د غور د دوو قومونو د شخړې له هواري سره د کابل-غور لاره امنه شوې

Create: 08/11/2015 - 13:21

فېروزکوه (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ د شخړې هوارېدل د دې لامل شوى څو په  یاده  ولسوالۍ کې د کابل- غور  پر لويه لار امنيت ټينګ شي.
د غور ولایت اوسېدونکي  وايي چې د حکومت له خوا د سولې وړاندې شوې طرحه چې په پایله  کې  یې  د دوو قومونو تر منځ   له کلونو راهيسې  روانې شخړې او خپلمنځي اختلافات ختم شول، تر ټولو غوره طرحه وه چې د شخړو او جګړو په راکمولو کې اغېزناکه واقع شوه.

د کاپیسا په کوهبند کې يوه پخوانۍ لويه دښمني پر دوستي بدله شوه

Create: 08/09/2015 - 10:17

محمودراقي (پژواک، ۱۵ زمری ۱۳۹۴): د کاپيسا امنيه قوماندان وايي چې د دغه ولايت په کوهبند ولسوالۍ کې يې د دوو پخواني قوماندانانو تر منځ هغه پخوانۍ دښمني په دوستۍ واړوله چې په ترڅ کې يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د کاپیسا د ختيځې ولسوالۍ (کوهبند) د دُرنامې په سیمه کې چې نږدې پنځوس کلنه دښمني د دوو کورنیو تر منځ موجوده وه، د کاپیسا د مشرانو او د اوسني امنیه قوماندان په هڅو په دوستۍ بدله شوه.
په داسې حال کې چې د دوی د نښتو په ترڅ کې تر دې دمه نږدې ٦٠ کسان وژل شوي دي او د سیمې لسګونو تنو ته هم د دوی د خپل منځي جګړو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

په باميانو کې د شخړو له هوارېدو سره نا امنۍ کمې شوې

Create: 08/06/2015 - 09:32

باميان (پژواک، ١٢ زمرى ٩٤): په باميانو کې د شخړو حل کمېټې مسوولين په دغه ولايت کې د لسګونو قضيو د هوارولو چې ډېرې يې سياسي، ګوندي، ملکيتي، کورنۍ، ټولنيزې او حقوقي دي او د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوې دي، خبر ورکوي.
د ولايتي شورا په چوکاټ د شخړو هوارولو، د سولې عالي شورا او مدني بنسټونو په اډانه کې د شخړو حل کمېټې رامنځته شوې دي او په باميان کې د مېشتو قومونو تر منځ فعاليت کوي.
د خلکو د پوهاوي کچې لوړېدل او د شخړو په هوارولو کې د هغوى ګډون، هغه اصلي لاملونه دي چې دولتي او د مدني ټولنو مسوولين يې د شخړو په کموالي کې يادونه کوي.

په نه خبره ۱۳ کال دښمني، بالاخره سوله

Create: 08/01/2015 - 15:56

د كونړ ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د دوو كورنيو ترمنځ ۱۳ كلنه دښمني چې له دواړو لوریو په كې څلور تنه وژل شوي وو، پاى وموند.دا دښمني د ګډوالۍ له وخته، هغه مهال چې د قاضي سعيد الحق او رحمن ګل كورنۍ د پاكستان په جلوزو كمپ كې مېشتې وې، سرچينه اخلي.

د بادغیس په جوند کې د قومي شخړې هواری د امنیت د ښه والي سبب شوی

Create: 07/16/2015 - 15:28

قلعۀ نو (پژواک د زمري لومړۍ نېټه ٩٤): د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اړوند د دوه غیر مسوولو وسله والو ډلو تر منځ د هغې  یوې کلنې شخړې حل، چې شپږ تنه په کې وژل شوي وو، ددې ولسوالۍ پر امنیت ښه اغېزه کړې ده.
د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمد فرید اخی زی، پژواک خبري آژانس ته وویل چې دا شخړه د قومي مسایلو او د ځمکې پرسر ، نږدې یو کال وړاندې د ملاکبیر او امیر محمد په نامه د دوو تنو چې دواړه وسله وال افراد لري، را منځ ته شوې وه.

د ځمکې د ملکيت پر سر ١٨ کلنه لانجه پر سوله بدله شوه

Create: 07/14/2015 - 10:02

د پکتيا مرکز ګردېز لوېديځې څنډې ته دوو کليو تر ۱۸ کاله دعوو او لانجو وروسته سوله وکړه. دې لانجې کلونه، کلونه د خطابې او ارجال خېلو کليو اوسېدونکي وربړول او د ځمکې له قيمته لوړ لګښتونه يې د دعوې پر ګټلو وکړل، خو د ۱۸ کلونو په بهير کې هېڅ لوری بريالی نه شو چې مقصد ته ورسېږي.

په اندراب کې د دوو کورنيو د شخړې حل د خلکو هيلې زياتې کړې

Create: 07/09/2015 - 13:19

پلخمري (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٤): د بغلان د اندراب ولسوالۍ يو شمېر مشران او سپين ږيري وايي چې په دې وروستيو کې په بنو، ده صلاح او پل حصارک اندارب ولسواليو کې ولسي او د قومي مشرانو شوراګانې د عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار پيل کړى او تر اوسه يې څو قضيې حل کړې دي.
د خلکو د پوهاوي د کچې لوړېدل او د شخړو په حل کې د هغوى ونډه، هغله اصلي لاملونه دي چې دولتي چارواکي او د مدني ټولنې استازي يې د ستونزو په حل کې د مهمو ټکو په توګه يادوي.

هغه پرېکړه چې کلونه پس لانجمنه او هواره شوه

Create: 05/30/2015 - 09:12

منځ ناسم درك، كم فكر، ناسمو پرېكړو او نه زغم ته لاره هواره كړې ده.
موږ همداسې يوه ستونزه ليدلې، پلټلې او مشاهده كړې ده، په دې كيسه كې صالح  او محمد خان د دوه كورنيو مشران دي. پخوانۍ راشه درشه يې ډېره ښه وه، خو د انقلاب سختو د صالح كورنۍ د بلوچستان تر پښين او د محمد خان كورنۍ په شاجوى کې مېشته كړه.
د محمد خان موربيا له زوی سره نه وه، بلكې له خپلو نورو اولادونو سره يې په ګردجنګل كې اړولي وو، ځايي خلكو د محمدخان مور په مشرۍ او ملكۍ منلې وه چې ګڼو مشورو، پرېكړو او جوړجاړيو كې به يې له دې پرته بل چاته مراجعه نه كوله.

په ننګرهار کې خونړۍ بدي په جرګه حل شوه

Create: 05/18/2015 - 08:54

جلال اباد (٢٧ غويى ٩٤ ): په کلیو او لرو پرتو سیمو کې ډېری وخت د ځمکې، پولې او اوبو پر سر د کلیوالو، تربرونو او حتى نورو خپلوانو تر منځ نښتې کېږي چې ان په مرګ ژوبلې تمامېږي او راتلونکو نسلونو ته دښمني په میراث پرېږدي. خو په دې منځ کې قومي مخور، دیني عالمان او سپین ږیږي هم لاس تر زنې نه دې ناست او د دغسې شخړو او لانجو د هواري لپاره یې خولې تویې کړې دي.
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د بالاباغ سیمه کابو یونیم کال وړاندې د دغسې یوې سیمه ییزې منازعې او شخړې شاهده وه چې په نتیجه کې یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پر یوې کوچنۍ موضوع درې کاله اختلاف، بالاخره سوله

Create: 05/16/2015 - 11:31

پرله پسې ناخوالو او روانو بدبختیو د هېواد په ډېری سیمو کې پر ګڼو ستونزو سربېره د خلکو د زغم او حوصلې کچه راکمه او په کلیوالي او لرې پرتو سیمو کې یې سیمه ییزو منازعو ته لمن ووهله. نن سبا په کلیوالي، لرې پرتو سیمو او ان ښارونو کې خلک دومره حساس شوي چې په ډېرو وړو وړو خبرو سره ناندرۍ وهي او جنګونه کوي. خو د خوښۍ ځای دا دی چې لاهم په هېواد کې د عدم تشدد نښې راڅرګندېږي او ډېری سوله غوښتونکي وګړي، دیني عالمان، قومي مشران او ملکان هڅه کوي چې سیمه ییزو منازعو او شخړو ته حل لارې ومومي.

Pages