د شاه‌ شهید پېښې تر شا

Create: 08/10/2015 - 11:37

د میرویس جواد  ليکنه
په کابل کې د جمعې د شپې برید بې‌ساری بلل شوی دی. په دغه برید کې ۱۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي. له دغه برید سربېره د پولیسو پر اکاډمۍ د برید له امله ۲۵ تنه محصلین شهیدان شوي او همدومره نور ټپيان شوي دي.
د تېرو کلونو په اوږدو کې تر ټولو خونړي بریدونه د طالبانو له‌خوا شوي او د طالبانو نیمه خپلواکې ډلې (حقاني شبکه) د ډېرو داشان بریدونو مسوولیت منلی دی. خو په هغو بریدونو کې چې تلفات یې ملکي کسان وو، هېڅ یوې ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی. یو شمېر کتوونکي په‌دې باور دي، چې وسله‌وال طالبان د ځان پر وړاندې د کرکې له زیات‌والي مخنیوي په موخه معمولا د هغو بریدونو مسوولیت پر غاړه نه‌ اخلي، چې اصلي تلفات یې ملکي وګړي وي. د تېرو کلونو تجربو ته په کتو سره دا ویل کېدای شي، چې د جمعې د شپې برید تر شا د وسله‌والو طالبانو لاس دی. طالبان په دا شان بریدونو سره مشخص اهداف تعقیبوي، چې ځینې هغه یې په لاندې توګه شمېرل کېدای شي:
لومړی، د ملا محمدعمر د مړینې خبر له خپرېدو سره جوخت اخترمحمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو. دغې ټاکنې منفي پایلې له ځانه سره درلودې او د طالبانو ترمنځ د درز په راپیدا کېدو تمامه شوه. د طالبانو په شل کلن تاریخ کې په بې‌ساري توګه د مخالفتونو او وېشنو غږونه راپورته شول. د ملاعمر د کورنۍ د غړیو (د ملاعمر زوی، ملایعقوب او د ملاعمر ورور، ملا عبدالمنان) په ګډون یو شمېر مخکښو طالبانو او د کويټې شورا غړیو د اخترمحمد منصور له ټاکنې سره خپل مخالفت وکړ. دغه مخالفت د دې لامل شو، څو له یوې خوا د یادې ډلې پر وړاندې د خلکو کرکه زیاته شي او له بلې خوا طالبان د قدرت له تشې او انشعاب سره مخ شي، چې په‌دې لړ کې د قطر دفتر له مشرۍ څخه د طیب‌آغا استعفا د یادونې وړ ده.
سربېره پر دې، چې طالبان له دننني فشار سره مخ شول، د رسنیو له جدي فشار سره هم مخ شول، چې له‌دغو فشارونو څخه د تېښتې په موخه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له خپلو ټولو خواخوږو او پلویانو غوښتنه وکړه، څو د طالبانو د پیغامونو خپرولو په موخه دې له‌دوی سره مرسته وکړي. په‌دغې خبرپاڼه کې د پراخو تبلیغاتو لپاره بېلابېلې لارې ښودل شوې وې؛ خو تر ډېره بریده دغه تبلیغات کافي نه ایسي.
بل لور ته د طالبانو لپاره ښه تبلیغاتي سرچینه، چې تر ډېره بریده ظاهرا د دوی توان په ډاګه کوي، خونړي بریدونه دي. د خونړیو بریدونو په پایله کې ده، چې طالبان کولای شي د رسنیو پام ځان ته راواړوي. دې ته په پام سره چې د جمعې شپې برید د تېرو کلونو په اوږدو کې بې‌ساری بلل شوی؛ د طالبانو لپاره ښه تبلیغاتي سرچینه بلل کېدای شي، چې دغې ډلې یوځل بیا خپله وېره خپره کړه.
دویم، د طالبانو مشرۍ پر سر د رامنځته شویو ستونزو له امله دا مسله هم مطرح شوه، چې اوس‌مهال طالبان مخ په ځوړ روان دي او نه‌شي کولای د پخوا په څېر پیاوړي و اوسي. دغه چاره د جګړې په ډګر کې څرګنده ده. د ملاعمر د مړینې خبر له خپرېدو سره جوخت د جګړې پر لیکې د طالبانو فعالیت په نشت حساب دی. وسله‌والو طالبانو د تېرې یوې نیمې اوونۍ په اوږدو کې تر ډېره د سیمه‌ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه کړي، چې د تلفاتو له اړخه کمزوري بلل شوي. خو برعکس د تېرې یوې نیمې اوونۍ په اوږدو کې طالبانو ته درانه ځاني او مالي زیانونونه اوښتي دي. یوازې په درېیو ورځو (سه‌شنبه، چهارشنبه او پنج‌شنبه، د زمري له ۱۳مې تر ۱۵) د طالبانو ۳۰۰ جنګیالي وژل شوي دي. بل لور ته هغه بهرني؛ په ځانګړي توګه ازبک او تاجک جنګیالي، چې د طالبانو تر قیادت لاندې يې فعالیت کاوه اوس‌مهال یې خپله لاره جلا کړې او په خپلواکه توګه جګړو ته دوام ورکوي. طالبان د دې لپاره چې له یوې خوا افغان حکومت او له بلې خوا مرورو طالبانو ته یې پيغام ورکړی وي، چې لا هم پياوړي دي او کولای شي تر ټولو زیات خونړي بریدونه د کابل په زړه کې تر سره کړي؛ پر دا شان برید یې لاس پورې کړی دی.
درېیم، د جولای په ۷مه د اسلام‌اباد په مري کې د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د دې لامل شوې، چې د جګړې پر ډګر منفي اغېز وکړي او زیات شمېر طالب جنګیالي له جګړې څخه لاس پر سر شي. د افغان مرکچیانو په وینا، د مري په خبرو کې ګډون کوونکو طالبانو د اخترمحمد منصور په لاسلیک سره راغلي وو. هغه مهال اخترمحمد منصور د ملا محمدعمر مرستیال په توګه دنده تر سره کوله؛ خو کله چې نوموړی د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو؛ د طالبانو ترمنځ د سولې په برخه کې اندېښنې لا زیاتې شوې. لامل یې د طالب جنګیالیو بې‌برخلیکه پاتې کېدل او راتلونکې وه. له همدې امله وه، چې اخترمحمد منصور د طالبانو د مشر په توګه له ټاکل کېدو څخه وروسته په‌خپل لومړني غږیز پیغام کې د جګړې پر دوام ټينګار وکړ، څو له یوې خوا طالب جنګیالي جګړو ته دوام ورکړي او له بلې خوا طالب مشران پرې راټول شي. یوازې غږیز پيغام نه‌شوی کولای، چې د نوموړي ادعا ثابته کړي. د دې لپاره چې طالبان توانېدلي و اوسي د خپل مشر ادعا ثابته او پر یوه ټغر د ټولو طالبانو د راټولو هڅه وکړي، نو اړتیا دا وه، چې عمل ته راودانګي او د ورانکاره فعالیتونو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.
څلورم، تر دې‌ځایه طالبان خپلو اهدافو ته رسېدلي، کېدای شي د کابل وروستي بریدونه تر یوه حده د طالبانو له انشعاب څخه مخنیوی وکړي؛ خو مهمه دا ده چې افغان حکومت څه کوي؟ باور دا دی چې اوس‌مهال افغان حکومت ته ښه زمینه په لاس ورغلې ده. له یوې خوا د سولې خبرې په ټپه درېدلي او له بلې خوا طالبانو د خونړیو بریدونو په تر سره کولو غواړي، خپلو موخو ته ورسېږي. په دې لړ کې افغان حکومت کولای شي له یوې خوا په پوځي ډګر کې پر طالبانو فشار زیات کړي او له بلې خوا د وروستیو پېښو له څېړنو څخه وروسته، ترلاسه شوي اسناد او شواهد نړیوالو مراجعو ته وړاندې کړي. په‌دغه برید کې د پاکستان د لاس‌ لرلو مسله هم مطرح ده، چې د لاسوندونو له ترلاسه کولو وروسته د نړيوالو اورګانونو له لارې هم پر پاکستان او هم پر طالبانو فشار راتلای شي.
يادونه : دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي