د پاکستان پر وړاندې د نوي لید اړتیا

Create: 08/12/2015 - 15:04

د افغان ولسمشر وروستيو څرګندونو پر وړاندې د پاکستان غبرګون نرم؛ خو بېړنی و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اشرف غني له څرګندونو وروسته د خبرپاڼې په خپرولو سره پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی، په افغانستان کې یې وروستي بریدونه غندلي او له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې یې خپله ژمنه تکرار کړې ده.
د افغانستان، سیمه او آن د پاکستان اوسېدونکي، د پاکستان له دوه‌ګوني حکومت څخه کړېږي. د تېرو ۶۸ کلونو په اوږدو چې پاکستان تاسیس شوی د دغه هېواد اصلي واکمن پوځ و. د همدې مودې په لړ کې یوازې د یوې دورې لپاره ملکي حکومت وتوانېد خپله قانوني دوره پوره کړي. پر دې سربېره چې اوس په پاکستان کې ملکي حکومت موجود او ظاهرا واکمن دی؛ خو لا هم پوځ او پوځي استخبارات (آی اس آي) د دغه هېواد اصلي واکداران دي، له همدې امله به وي، چې ولسمشر غني دغه هېواد ته د خپل لومړني سفر په ترڅ کې له پوځي چارواکو سره لیدنه وکړه او د لوی درستیز راحیل شریف ژمنې یې ترلاسه کړې.
باور دا دی، چې پاکستاني پوځیان لا هم د سړې جګړې پېر په شان افغانستان ته د ستراتېژيک عمق له عینکو ګوري. د دغه لید پر بنسټ افغانستان باید د پاکستان تر کنټرول لاندې وي یا لږ تر لږه د بهرني سیاست په برخه کې د اسلام آباد غوښتنې په پام کې ونیسي. دا هغه څه دي، چې هېڅ یو خپلواک هېواد یې نه‌شي منلی. د پاکستاني پوځیانو همدا لید د دې لامل شوی، چې له افغان حکومت سره د ټولو ژمنو سربېره بیا هم د وسله‌والو مخالفینو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د پاکستاني غوښتنې:
اوسنیو شرایطو ته په کتو سره پاکستان دوه اساسي غوښتنې درلودای شي: د نفوذ پراختیا او د هند د نفوذ کمول. د پاکستان په اړه دا باور موجود دی، چې دغه هېواد غواړي د افغانستان په ګوټ ګوټ کې نفوذ ولري. وسله‌وال طالبان، کورنۍ جګړې او له هغې وړاندې د شوروي ځواکونو پر وړاندې جهاد تر ډېره بریده دغه نفوذ ته زمینه برابره کړې او د رپوټونو له‌مخې پاکستان په افغانستان کې نفوذ لري، چې اوس‌مهال افغان حکومت په نظام خصوصا په دولت کې د پاکستان نفوذي کسانو مخنیوي په موخه هڅې پیل کړي دي. خو پاکستان پر دغه نفوذ بسنه نه کوي؛ بلکې د دې غوښتونکی دی، چې د افغانستان ډېرې چارې د دوی په غوښتنه مخته لاړې شي.
له‌ دې ورهاخوا دغه هېواد د هند د نفوذ کمولو په لټه کې دی. د تېرو کلونو په اوږدو کې هند له افغانستان سره له دوو میلیارډو ډالرو زیاته مرسته کړې ده. واضح ده، چې دغه مرستې د ښو اړیکو پایله وه. مرستو او ښو اړیکو له یوې خوا تر یوه بریده د هند نفوذ او له بلې خوا د هند پر وړاندې خوشبینۍ زیاتې کړې دي. پاکستان د دغو خوشبینو او نفوذ له منځه وړل غواړي؛ خو د هند په پرتله د اسلام آباد چلند ۱۸۰ درجې توپیر لري. هند د مرستو له لارې د خلکو پر زړونو راج چلول غواړي او پاکستان د ورانکاره فعالیتونو، بریدونو او نادودو له لارې د نفوذ پراخوالی غواړي. په دې لړ کې له شپېګل سره د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف او له الجزیره سره د آی اس آی د پخواني مشر اسد دراني څرګندونې د یوې مرجع په توګه کارېدای شي. دواړو ټينګار کړی، چې طالبان یې د هند نفوذ کمولو او په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ پراخولو او ګټو خوندي کولو په موخه رامنځته کړي، روزلي او کارولي یې دي. دغه لړۍ اوس هم دوام لري.
د افغانستان او پاکستان د اړیکو لرلید:
اشرف غني د دوشنبې ورځې په خبري غونډه کې وویل، چې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) به افغان پلاوی پاکستان ته سفر ولري. د دغه سفر موخه د پاکستان دریځ په ډاګه کول ښودل شوي، چې د ولسمشر په وینا، دغه ورځ راتلونکو لسیزو لپاره د دواړو هېوادونو اړیکو په برخه کې خورا ارزښت لري. اټکل دا دی چې افغان حکومت تمه لري پاکستان خپل دریځ په ډاګه کړي: له افغان دولت سره درېږي که له وسله‌والو مخالفینو سره؟ خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې ورځې خبرپاڼې ته په کتو سره ویل کېدای شي، چې پاکستان به یوځل بیا د تېرو ۱۳ کلونو ژمنې تکرار کړي. پاکستان به له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار وکړي او په دې لار کې له خپلو قربانیو(!) څخه به یادونه وکړي. د دغه هېواد چارواکي به یو ځل بیا ووايي، چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن دی. همداراز د سولې پر خبرو به هم ټینګار وکړي.
اما په پاکستان کې د پوځ واکمنۍ، د افغانستان په اړه د پوځیانو لید او له نورو هېوادونو (په ځانګړي توګه هند) سره د افغانستان اړیکو په پام کې نیولو سره، شونې نه ایسي، چې دغه هېواد دې خپل دریځ بدل او په رښتیني توګه له افغانستان سره همکاري وکړي. پاکستاني چارواکي (مشخصا پوځيان) نه‌شي کولای په آسانۍ سره د افغانستان پر وړاندې خپل لید بدل کړي. د لیدلوري نه بدلول د افغان دولت وسله‌والو مخالفینو په ملاتړ تمامېږي؛ ځکه اوس یوازې وسله‌وال مخالفین (طالبان) دي، چې د پاکستان تر کنټرول او تصرف لاندې دي او په افغانستان کې د دوی ګټې خوندي کوي.
که افغان حکومت یوځل بیا د پاکستان پر ژمنو تېر وځي؛ له یوې خوا وسله‌والو طالبانو ته دا زمینه برابرېږي، څو خپل فعالیت ته پراختیا ورکړي او له بلې خوا په کور دننه د حکومت پر وړاندې مخالفتونه زیاتېدونکي برېښي.
باور دا دی که افغان دولت وشي کړی د پنجشنبې ورځې په لیدنه کې له پاکستان څخه عملي تضمین ترلاسه کړي، شونې ده چې تر یوه بریده حالات بدلون ومومي. له‌ دې پرته به پاکستان ظاهرا ژمنې کوي؛ خو په عمل کې به خپلې پخوانۍ پالېسۍ تعقیبوي. دغه پالېسې پر ورانکارو فعالیتونو، له وسله‌والو مخالفینو ملاتړ او په افغانستان کې د پاکستان د نفوذ پر زیاتېدو راڅرخي.
څه باید وشي؟
د افغان حکومت پرمخ دوه لارې پرانیستي دي: له پاکستان سره د اړیکو دوام او پر دغو اړیکو بیاکتنه. افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي، له دې پرته چې دواړه ګاونډیان په خپلو سره جوړ شي بله لار نشته. دغه جوړجاړی باید د ملي ګټو پر بنسټ وي. افغان حکومت په دې باور دی چې د وروستیو بریدونو تر شا د پاکستان لاس دی، لږ تر لږه وسله‌‌وال مخالفین د پاکستان تر ولکې لاندې سیمو او د دغه هېواد په خاوره کې ژوند کوي. واضح ده چې له حکومت سره به په دې اړه کره اسناد او شواهد هم موجود دي. اړتیا دا ده، څو دغه اسناد په لومړي ګام کې پاکستان ته وسپارل شي، چې شونې ده د پنجشنبې په ورځ دغه کار وشي. د پاکستان د انکار په صورت کې افغان حکومت کولای شي، چې نړيوالو مراجعو ته دغه اسناد وسپاري او د خپل حق غوښتنه وکړي.
له نړيوالو مراجعو سربېره حکومت کولای شي، خپلو نړيوالو متحدینو ته د دغو اسنادو په سپارلو سره له دوی غوښتنه وکړي، چې پر پاکستان فشار راوړي. تر یوه بریده امریکا شین څراغ ښودلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان او پاکستان باید په ګډه له ترهګرۍ، افراطیت او تاوتریخوالي خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. باور دا دی چې دغه مبارزه باید په حقایقو ولاړه وي. داسې نه شي کېدای چې افغانستان د ترهګرۍ ښکار و اوسي او پاکستان د ترهګرۍ تمویل ملاتړ کوونکی. له همدې امله اړتیا دا ده، څو د امریکا په ګډون لوېدیځ هېوادونه پر پاکستان فشارونه زیات کړي.
له دې پرته دویمه لاره غوره کېدونکې برېښي او هغه له پاکستان سره پر اړیکو بیا کتنه، چې شونې ده پاکستان ته ګرانه تمامه شي.
يادونه:دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.