د قطر د سولې پروسه

Create: 05/30/2015 - 09:30

کابل(پژواک، ٦غبرګولى ٩٤): په ١٣٩٠ لمريز کال کې د افغانستان لپاره د بُن دويمې غونډې په ترڅ کې  د امريکا، جرمني، قطر تر منځ بحث کې د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو د دفتر جوړولو لپاره بحث وشو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ١٣٩٠ لمريز کال د ليندۍ په ٢٤مه په قطر کې افغان سفير کابل ته را وغوښت، دا کار په خپل ذات کې د قطر د سولې  پروسه کې د افغان دولت د نه خبرولو پر وړاندې د افغان دولت د اعتراض نښه وه.
افغان دولت هغه مهال په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانېستې سره د سولې عالي شورا د شرايطو او عملي مکانيزم په شرط هوکړه وکړه. ددې شرطونو له مخې افغان دولت ددې دفتر له پرانېستې سره يواځې د سولې پروسې د مخته وړلو او خبرو کولو لپاره هوکړه وکړه.
د ١٣٩١ لمريز کال د مرغومي په مياشت کې امريکا ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر په ترڅ کې، د امريکا متحده ايالاتو چارواکو په قطر کې د طالبانو د دفتر د رامنځته کولو موضوع د دوه اړخيزو خبرو کړنلارې ته شامله کړه، خو په دې خبرو کې د افغانستان له شرطونو څخه يو دا و چې د خبرو له پيل سره، طالبان بايد له جګړې لاس واخلي.
بالاخره واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د سفر په پايله کې، دواړو اړخونو د افغانستان شرايطو او د دواړو هېوادونو موقف ته په پام سره، په قطر کې د طالبانو د دفتر د رامنځته کولو د هڅو پر دوام هوکړه وکړه.
د ١٣٩١ لمريز کال د سلواغې په ٩مه، امريکايي نيويارک ټايمز وليکل چې د طالبانو مرکچيانو په قطر کې د امريکا متحده ايالاتو له چارواکو سره خبرې پيل کړې او زياته کړې يې وه چې دا ليدنه په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو او لومړنيو خبرو لپاره د باور جوړونې په موخه کېږي، له ګوانتانامو څخه د طالب بنديانو لېږد او له طالبانو سره د بندي امريکايي سرتېري خوشې کول هم ددې خبرو يوه برخه وه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي په ١٩مه د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د امريکا او اسلامۍ نړۍ په نامه نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه قطر ته سفر وکړ او د خپل سفر په ترڅ کې يې د قطر له امير حمدبن خليفه ال ثاني سره ليدنه او خبرې وکړې. په دې ليدنه کې دواړو خواوو د افغانستان د سولې پروسې پر چکټيا بحث وکړ او يو د بل نظرونه يې واورېدل.
په دې ليدنه کې حمدبن خليفه ال ثاني په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان د خلکو ستونزو ته په اشارې سره ټينګار وکړ چې د قطر دولت د افغانستان د سولې پروسې ګړندي کولو د دولت او طالبانو تر منځ د خبرو د زمينې مساعدولو کې  همکارۍ ته ژمن دى.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر د کوربه هېواد او طالب چارواکو په شتون کې، د ١٣٩٢ لمريز کال د غبرګولي په ٢٨ مه په رسمي توګه پرانېستل شو، خو دا چې طالبانو پر افغانستان د حاکميت د دورې بيرغ او "د افغانستان اسلامي امارت" نوم څخه کار اخيستى و، نو د افغان دولت له رسمي احتجاج سره مخ شو.
په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېسته، د افغان دولت له غبرګون سره مخ شو او د افغان چارواکو اندېښنې يې را وپارولې. دولت په سر کې د امريکا او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون په اړه د خبرو بهير تم کړ.
په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستې له بڼې وروسته د افغان دولت رسمي احتجاج ددې سبب شو چې د افغان دولت او سولې عالي شورا استازي قطر ته له تګ ډډه وکړي، د دفتر له پرانېستې شاوخوا يوه مياشت وروسته طالبانو په خپله ويبپاڼه کې اعلان وکړ چې د سولې خبرو لپاره د امريکا او افغان دولت د تمايل د نشتوالي په سبب د دوى استازو د قطر دفتر پرېښى دى.
خو د طالبانو استازي بيا هم په قطر کې پاتې شول او حتى ځينو نورو هېوادونو ته يې هم د طالبانو د تحريک په استازولۍ خپلو سفرونو ته له قطر نه دوام ورکړ.
که څه هم په رسمي ډول طالبان فعال نه وو، خو په ګوانتانامو کې د بندي پنځو طالب مشرانو د خلاصون په بدل کې د يوه امريکايي برمته شوي سرتېري د خوشې کولو خبرې د امريکايي او طالب چارواکو تر منځ په قطر کې روانې وې.
بالاخره د همدې اړيکو  او خبرو په پايله کې بندي امريکايي سرتېرى "بوبرګدال" چې له طالبانو سره يې پنځه کاله تېر کړي وو، د ١٣٩٣ لمريز کال د غبرګولي په لسمه له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب مشرانو(ملا نورالله نوري، ملا فاضل، ملا خيرالله خيرخواه، ملا عبدالحق وثيق او مولوي محمد نبي عمري) د ازادۍ په بدل کې امريکايي لوري ته وسپارل شو.
د معلوماتو له مخې، دغه امريکايي سرتېرى په خوست ولايت کې د امريکا ځانګړو ځواکونو ته وسپارل شو چې وروسته يې د سپارلو بهير د طالبانو له خوا په يوه ويډيو کې خپور شو.
که څه هم په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د اوسمهال لپاره رسمي فعاليت نه لري، خو څنګه چې وليدل شول، د قطر د سولې پروسه د افغانستان د سولې په برخه کې د قطري چارواکو پر محوريت د يوې فعالې پروسې په توګه فعاله ده او د طالبانو د ډلې پياوړي غړي په قطر کې مېشت دي.
په دې وروستيو کې د پګواش په نامه څېړنيزې موسسې له خوا دوه ورځنى کنفرانس د ١٣٩٤ لمريز کال د غويي مياشتې په ١٢مه او ١٣مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د سولې د کړنلارې په اړه تر سره شو چې له کابل څخه د مدني ټولنې، سياسي ګوندونو، د سولې عالي شورا غړو، د طالبانو د قطر سياسي دفتر او د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازو په ګډون په کې ٤٤ تنو برخه اخيستې وه .

See also