د استانبول د سولې پروسه

Create: 06/06/2015 - 15:26

کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د افغانستان لپاره د استانبول د سولې پروسه، په ١٣٨٦لمريز کال کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخيزې لومړنۍ ناستې سره د ترکيې په پلازمېنه انقره کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د افغانستان، پاکستان او ترکيې پخوانيو ولسمشرانو هر يوه حامد کرزي، اصف علي زرداري او عبدالله ګل د درې اړخيزه خبرو تر څنګ، د افغانستان د سولې پر پروسه هم بحث وکړ.
درې اړخيزه ناستې د افغانستان او پاکستان تر منځ د نظري اختلافاتو د حل په موخه د ترکيې په منځګړيتوب دوام وموند او ددې لړۍ دويمه ناسته په ١٣٨٧لمريز کال کې بيا هم د ترکيې په استانبول کې د درې واړو مشرانو په ګډون تر سره شوه.
ددې لړۍ درېيمه ناسته، په ١٣٨٨ لمريز کال کې په انقره کې تر سره شوه او ددې ناستو لړۍ تر اتمې درې اړخيزه ناستې پورې په ١٣٩٢ کال کې په ترکيه کې تر سره شوه.
په دې ناستو کې د هېوادونو تر منځ پر درې اړخيزه همکاريو سربېره، د افغانستان د سولې پروسې پر بېلابېلو اړخونو هم نظرونه تبادله او بحثونه وشول.
په ١٣٩٣ لمريز کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ له ټاکنو او نوي حکومت له رامنځته کېدو څخه  وروسته، د ترکيې  اوسني ولسمشر رجب طيب اردوغان د نوي حکومت له جوړېدو وروسته په لومړيو ورځو کې، د همدې کال د تلې په ٢٦مه کابل ته سفر وکړ او له ولسمشر اشرف غني  سره په يوه ګډه خبري غونډه کې يې له  دوه اړخيزو اړيکو سربېره د افغانستان د سولې پر بهير هم بحثونه وکړل او يو د بل نظرونه يې واورېدل.
د دواړو ولسمشرانو په خبري غونډه کې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د افغانستان او پاکستان د اړيکو د ښه والي په موخه د ترکيې په نوښت د استانبول پروسې مخته وړلو ته په اشارې وويل ، هېواد يې هوډ  لري  چې دې بهير ته دوام ورکړي.

See also