه غونډه کې هم هومره احتیاط شوی وای چې د موقت زعامت خبره کمیسون ته پاتې شوې وه او د داسې امیر خبره په یو ولایت کې د مختصرې غونډې په لړ کې فیصله شوې وه.
دا د مثال په توګه موږ وویل، کېدای شي د یادې طریقې پرته په نورو طریقو باندې عمل شوی وای.
هر څه د بُن غونډه شوه، هغه بنیاداً پردیو جوړه کړې وه او افغانان پکې د هوټل د میلمنو په شان میلمانه وو او هلته هر څه د بهرنیو او بهرنیو سفارتي مراجعو له خوا تنظیم شول، افغانانو پکې هغه انګلیسي متن فارسي ته واړاوه.
د بُن غونډه چې طالب او حزب اسلامي پکې غائب و بلکې نیم افغانستان پکې غائب و د هغې پایلې د هغه ګندمک پایلو ته ورته رغلې چې نن پکې د امریکا د ۱۵ کلن حضور نتیجه هغه دوه سری حکومت دی چې په هره وړه او لویه قضیه کې پریکړې د هغې ویټو په ګرو کی دی چې امریکا ورته زمینه برابره کړې وه.
که څه هم په ځینو ډلو او اشخاصو باندې کیدای شي د طیب آغا دغه نیوکه ترخه ولګېږي او فکر وکړي چې هغه په دې اړه د واقعیتونو نه لیرې یوه ایډیال او خیالي خبره کړې ده ولې حقیقت دا دی چې طیب آغا د یوه داسې درنې تجربې له تل نه پکې دا منطق اخیستی چې کېدای شي دویم نسل یې نیوکه په صحیح طریقه وارزولای شي او هغوی پکې د افغاني مشرانو په سیاست کې د عجلو او عاجلو پریکړو ډېر څه په ښه منطق راوڅپړي.
حقیقت دا دی چې د وطن غېږ په خپل ځان اکثریتې محترمې پرګنۍ لري او د وطن په داخل کې سیاسي قضا د یوه جامع حل لپاره ډېره مناسبه وي او له دې پرته د دغسې حلونو لپاره چې په بهر کې وشول اصلاً طبیعي فضا نه شي برابریدای.
درېیم ټاپي
په عادي صف کې عادي ژوند
طیب آغا په خپل بیان کې ویلي دي چې له زړې دندې نه د استعفا وروسته هغه د طالبانو عادي صف ته ورګرځي او عادي ژوند به ولري او د بیانونو له ورکولو به ډډه وکړي او د طالبانو د ټولو خواو سره به یې دوستي او روابط عادي وي.
طیب آغا په دویمه نیوکه کې د افغاني غرور ډېر څه هغسې تمثیل کړي و چې د افغانستان څلویښت کلن مسیر یې تر نیوکو لاندې ونیوه او هغه یې تصحیح کړ.
په دریم ټاپي کې د یوه اصیل افغان هغه تواضع یې تمثیل کړه چې د رقابتونو او سیاسي جنجالونو د پارولو په ځای یې خپل دویم ځای د طالبانو عادي صف انتخاب کړ.
په دې معنا چې هغه د نورو په شان نه غواړي چې د څرب ځایونو د پيدا کولو پسې خپل سیاسي شهرت وسیله کړي او د خپل سیاسي مشن پرونی تاریخ له سوال سره مخامخ کړي.
په سیاسي ژوند کې پاک او صاف دریځ ملتونو ته الګو زعامتونه او انسانان په ګوته کوي. مشرانو ته د خپلو پرونیو شعارونو او دریځونو خلاف عمل او سلوک ډېر کمکی کونکی دی او چې کله هم څوک پکې جبراً واقع شي هغوی ته کم له کمه په کار دی چې خپل ځای تش کړي او چې چا خپل ځای تش کړ هغوی ته په کار دي چې د بل او مناسب کردار لپاره د انتظار او مناسبو چانسونو پړاو پورې له زغم نه کار واخلي.
موږ هیله کوو چې طیب آغا پخپل صف کې همداسې او سیاسي مناسب حل او د سولې په جهت کې مصروف شي او د عادي ژوند له تل نه د یوه بل او مناسب فرصت لپاره تر دې ژور سوچ وکړي او تر دې ښه کردار ته ځان تیار کړي.
څلورم ټاپي
د طالبانو او پرګنو له قربانیو نه د پردیو د ګټو د اخیستو مخنیوی:
طیب آغا هغه چې خپله لیدلي او خپله یې په ثقه روایاتو اوریدلي دي هغه له همدغو له تل نه په قطر کې ځان د هغه طیب آغا درجې ته پورته کړ چې د افغانستان په باب یې د یوې عملي پریکړې د شرائطو د برابرولو لپاره قطر انتخاب کړ.
اضطراري اوضاع او د طالبانو تنګو شرائطو هغه د یوې داسې بېړنۍ طرحې او پریکړې امکان ورنکړ چې هغه پکې د سولې په اړه د خپل وروستي ارمان ژوندۍ تابلو وکاږي.
طیب آغا په یوه ملي اجنډا کې طالب د هغه سیاسي حل لپاره د ځان پسې راښکه چې افغانان پکې د روان بدغوني تقسیم نه هغه وحدت ته ورسوي چې د دوی د هېواد هر څه پورې تړلي دي.
بیا هم زموږ وروستۍ خبره دا ده چې په دې اړه زموږ تفصیلي مقاله په دې موخه ده چې موږ باید هغه غټان او مشران وهڅوو چې یوازې د جنګ او دښمنۍ لپاره مصروف نه شي او هغه ځوانان او کشران ونازوو چې د یوه هېواد او ملت د واقعي ژغورلو لپاره نوې او بې غرضه سوچ او عمل کوي.
په یو هېواد کې د انساني فطرت او تاریخ په سلسله کې داسې پړاونه ډېر تکرار راځي چې د قدرت په سیالۍ کې له ځینو د خپلو ملتونو سره هغه جفاوې او مظالم وشي چې د بدیل جریان په راتلو او یا د جنګي حالات په ادامه کې ډېرو ته ستوغه وي چې هغوی ته عفوه وکړي او یا روان جنګ او ګډوډۍ پکې پر یوه سوله ودروي.
په معاصره نړۍ کې لکه څنګه چې د وحشت عنوان یې بې ساری دی، همداسې په دې نړۍ کې د ګذشت او یو د بل زغملو نمونې هم بې ساری دی.
زموږ په هېواد کې د نمونې په توګه د امریکا سره او د امریکا د بیرغ لاندې هماغه انګلستان روان دی چې یو مهال امریکا ورسره د خپلې آزادۍ اوږده جګړه کړې وه.
په همدې اېتلاف کې هماغه جاپان ځای لري چې لا یې د اتوم ځپلو سیمو بوټي پوره نه دي زرغون شوي.
په همدې اېتلاف کې د هماغه جرمني لښکرې دي چې د نړېوالې دویمې جګړې دښمنان یې د جنګ مشران دي او د هغه افغانستان پر ضد ورسره جنګېږي چې د المان د ماتې په مهال یې الماني ډپلوماتان دښمنانو ته نه سپارل.
بلکې په همدې اېتلاف کې د اروپا ټول مخکښ او سره دښمن هېوادونه د خپلو زړو دښمنیو سره متحد ولاړ دي او دا پکې د ننۍ متمدنې نړۍ د ځواکمن راز دی.
زموږ سیاسي مشران له دې نږدې تجربو نه ولې د خپل ملي وحدت په اړه څه نه شي اخیستلای؟
زموږ هېواد نږدې نیمه پيړۍ ده چې د خپلو بچیانو د جفاوو په اور کې سوزي او هغوی پکې د مقابل او خپل ورور ځپلو ته کله د شوروي لښکرې راغواړي او کله د امریکا په مشرۍ د هغه لوی اېتلاف لښکرې چې تشکیلات یې موږ مخکې معرفي کړل.
موږ او زموږ مشران که په بزرګوارۍ او زغم دا جګړه ونه دروي او د سولې تریخ پړاو او پکې د پرون جفاکاره هېوادوال ونه زغمي نو جنګ به ځکه دوام کوي چې د بهرنۍ نړۍ او زموږ ځینې ګاونډيان پکې ګټې لري.
په دې رابطه له هر چا نه طالب مشرانو ته سوچ او تدبیر په کار دی او په دې جنګ کې او په کومه طریقه چې روان دی د علم او علماو تاریخي لوړ مقام ته پکې لویې صدمې رسیږي او هغوی باید واقعاً د دې ملت د ژغورلو په فکر کې واوسي، نه د جنګولو په سوچ کې. جنګ هومره چې ضرور و د هغه نه زیات وشو اوس د دې وخت راغلی چې افغانان پخپلو کې خپل پروني دښمنان وزغمي او دا ترخه سلسله ختمه کړي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.