٤- د عدالت لپاره غږونه

Create: 05/17/2015 - 10:18

د کتاب نوم: د عدالت لپاره غږونه
خپرندویه موسسه: کلید ګروپ
د خپرېدو نېټه : د۲۰۱۳ زېږدیز کال دیسامبر
د خپرېدو ځای : کابل – افغانستان
د کتاب په اړه:
"د عدالت لپاره غږونه " د شا او خوا یوه کال  په موده کې  د کلید ګروپ د خبریالانو له لورې د جنګي جنایتونو او بشري  حقونو د قربانیانو د غږ منعکس کولو په هدف را غونډ کړای شوي شواهد او واقعات دي .
د کلید ګروپ اداره وایې چې په ۲۰۰۸ زېږدیز  کال کې دوی د امریکا د سولې انستیتیوت په مالي ملاتړ په سیستماتیک ډول انتفالي عدالت، روغه جوړه او د سولې پروسه  تر پوښښ  لاندې راوستلي او په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې یې د جګړې  جنایتونو پاتې شوني او بشری حقونه وڅېړل ، چې ددې رسینز فعالیت لنډیز پدې ټولګه کې را غونډ شوي  دي.
دا کیسې تر دې کتاب وړاندې  په کلید او مرسل اوونیزو مجلو کې چاپ شوې  یا په بېلابېلو ولایتونو کې د کلید راډیو ګانو له لارې خپرې شوې  او  په نړیواله کچه هم د "ای پي اس" له لوري خپرې شوې دي .
کتاب په ټولیزه توګه ۱۲۴ مخونه لري اوتر ډېره بریده د کیسو یا خاطرو په توګه د بشري حقونو سرغړونې یا جګړه ییز جنایتونه پکې بیان شوي دي.