۲- اسلام او نړیوال امنیت

د کتاب نوم :اسلام او نړیوال امنیت
لیکوال :پوهیالی خواجه کرامت الله صدیق
خپرونکی: په خپله لیکوال
د خپرېدو نېټه  :  د 1388 لمریز کال منی
د خپرېدو ځای : کابل
د کتاب په اړه:
یاد کتاب د اسلام د مقدس دین له نظره د نړیوالې سولې اوامنیت موضوع څېړي چې ۳۴۰ مخه لري او د کتاب د بنسټیز بحث اوعنوان اړوند بېلابېلې موضوع ګانې لکه: په هغه وخت کې چې بشریت سوله نه درلوده د آسماني دینونو ونډه،د سولې په ټېنګښت کې د اسلام د سترپیغمبر صلی الله علیه وسلم ونډه، د نړیوالې سولې او امنیت  په بنسټ اېښودنه کې د اسلامي ټولنې ونډه، د نړیوالې سولې او امنیت په اړه څېړنه او دې ته ورته ځیني نور موضوعات یې د بېلابېلو عنوانونو او سرلیکونو په ترڅ کې څېړلې او د نړیوالې ترهګرۍ او د تمدنونو ترمنځ له ټکر څخه یې هم یادونه کړې ده.
د کتاب لیکوال چې د پوهنتون استاد هم دی، دسولې موضوع  اسلامي لارښوونو له مخې څېړلې ده او د خپل کتاب په پیلیزه یامقدمه کې یې لیکلي دي چې : اسلام په خپله د سولې پیغام رسوي او د انسانانو د یو والي او یو موټی والي ضمانت کوي،د امنیت رېښه له ایمان سره او د سولې رېښه له اسلام سره ژور تړاو لري. "