احمدي: سوله ژوند دی، ژوند خدايي نعمت دی او افغانان ژوند ته اړتیا لري

Create: 08/04/2020 - 11:31

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): شاعر او لیکوال ګل اغا احمدي وردګ چي کلونه یې د سولې لپاره قلمي مبارزه کړې، وایي، افغانان په خپلو "ستړو دعاګانو" کې له خدای څخه سوله غواړي او دی هیله لري چې الله (ج) یې دغه دعا قبوله کړي. 

ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګوربت د تاریخي غره په لمن کې پروت د "ګلدرې د لیګي باباخېلو" کلي کې زېږېدلی او اوس له خپلې کورنۍ سره کابل کې اوسېږي.

رحماني: ادبیات کولی شي د سولې او پخلاینې ملي روحیه پیاوړې کړي

Create: 08/04/2020 - 10:53

کابل( پژواک، د زمري ۱۴مه، ۹۹):ځوان جنګیالی د پولې پر سر کېناست، کلاشینکوف یې پر ډبره تکیه کړ، په ژړغوني غږ یې وویل: "نه پوهېدم، مجبوریت و، کیسه کې خپل نوم او کړنو غوسه کړم، خو بیا مې فکر وکړ چې رښتیا هم زما کارونو ډېر خلک ځورولي دي."

دا له ځوان لیکوال ګل رحمن رحماني سره د هغه د «انتقام» نومي ناول د یوه جنګیالي فرعي کرکټر خبرې دي چې د داستان له خپرېدو یو کال پس له لیکوال سره مخ شوی او دې لیدنې یې د ژوند مسیر بدل کړی، په خپلو کړنو پېښمانه شوی او اوس دوکانداري کوي.

حاجي دين محمد: د افغانستان مسئله له سولې پرته بله حل لار نه لري

Create: 08/03/2015 - 13:21

کابل (پژواک، ١٢ زمری ۹۴): د ولسمشر اشرف غني سلاکار او د سولې د پلاوي غړى حاجي دين محمد وايي، که افغانان خپلې ګټې په خپله تعريف نه کړي او خپلې غوښتنې د همدغو ګټو پر اساس تنظيم نه کړي، نو د سولې پروسه پايله نه ورکوي.
نوموړي پژواک له خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې زياته کړه: "اور زموږ پر کور بل دی او لومړيتوب بايد زموږ ګټې ولري."

قريب الرحمن سعيد: د قطر غونډه کې د موقت حکومت پر جوړښت هم خبرې وشوې

Create: 05/07/2015 - 11:52

کابل (پژواک، ١٧ غويى ٩٤): د افغانستان په اړه د قطر په کنفرانس کې د حزب اسلامي د پلاوي غړى قريب الرحمن سعيد وايي چې په دې غونډه کې د موقت حکومت پر جوړولو هم خبرې وشوې.
د پګواش په نوم د يوې کاناډايۍ موسسې له خوا د روانې اوونۍ په پيل کې په قطر کې د (افغان ډيالوګ) په نوم دوه ورځنۍ کنفرانس جوړ شوى و چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د حزب اسلامي پلاوى او له کابل څخه ٢٠ کسيز پلاوي په کې ګډون  کړى و.

ملالۍ شينوارې: طالبان په سياست کې د ښځو د حضور مخالفت نه کوي

Create: 05/04/2015 - 17:29

کابل (پژواک، ١٤غويى ٩٤): په قطر کې د سولې په اړه دوه ورځني کنفرانس کې طالبانو د ښځو په اړه خپل دريځ روښانه کړى او د غونډې ګډونوالو ته يې اطمينان ورکړى چې په سياست کې د ښځو د حضور مخالف نه دي.
دغه کنفرانس د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د شنبې په ورځ ( د غويي په ١٢مه) په قطر کې پيل شوى و چې په کې د طالبانو د اته کسيز پلاوي تر څنګ د افغانستان ٢٠ کسيز پلاوي هم ګډون کړى و.

مجاهد: د کابينې تر ټاکلو وروسته د سولې پروسه پيلېږي

Create: 04/16/2015 - 09:54

جلال اباد (پژواک،۲۷ وری ۹۴): د سولې عالي شورا سرپرست وايي، د کابينې تر ټاکلو وروسته به د حکومت لومړی کار د سولې لپاره هلې ځلې وي.
د يادې شورا سرپرست مولوي عبدالحکيم مجاهد د وري په ٢٧مه، جلال اباد کې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې ولسمشر د سولې په مسئله کې هغه هېوادونه راښکېل کړي، چې په سيمه کې به د خپلو اقتصادي ګټو لپاره سوله عملي کړي.

محمدخان: په اوسنيو شرايطو کې د سولې عالي شورا بې ګټې ده

Create: 04/11/2015 - 11:03

کابل (پژواک، ٢٢ ورى ٩٤): د اجرائيه رياست لومړى مرستيال وايي، په اوسني حالت کې د سولې عالي شورا نه شتون ګټور دى.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال انجنير محمدخان دغه څرګندونې د وري په ٢٢مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه  چې د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېد وروسته د سولې عالي شورا هېڅ ډول کار نه دى  کړى.
نوموړي وويل چې د سولې په روانو هلو ځلو کې هم د سولې شورا نه ده پوښتل شوې او نه هم هغوى له روانو جرياناتو خبر دي.

اغاجان معتصم: د سولې له رامنځته شوي فرصته دې ګټه واخيستل شي

Create: 03/30/2015 - 13:51

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د طالبانو د واکمنۍ پخوانى وزير ملا اغاجان معتصم وايي، په افغانستان کې د سولې او امنيت د ټينګښت په موخه د سولې له هر ډول حرکت څخه ملاتړ کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د افغانستان حکومت او وسله وال طالبان دې له نسبي رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي او له يو بل سره دې خبرو ته کېني؛ ځکه چې جنګ د حل لاره نه ده.
دى د سولې له بهير څخه د ملاتړ څرګندولو تر څنګ وايي: "هېواد مو د اور په لمبو کې سوځېږي، بايد په ګډه د دغه اور وژلو ته مټې را بډ وهو."