د سولې په اړه د فراه د خلکو نظرونه

Create: 06/25/2015 - 09:46

١- د فراه د مدني بنسټونو د ټولنې مشر بريالى غفاري:
د سولې لپاره نه د کرزي او نه هم په اوسني حکومت کې رښتينى کار شوى ،امريکا او د حامد کرزي حکومت  د يو شمېر افغان سياسي مشرانو د بوختیا او افغانانو د مصروف ساتلو لپاره دسولې شورا جوړه کړه ، خو دا شورا د زياتو پيسو له مصروفولو نه پرته، بله هېڅ لاس ته راوړنه نه لري.
٢-  د سياسي علومو او نړيوالو اړيکو پوهنځي فارغ اسدالله نايبي :
  په افغانستان دسولې پروسې ټول فعاليتونه تراوسه نمايشي او تشريفاتي دي،د ناروې،قطر، دوبۍ او نور کنفرانسونه چې وسله والو مخالفينو هم په کې ګډون درلود، د سولې پر پروسې اغېزنه درلود، د افغانستان  دستونزې هوارى د افغانانو ترمنځ په  خبراترو کې نغښتی دی اواړينه ده څو ټولې په جګړه کې ښکېلې ډلې د بهرنيانو له شتون نه پرته ، د خبرو ميز ته راغونډې شي او مطلوبه پايله ترلاسه کړي.
۳- د"فراداتا" هنري ډلې مسوول محمد انور رامش:
د افغانستان د سولې کيلي له امريکا سره ده، پاکستان د انګليس او امريکا تر اغېز لاندې دى ، په اسيا کې د لوېديځ پروژې پلي کوي  څو د ختيځو ځواکونو لکه روسيې، هند او چين د نفوذ مخه ونيسي، ترڅو خپله افغانان امريکا له ګريوان څخه ونه نيسي، سوله نه راځي.
۴- د ولايتي شورا غړى دادالله قانع :
د حامد کرزي د حکومت په دوران کې د سولې په برخه کې يواځې د شعار په ډول فعاليتونه تر سره شوي او اوس هم له وسله والو مخالفينو سره د سولې په اړه حکومت جدي تصميم نه لري، افغان دولت باید په هېواد کې د سولې راوستو په خاطر په يو وخت کې پر امريکا او پاکستان فشار راوړي څو د هېواد له سولې بهير څخه ملاتړ وکړي اوافغان حکومت دې له طالبانو سره د سولې په برخه کې  دهغوى ځينې غوښتنې چې له اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي، ومني.
۵- د فراه ولايتي شورا غړې جمېله اميني:
د کرزي د حکومت په موده کې د سولې هڅې د اوسني حکومت په نسبت غوره وې، دسولې شورا په جوړښت کې باید بدلون راوستل شي،  په افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره اړتيا ده، څو بې پرې کسان چې دواړو غاړو ته دمنلو وړ وي د سولې عالي شورا غړيتوب ولري او افغان حکومت دې له طالبانو سره د سولې په برخه کې تعريف شوى اوفعال سياست وړاندې کړي.
۶-  د حقوقو محصل محمد ابراهيم شاکر :
سوله د افغان ولس اړتيا او غوښتنه ده، خو دا سوله بايد په ډېر لوړ قيمت  افغانانو ته تمامه  نه شي، له طالبانو څخه وروسته نظام، له نيمګړتياوو سربېره بياهم ښيې لاسته راوړنې لري لکه د بيان  او رسنيو ازادي، د ښځو لپاره د تعليم او تحصيل لارې چارې برابرول، د اساسي قانون تدوين، د موکراټيک نظام او داسې نور، چې له طالبانو سره د سولې په  ترڅ کې بايد دا لاسته راوړنې له لاسه لاړې نه شي.
۷- د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکی ميرحمزه :
زه يو بزګريم د حکومت په کارونو نه پوهېږم ، خو دومره پوهېږم چې له اوسمهال څخه د طالبانو په وخت کې امنيت او سوله ډیر وو، موږ افغانان نورله جګړو او ورور وژنې ستړي شوي يوو، له افغان حکومت اوطالبانو څخه غواړو چې له جګړې لاس په سر شي، څو موږ له سولې او ارامۍ څخه خوند واخلو.
۸- د خاک سفيد ولسوالۍ اوسيدونکی عبدالعلي :
ترڅو پورې چې وزګارتيا وي، سوله اوامنيت نه شي راتلاى،زموږ زرګونه ځوانان چې تعليم هم لري وزګار دي او دې ته اړ کېږي چې له طالبانو او يا داعش سره يوځاى شي، که دولت غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي ، خلکو ته دې د کار موکې رامنځ ته کړي.
۹- د بالابلوک ولسوالۍ اوسيدونکی بنيامين :
دولت په هرقيمت چې وي، بايد په افغانستان کې سوله راولي او طالبانو ته بايد په حکومت کې ونډه ورکړي ، څو له جګړې لاس واخلي او په افغانستان کې سوله ټينګه شي، د بالابلوک خلک نور د جګړې توان او زغم نه لري او په جګړه اخته ډلې بايد پرخلکو رحم وکړي او له جګړې لاس واخلي.
۱۰- د فراه  په مرکزکې پنچرمين سيراحمد:
سوله ښه کار دى، خو زه چې کله نړۍ ته راغلى يم سوله مې نه ده ليدلې ، بلکې مدام جګړه، وژل او ګډوډي ده ، زموږ په هېواد کې کرزي هم ويل چې افغانستان کې سوله راځي، خو را نه غله او په نوي حکومت کې هم د هرې ورځې په تېرېدو سره جګړه زياتېږي،په هېواد کې په جګړه اخته ډلې  باید  نور جګړه بس کړي او افغان ولس ته موکه ورکړي چې په سوله کې ژوند وکړي.