۳ -روغه جوړه او پخلاینه

Create: 05/12/2015 - 10:18

 
د کتاب  نوم : روغه جوړه او پخلاینه
لیکوال : پوهنمل امان الله لودین
خپرندوی : په خپله مؤلف
د خپرېدو کال : ١٣٨٧ لمریز کال
د خپرېدو ځای : کابل ، افغانستان
د کتاب په اړه:
د روغې جوړې او پخلاینې تر سرلیک لاندې کتاب په سلو مخونو کې په متوسطې قطعې سره  چاپ او خپور شوی چې تر ډېره بریده د شخړو د هواري او سولې په لارو چارو بحث لري، کتاب په ټولیزه توګه درې برخې لري چې په لومړۍ برخه کې یې د باور جوړونې او پخلاینې  ترلاسه کولو مهم ټکي، د پخلاینې عملیه،د خوندي فضا د پرانیستو لپاره مهم عناصر ، د پخلاینې په لار کې خنډونه، مصلحینو ته مشورې،له شخړې څخه د پخلاینې په لور او ګن نور داسې موضوعات له جلا جلا عنوانو سره تر بحث لاندې نیولي دي.
همدارنګه د کتاب په دویمه برخه کې  د اسلام له نظره سوله او پخلاینه ، دسولې شرعي حکم،د اسلام له نظره سوله ییز ژوند او ورته نور موضوعات‎څېړل شوي دي او په دریمه برخه کې بیا د اسلام او سوله جوړونه، په اسلام کې د سولې جوړونې لارې چارې،ولې په اسلام کې پر عدالت زیات ټېنګار شوی،د سولې رامنځ ته کول او د هغې ساتنه او دې ته ورته نور سرلیکونه تر بحث لاندې نیول شوي دي.
ددې کتاب لیکوال چې د پوهنتون استاد دی، د خپل کتاب په پیلیزه کې لیکي چې ددې کتاب له محتویاتو څخه په ښوونه کې هم ګټه پورته کېدای شي او د عملي کورس په توګه هم کارول کېدای شي.