د سولې لپاره لوړو لګښتونو ګټورې پايلې نه لرلې

Create: 08/30/2015 - 14:21

کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٤): په افغانستان کې د سولې، ملي پخلاينې او سوله ييز ژوند ته د راستنېدو پروګرام له لارې ميليونونه ډالر لګول شوي، خو خلک يې له پايلو خوښ نه دي؛ ځکه چې جګړه تر پخوا پراخه او مرګونې شوې ده.
د (APRP) دغه پروګرام  سولې ته د دولت د وسله والو مخالفينو د راګرځېدو او په هېواد کې د سولې د ټينګښت په موخه د سولې د ملي مشورتي جرګې د وړانديز او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې، د نړيوالې ټولنې په مالي ملاتړ رامنځته شوى دى.
د سولې عالي شورا چې د ياد پروګرام مشري کوي، د ١٣٨٩ کال د تلې په ١٥مه (د ٢٠١٠ کال د اکتوبر ٧مه) په کار پيل کړى دى.

خلک د پاکستان په اړه د حکومت له دريځ څخه ملاتړ کوي

Create: 08/11/2015 - 13:21

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د ولسمشر غني د وروستيو څرګندونو د هرکلي تر څنګ وايي چې افغان دولت دې د پاکستان د لاسوهنو په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته شکايت وکړي او له پاکستان سره دې اړيکې پرې کړي.
افغان حکومت له څه باندې يوې لسيزې را هيسې هڅه کړې څو له پاکستان سره اړيکې سمې کړي او پاکستان اړ باسي چې په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې رښتينى ګام پورته کړي او د افغان دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي.

کارپوهان: د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر دريځ په ټول قوت سره بايد دوام ومومي

Create: 08/11/2015 - 13:21

کابل (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): يو شمېر کارپوهان وايي چې د حکومت پر وړاندې د خلکو بې باوري زياته شوې او د حکومت مشرانو د عامه فکرونو د مديريت په موخه هڅه وکړه چې د پاکستان پر وړاندې يو څه سخت دريځ غوره کړي.
له لسو مياشتو وروسته د پاکستان پر وړاندې د ملي يووالي حکومت مشرانو د صبر کاسه ډکه شوه او د ياد هېواد پر وړاندې يې خپل څرګند دريځ اعلان کړ.
ولسمشر اشرف غني د تېرې ورځې په خبري ناسته کې د خپلو خبرو په ترڅ کې د پاکستان پر وړاندې يو څه سخت دريځ څرګند کړ او ګواښ يې وکړ چې د افغانانو پر وړاندې له ياد هېواد څخه د جګړې اعلان؛ له افغانانو سره ښکاره دښمني ده.

د طالبانو تر منځ اختلافات کوم لور ته روان دي؟

Create: 08/04/2015 - 13:21

کابل (پژواک، ١٠ زمرى ٩٤): وسله والو طالبانو ته نږدې سرچينې د دوى په منځ کې د ژورو اختلافاتو خبرې کوي، خو د سياسي چارو ځيني کارپوهان بيا پر دې اند دي چې دا اختلافات به لنډمهال وي.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملا عمر تر مړينې وروسته ملا اخترمحمد منصور د نوي مشر، مولوي هيبت الله اخوندزاده او سراج الدين حقاني د مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.
د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې اړه د علماوو، مشرانو او د شورا غړو په غونډه کې له نوي مشر سره بيعت وشو.

د ولسواليو پرله‌ پسې سقوط او پر روان وضعيت يې اغېزې

Create: 08/04/2015 - 09:11

له تېرو څو میاشتو راهیسې د دولت د وسله‌والو مخالفینو له خوا په بېلابېلو ولايتونو کې یو شمېر ولسواليو سقوط کړی او د تېرو کلونو پر خلاف، سږ کال د هېواد په ټولو سيمو کې توده جګړه روانه ده.
د جګړې لمن له جنوبي ولایتونو څخه شمالي ولايتونو ته غځېدلې او دا مهال د افغانستان د کورنيو چارو د وزیر په اند ۱۹ ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ايران-لوېديځ اتومي توافق؛ پر افغانستان او سيمه يې اغېزې

Create: 08/01/2015 - 15:42

له تېرو څو لسیزو راهیسې په منځني ختيځ کې د ايران اتومي پروګرام هغه مهمه قضيه وه، چې له کبله یې د ايران د اسلامي انقلاب اړیکې د سیمې له یو شمېر هېوادونو -په تېره بیا سعودي او اسرائیلو- سره خړې پړې شوې. دغو هېوادونو نه یوازې دا چې پر اتوم سمبال ايران يې د خپل امنیت لپاره ستر ګواښ باله، بلکې په سیمه کې یې ايران د خپل نفوذ په لاره کې هم ستر خنډ او خپل رقیب باله. له همدې ځایه ځینې عربي هېوادونه او اسرائیل امریکا ته نږدې شول او ترڅنګ یې پر ايران د بندیزونو او بریدونو هرکلی وکړ.

د ملا عمر احتمالي مړينه د سولې بهير او د طالبانو ډله اغېزمن کولى شي

Create: 07/29/2015 - 13:21

کابل (پژواک،٧ زمرى ٩٤): د افغان دولت او طالبانو تر منځ د دويم پړاو د مستقيمو خبر و اترو لپاره د چمتووالي په درشل کې، د چارو يوشمېر پوهان وايي چې د ملا محمد عمر احتمالي مړينه به د سولې پر بهيراغېز پرې باسي او دا ډله به ووېشل شي.
يوشمېر رسنيو نن د حکومتي سرچينو له قوله اعلان وکړ چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دوه يا درې کاله وړاندې مړ شوى او دا خبر د پاکستان له لوري افغان چارواکو ته ورکړل شوى دى.
د طالبانو سرچينو هم ددې خبر  له تاييد او رد څخه پرته ويلي چې په دې اړه به ډېر ژر اعلاميه خپره کړي.

د سولې تر وروستيو هڅو وروسته د طالبانو په ليکو کې اختلافات رابرسېره شوي

Create: 07/14/2015 - 13:21

کابل (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٤): د سياسي او پوځي چارو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د سولې په تړاو تر وروستيو هڅو وروسته د طالبانو په ليکو کې اختلافات رابرسېره شوي، خو ځيني نور بيا دا اختلافات ډېر جدي نه ګڼي.
د طالبانو په ليکو کې د اختلاف او درز راپيدا کېدو په اړه دا تحليلونه تر هغه وروسته لا زيات شول چې د افغان دولت د استازو او د طالبانو د ځينو مشرانو تر منځ د چين په ارومچي او د پاکستان په اسلام اباد ښارونو کې خبرې وشوې.
د طالبانو رسمي وياند ذبيح الله مجاهد، د ارومچي خبرې رد کړې، خو د اسلام اباد د خبرو په اړه يې مبهمه اعلاميه لېږلې وه.

سوله؛ آيا مخامخ خبرې پيل شوې؟

Create: 07/14/2015 - 09:50

په اسلام‌آباد کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په تړاو جوړې شوې غونډې، په نړيواله کچه غبرګونونه له ځان سره درلودل. د سولې دغه خبرې-اترې اسلام‌آباد ته څېرمه په مري سیمه کې ترسره شوې، چې د باوري سرچينو له قوله د طالبانو له خوا په کې عبدالطیف منصور (د مولوي نصرالله منصور وراره)، حاجي ابراهیم (د مولوي جلال الدین حقاني ورور) او ملا عباس (د طالبانو د روغتيا کمېسيون د بهرنیو اړیکو مسؤول) مهم ګډونوال وو.

د اسلام اباد ناسته د ابهام او هيلو په دايره کې

Create: 07/09/2015 - 13:21

کابل(پژواک، ١٨چنګاښ ٩٤): د سياسي چارو کارپوهان د ځينو اندېښنو څرګندولو تر څنګ په اسلام اباد کې د افغان دولت او طالبانو د استازو تر منځ غونډې ته هېله مندي ښيي او دداسې ناستو په دوام تاکيد کوي.
خو د هغوى يو شمېر وايي، چې د اسلام اباد د غونډې په اړه شکونه شتون لري  او د سولې   هڅو  په اړه د پاکستان په رښتينولۍ باور نه لري.
دا ناسته د روانې اوونۍ سه شنبه ورځ ،د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوه.

Pages