٥- سوله او امنیت

Create: 07/09/2015 - 08:58

د کتاب نوم:  سوله او امنیت (صلح وامنیت)
لیکوال : محمد شریف رباطي درانی
خپروندی: نعماني خپرندویه ټولنه
د چاپ ځای : کابل ، افغانستان
د چاپ نېټه:١٣٩١ لمریز کال
د کتاب په اړه:
یاد کتاب چې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د یوه لوړپوړي چارواکي محمد شریف رباطي له خوا چمتو شوی دوه بېلابېلې برخی لري، چې لومړۍ برخه یې دلیکوال یاچمتوکوونکي بېلابېلې لیکنې او مقالې دي چې د یاد وزارت په بېلابېلو خپرونو او په تېره بیا د پیام حق په مجله کې خپرې شوې دي او دا برخه اته جلا فصلونه لري.
ددې کتاب دویمه برخه، د یوې عربې ژبې رسالې(د امنیت ټېنګول زموږ ټولو مسوولیت دی) دري ژباړه ده ، چې د کتاب چمتو کوونکي له خوا ژباړل شوې او له دې لیکنو سره یوځای خپره شوې ده.
ددې کتاب بېلابېل څپرکي ،د سولې او امنیت او همدارنګه په  اسلام او ټولنه کې  د هغې د اهمیت په اړه بېلابېل عنوانونه لري چې د بېلګې په توګه دغه څو عنوانه " سوله غوره ده "،" د جګړې او نا امنیو ناوړه اغېزې "،" په سوله کې عدالت او انصاف "،" له نا راضي کسانو سره د خبرو اترو دچوکاټ اړتیا "،" د سولې په لاره کې زموږ دندې او مسوولیتونه" او داسې نور، یادولای شو.