د کابل کنفرانس چوکاټ د ۲۰۱۸ز کال د فبروري ۲۸مه

Create: 02/28/2018 - 11:37

د سولې وړاندېز
د کابل کنفرانس چوکاټ
د ۲۰۱۸ز کال د فبروري ۲۸مه
د سولې لپاره اجماع
ټول افغان اړخونه، د حکومت او د سولې عالي شورا په سلا مشورې د سولې د ټینګښت د غوښتنې په اړه یوې اجماع ته رسیدلي دي. ښځو په دغو عمومي بحثونو کې فعاله ونډه اخیستې، ترڅو د دوی هغه حقونه چې اساسي قانون تضمین کړي، وساتل شي. همداراز د علماوو، مدني ټولنې، قومي مشرانو، متشبثینو، کروندګرو، کارګرو، متخصیصینو، سیاسي ګوندونو، زده‌کوونکو او ښوونکو او د ټولنې د نورو اقشارو استازو هر یو له خپل لیدلوري د سولې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
افغانان سولې ته د بیړنۍ اړتیا په سترګه ګوري چې دغه اړتیا د څلورو لسیزو جنګ جګړو، بدبختیو او په ځانګړي ډول د وروستۍ ناتعریف شوې جګړې چې زموږ په خلکو تحمیل شوې، پایله ده. هغه وحشیانه تروریستي بریدونه چې د ۱۳۹۶کال د غبرګولي په ۱۰‌مه او د ۱۳۹۶کال د کب په ۷‌مه په کابل کې وشول، د هغه تاوتریخوالي د لړۍ یوه برخه ده چې زموږ د خلکو په ضد ترسره کېږي. دغې اجماع او اړتیا ته د ملي وحدت حکومت ځواب؛ سولې ته یو لرلید رامنځته کول او د تحقق لپاره یې د یو بهیر او برنامې طرحه کول دي. زموږ لرلید د الهی اوامرو سره سم لکه الله تعالی (ج) چې په قران کریم کې فرمايي، "نیکي او بدي «هیڅکله» سره نه دي برابر،  او تل د بدۍ ځواب په ډیر ښه سلوک ورکوه، پایله به دا وي هغه چاسره دې چي دښمني ده، هغه به ستا د ښه سلوک له امله ستا ډېر ښه دوست جوړ شي." (ایت ۴۲، سوره ۳۴). موږ به خپلې ملي موخې د سولې د یو ملي بهیر له لارې وټاکو چې وکولای شي وروستۍ کورنۍ شخړو او تفرقو ته د پای ټکی کېږدو، چې د یو اغیزناک دولت جوړولو، ټولشموله ټولنې، متحرک اقتصاد او په اسلامي عقایدو او ارزښتونو ولاړ فرهنګ د رامنځته کېدو لامل شي چې یو بل وزغملی شو.
د دغه لرلید تحقق، طالبانو سره هوکړې ته د رسیدو په خاطر پيرزوینې، باور او زړورتیا ته اړتیا لري  څو له طالبانو سره هوکړې ته ورسیږو. موږ باید د جنګالیو د نظریاتو د درک لپاره لازم شفقت ولرو. موږ باید په الهي اوامرو باور او ورڅخه اطاعت ولرو او د افغان او مسلمان په توګه خپل ګډ ټکي ولټوو. موږ باید د ګیلو مانو د اوریدو زړه ورتیا ولرو، د جګړو جړرې، عوامل او دلایل و ارزاوو او همدارنګه د سولې او پخلاینې لپاره بېلابېلو وړاندیزونو ته غوږ کېږدو. د کابل پروسې کنفرانس به د یوې عادلانه او پایدارې سولې لپاره زموږ اجماع په یو عملي بهیر بدله کړي چې له امله به یې یوې معتبرې نتیجې ته ورسېږو.
 
اوسني شرایط
په دې وروستیو کې د جګړې پرمهال داسې نښې نښانې راڅرګندې شوي دي چې د سولې احتمال زیاتوي. لومړی دا چې افغانان د څومره والي او څرنګوالي له پلوه د دغه ناتعریف شوې جګړې له امله په خپل ورځني ژوند کې تر پوزې رسیدلي دي. په دې توګه موږ له خپلو میراثي ستونزو لکه شخړې، جرم و جنایت او اداري فساد سره د مخ کېدو پرمهال د یو لوی فکري بدلون اړتیا احساسوو. حزب اسلامي سره د بین الافغاني پخلاینې بهیر یوه بریالۍ بېلګه وه چې ښکاروي پخلاینه ممکنه ده. دویم دا چې په ۱۳۹۷کال کې پارلماني او په ۱۳۹۸کې د جمهوري ریاست  ټاکنو او دولت ته د مشروعیت ورکولو د دوام لپاره د یوې ولسواکي پروسې په توګه د افغانستان د خلکو باور ترلاسه کول مهم ګڼل کېږي. درېیم دا چې په بین المللي کچه په دې ټینګار کېږي چې طالبانو سره باید جګړه له سیاسي لارې پای ته ورسېږي. څلورم تکی دا دی چې د سیمې په کچه مو خپلو ګاونډیانو ته په بریالیتوب سره د یو باثباته افغانستان؛ اقتصادي او سوله‌ییزې ښېګڼې او امتیازات په ډاګه کړي دي. پنځم، اسلامي نړۍ د ناتعریف شوې جګړې لپاره د دیني متنونو څخه د غلطو تعبیرونو سره د مقابلې لپاره د جدي بحثونو په ترڅ کې یوې اجماع ته د رسېدو په حال کې ده. طالبان په شرایطو کې له دغو بدلونونو خبر دي او داسې برېښي چې په راتلونکي کې به د خپلو له تاوتریخوالي ډکو اعمالو په اړه انديښمن وي او خپلو کې به بحث کوي.
 
طالبانو ته د سولې وړاندیزونه
د ملي وحدت حکومت پخلا کېدونکو طالبانو سره د یوې ريښتنې او پایدارې سولې په لټه کې دی. موږ د ټولو افغانانو لپاره د سوله ییز او عزتمند ژوند په برابرۍ، د هغو طالبانو په شمول چې له تاوتریخوالي لاس اخلي باور لرو. موږ دا وړاندیز له کوم مخکیني شرط پرته د سولې موافقتنامې ته د رسېدو په خاطر چې لاندې موارد رانغاړي، وړاندې کوو:
1. د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو(په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛
2. د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغې تعدیل؛
3. له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛
4. هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.
موږ د سولې او پخلاینې لپاره د لاندې اقداماتو وړاندیز کوو:
1. یو سیاسي بهیر: اوربند، د یو سیاسي ګوند په توګه پيژندل، د انتقالي باور جوړونې لپاره ترتیبات او  پراخې معتبرې، ازادې او عادلانه ټاکنې.
2. یو قانوني چوکاټ: د اساسي قانون بیاکتنه، عدالت او د شکایتونو حل، د قوانینو تصویب او د فرمانونو صادرول، د زندانیانو خوشي کول او تحریمونو له تور لیست څخه یې د نومونو لرې کول؛
3. د دولتي بنسټونو بیا سازماندهي کول: د قانون حاکمیت او اصلاحات، پراختیا او متوازن انکشاف، د کورنیو بیځایه شویو او کډوالو بیا ادغام؛
4. امنیت: د ټولو اتباعو لپاره د امنیت ټینګښت همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې پخلاینه غواړي او دولت سره مدغم کېږي؛
5. اقتصادي/ټولنیزه پرمختیا او پراختیا: پراخه او پایداره وده، عامه شتمنیو او ځمکو ته مساوي لاسرسی، فساد سره مبارزه، د کاري بوختیاوو ملي برنامې، د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛
6. د بین المللي ټولنې مشارکت او ملاتړ: مالي دیپلوماتیک ملاتړ، د تحریمونو څخه د نومونو ویستل او د بهرنیو جنګیالیو وضعیت؛
7. تطبیقي میتود، د بیړنیو موخو ټاکل، لنډمهاله او منځمهاله، او د ترتیباتو او میکانیزمونو تائید او څارنه؛
تمه کېږي چې طالبان د سولې بهیر په اړه خپل نظریات چې موخه یې د یو سازمان په توګه د سولې خبرو ته د هغوی راکښل دي، وړاندې کړي. دا چې د افغانستان دولت سولې خواته روان دی له وړاندې قضاوت نه کوي، ځکه دا بهیر خپله هغه کسان چې سوله ردوي او نه پخلا کېږي راپيژني.
د ملي وحدت حکومت به د طالبانو د دفتر پرانیستو، هغوی ته د سفر د آزادۍ لپاره د پاسپورتونو د صدور، د بندیزونو لرې کولو، رسنیو ته د هغوی د لاسرسي او د هغوی د کورنیو له انتقال سره موافقه وکړي. د سولې عالي شورا چې د حکومت د یو مسلکي ټیم له خوا یې ملاتړ کېږي، داسې ټیم چې هغه کې به ښځې او د مدني ټولنې غړي شامل وي، د مذاکراتو لپاره معرفي کړي. د جوړېدو ځای به یې ترجیحا کابل وي، خو په نورو انتخابونو له هغې جملې داسې اسلامي هېوادونه چې په دغه جنګ کې ښکیل نه وي یا د ملګرو ملتونو یو دفتر یا کوم بل درېیم هېواد وي.
د بین المللي ملاتړ لپاره وړاندیزونه
افغانستان له ۲۰۰۱کال را په دېخوا د بین المللي سخاوتمندانه مرستو له ملاتړ سره مخ دی او موږ د هغوی قدرداني کوو.
دا چې موجوده ژمنې په ښه توګه د تعریف شویو میکانیزمونو له لارې تنظیمېږي، د سولې او ثبات په اړه بین المللي ملاتړ په لاندې ساحو کې پیشنهادوو:
1. طالبانو سره د سولې پیشنهاد لپاره بین المللي دیپلوماتیک همغږی شوی ملاتړ؛
2. یو سیمه‌ییز نوښت چې د دکابل پروسې سره د سیمه‌ییزو سازمانونو او بېلابېلو هېوادونو هڅې همغږي کړي او له طالبانو سره د سولې له وړاندیز څخه ملاتړ وکړي؛
3. د ناتعریف شويو جنګونو د توجیه لپاره د دیني متنونو څخه د تفسیرونو او انګیرنو له استفادې سره د مقابلې لپاره د اسلامي نړۍ په مشرۍ جدي خبرې اترې؛
4. د یو باثباته افغانستان د امتیازاتو او ګټو په اړه پاکستان ته د قناعت ورکولو په خاطر د دولت په دولت د خبرو اترو پيل او طالبانو سره د سولې پيشنهاد څخه د ملاتړ لپاره ګډې عمومي او همغږې هڅې؛
5. د سولې موافقتنامې له تطبیق څخه ملاتړ په ځانګړي ډول د کډوالو او پخوانیو جنګیالیو بیا ادغام؛
6. په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر د هر ډول نوښت ملاتړ، د ترانزیټ، پانګونې، سوداګرۍ، اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې سټراټيژۍ د ملاتړ له لارې همدارنګه د ۲۰۱۸کال پارلماني او په ۲۰۱۹کال کې د جمهوري ریاست ټاکنو څخه ملاتړ.
موږ بشپړ باور لرو چې یو باثباته پاکستان چې د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا سره وصل وي زموږ د ملي منافعو په ګټه دی. موږ پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو اترو د پیل پیشنهاد چې هغه کې له هغه هېواده د افغان کډوالو راستنېدل په یو زماني چوکاټ کې وي وړاندې کوو. د ټاپي پروژې په کار کې پرمختګ په سیمه کې د یو مثبت انکشاف او تحول ښه بېلګه ده، داسې بېلګه چې ښکاروي بېلابېلې سیمې څنګه د پرمختګ او پراختیا اساسي عناصر جوړوي. موږ چمتو یوو چې له پاکستان سره دولت په دولت مذاکرات چې اساس یې د پیویستون  (APAPS) لپاره کاري برنامې او یا د ورته یو سند په اساس تنظیم او سازماندهي کړو. 
 
نتیجه
د سولې ټینګښت داسې بهیر دی چې له هیلو را پيل شوی دی او د امکانه به د باور او منلو په لور مخې ته ځي. د افغانانو په مشرتابه د کابل پروسې لپاره د تعقیبي اعلامیو او پيشنهادونو لا ښې همغږۍ ته په تمه یوو. هماغسې چې د سولې په خاطر یوې عمومي اجماع ته رسیدل ستونزمن ښکاري، همدغه شان د سولې رامنځته کول ګډو او نه ستړې کېدونکو هڅو ته اړتیا لري.  
د سولې د پخوانیو موافقتنامو له تجربو څخه استفاده د سولې توافقاتو عملي کولو او تطبیق باندې د تمرکز په معنا دی  چې د سولې د ټینګښت، د اصلاحاتو راوستو، د خطرمدیریت پيژندل مخکې له دې چې د سولې پروسه له ګواښ سره مخ شي. په دې توګه شفافیت د خبرو او ارتباط ټینګولو اساس جوړوي. اړتیا ته پام واړه ټیمونه باید د سولې په اړه بحث او مذاکره وکړي. که څه هم د سولې د توافقاتو تائید او تصویب په افغاني ټولنه کې د ذینفع مختلفونو طرفونو مشورو لپاره یو شفاف او ترسیم شوي بهیر ته اړتیا لري. ښځې چې د خپلو حقونو او لاسته راوړنو له ضایعه کېدو څخه ویره لري، باید د سولې په بهیر کې شاملې او له اړوندو تحولاتو په اړه اګاه اوسي.
تطبیق او عملي کول د سولې د ټینګېدو هسته جوړوي. نورو مهمو مسائلو کې لاندې ټکي شامل دي: د پخوانیو جنګیالیو او کډوالو ادغام، سیمه‌ییز حمایتونه او امنیت، اصلاحات اقتصادي او ټولنیزه پراختیا، شفافیت او موثریت، بیا هم د خبرو اترو او مشورو نه په استفادې د اعتماد جوړونې او د هغې د ساتنې اساس جوړوي.
د ستونزو په وړاندې مسوولیت منل، د قوت ټکو درک او د خپل هېواد په راتلونکي لرلید باور لرل چې د اسیا یو ځمکنی پُل او څلورلار ده، موږ وکولای شوای طالبانو ته د سولې واقعي او صادقانه پیشنهاد وکړو او پاکستان سره د مذاکراتو لپاره خپل سوله غوښتونکی غږ یو وار بیا پورته کړو. موږ د الله تعالی په فرمان بشپړ باور او اعتماد لرو چې ویلي دي: «که سولې ته یې تمایل وښود، ته هم سولې ته ورننوځه او په خدای توکل وکړه چې هغه اوریدونکی او دانا دی» (قرآنکریم سورۀ مبارکۀ انفال، آیۀ 61).
ومن الله التوفیق