پر نشو روږدي افغانان هم د سولې ارمانجن دي

Create: 02/13/2020 - 11:58

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۹۸): د هېواد ناخوالو او جګړه ییز حالت، د "پل سوخته" په نوم پر کابل سیند جوړ شوی پل، پر نشو د روږدو هغو کسانو د اوسېدو پر ستر مرکز بدل کړی چې ژوند او د سولې ارمانونه يې تدریجي مرګ ګواښي.

تر دغه پله لاندې د ګڼو روږدو څيرې، څيرې جامې او ببر سرونه چې د جګړه ځپلي افغانستان په پلازمېنه کې نشې کوي او ډېر يې د ژمي په دې سړه هوا کې شپه او ورځ هلته تېروي، د هر چا پام ځان ته اړوي.

د نشه یانو دغه حالت ته په پام، کېدای شي ځینې داسې و انګېري چې دغه خمار او نشه مسافر، کېدای شي یواځې په دې اند وي چې څنګه د خپل خمار ماتولو لپاره نشه یي توکي ترلاسه کړي، خو داسې نه ده؛ د هغوی زړونه هم له دردونو ډک دي، د خپل هېواد له جګړه ییز حالت نه سر ټکوي، جګړه د خپل اعتیاد او اوسني بد وضعیت تر ټولو لوی لامل بولي او وایي چې په هېواد کې یې د سولې ټینګښت ستر ارمان دی.

د میدان وردګو ولایت د مرکز اوسېدونکی ۲۸ کلن محمد ریحان یو له دغو کسانو دی.

پر نشه یې توکو روږدی دغه ځوان چې زاړه سپین کالي او دوه خیرن واسکټونه یې اغوستي وو، تر پله لاندې له خپل هستوګنځي په داسې حال کې راووت چې لمر نوې پلوشې پر ځمکه خورې کړې وه.

هغه د پژواک خبري اژانس خبري ډلې په لیدو سره ودرېد او دې ډلې ته په خطاب کې یې وویل چي خبریالان دې پر روږدو راپورونه نه جوړوي، حکومت دې خلکو ته کار پیدا کړي.

ده وویل: "د جګړو مخه ونیسئ، موږ جګړو تباه کړو، جګړو."

ریحان چې په وینا یې له څلورو کلونو راهیسې پر نشو روږدی دی او اوس هیرویین وهي، لومړی نه غوښتل چې مرکه وکړي، خو کله چې پوه شو د سولې په اړه ورسره خبرې کوو، مرکې ته چمتو شو. (ویډیو)

هغه په رېږدېدلو لاسونو خپلې سترګې موښلې او ویل یې چې د جګړو د دردونو هېرولو او په ژوند کې د سکون موندلو په موخه یې نشو ته مخه کړې ده.

ده د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې پلار یې په خپل مرګ له نړۍ سترګې پټې کړې، خو مشر ورور یې په میدان وردګو کې د ماین په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ او وروسته یې کورنۍ پاکستان ته کډه شوه او کلونه وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.

د ریحان په سترګو کې اوښکې راغلې، شېبه چوپ پاتې شو او بیا یې وویل چې ورور یې د ده لپاره ستره پانګه وه او د ورور له مرګ وروسته یې، جګړو د ده د یو شمېر نورو دوستانو ژوند هم واخیست چې د مرګ احوال به یې کډوالۍ کې د هغه پر ذهن ډېر بد اغېز کاوه.

ریحان چې د سړې هوا له امله لړزېده، وویل، همدا دردونه وو چې دی یې د نشو نړۍ ته ټېل واهه.

دغه ځوان چې په انګریزي ژبه هم خبرې کولی شي او وایي چې په پېښور کې د یو خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغ شوی، بیا، بیا له جګړو سر ټکوي او زیاتوي: "که جګړه نه وای، بدبختي به نه وای او سوله به وای، نو دنده به مو درلوده، زه به هم په خپل کور او کلي کې وم، دلته به مې تر پله لاندې څه کول؟"

اوښکو د هغه له بڼو ځان را بېل کړ او ویې ویل چې یو کال یې د انګریزي ژبې په کورس کې د استاد په توګه کار کړی او ژوند ته یې ډېرې هیلې لرلې، خو "بدمرغو جګړو" یې ټول ارمانونه له خاورو سره خاورې کړل.

ده وویل چې کوژده یې نه ده کړې او د خپلې کورنۍ پنځه غړي (مور، درې وروڼه او یوه خور) یې له درېيو کلونو راهيسې په داسې حال کې نه دي لیدلي چې پل سوخته ته نږدې په خوشحال مېنه کې ژوند کوي.

ریحان وایي، تر یوه وخته یې کورنۍ هڅه کوله چې هغه پیدا کړي او کور ته یې بوځي، خو له درېیو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ ورک دی او دی هم حال نه ترې لري.

ریحان چې پر دود وهلي تور مخ یې اوښکو لارې جوړې کړې وې، زیاته کړه: "زه د مور زوی یم، زوی خو ګران وي، د چا به ولورېږي چې با سواده زوی یې تر پله لاندې وي."

هغه خپل ځان او ببرو اوږدو ويښتانو ته په لاس اشاره وکړه، ویې ویل، کور ته یې ځکه نه ځي چې له یوې خوا له خپلو ګاونډیانو شرمېږي او له بلې خوا په دغه حالت کې یې د کورنۍ کوم درد هم نه شي دوا کولای.

هغه هیله من دی چې که په هېواد کې سوله ټینګه شي، نو له یوې خوا به یې درملنه وشي او له بل پلوه به ورته کار پیدا شي او بیا به خپلې کورنۍ ته هم ورشي او نوی ژوند به پیل کړي.

ریحان زیاته کړه: "که خدای سوله راوسته نو که نور څه نه وي، د هېواد جوړولو او خپلې کورنۍ لپاره خو جارو کولای شم."

هغه وایي: «سوله د ټولو لپاره مهمه ده، موږ نن دلته تر پله لاندې بندیان یو، مرغه هم په قفس کې د سولې او ازادۍ ارمان کوي، نارې وهي او ازادي غواړي.»

دغه ځوان وایي، سوله په نشه یې توکو د روږدو کسانو لپاره ځکه تر نور ډېره مهمه ده چې که سوله وي، نو درملنه به یې وشي، کار به ورته پیدا شي، خو که جګړې دوام وکړي، نو د بېکارۍ له امله به د نشه یانو شمېر نور هم زیات شي.

هغه زیاتوي: "که سوله رانه شي، اینده به مو مرګ وي، څوک به په جنګ کې وژل کېږي او څوک به د نشه یي توکو له امله ژوند له لاسه ورکوي.»

د سولې ارمانجن ریحان د افغانستان له مشرانو سوله غواړي او وایي چې سوله او روغتیا یې لوی ارمان دی.

سوله د ټولو ارمان دی

سوله یواځې د ریحان ارمان نه دی؛ ګڼ نور روږدي دردمن افغانان هم د هېواد د نورو وګړو په څېر سوله غواړي او دا یې ستر ارمان دی.

د لوګر ولایت اصلي اوسېدونکی ۲۴ کلن رفېع الله هم یو له هغو کسانو دی چې په کابل ښار کې له نورو روږدو کسانو سره په سړه هوا کې کوڅه پر کوڅه ګرځي.

له هغه مو وپوښتل چې سوله غواړي او که نه؟ په ژړغوني غږ ویې ویل: «سوله؟ سوله نو څوک نه غواړي، داسې څوک به هم وي چې سوله ونه غواړي.»

د کابل ښار اوسېدونکی ۳۲ کلن شېراغا چې اوس د کابل سیند کې له نورو روږدو سره له پلاستیک او جنډو جوړو شوو څپریو کې ژوند کوي، وايي سوله غواړي.

هغه چې د انځور اخیستو اجازه یې نه ورکوله، د نورو نشه یانو په څېر یې زړې جامې پر تن او په خپلو ببرو ويښتانو کې يې ګوتې وهلې، وویل چې د سولې ارمانجن دی.

شېراغا وايي: «زه د ځان لپاره کار هم نه غواړم، خو سوله ځکه غواړم چې هېواد ارام شي، که جنګ دوام وکړي نو د هېواد سلګونه نور ځوانان به مو هم پر نشه یې توکو روږدې شي او ژوندونه به یې تباه شي.»

د پژواک خبري اژانس سروې چې په کابل، فراه، هرات، کندهار، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له ۱۳۰ پر نشه یي توکو له روږدو کسانو سره د مرکو له لارې د روان کال د مرغومي له ۱۸مې تر ۳۰مې ترسره شوې، ښیي چې پر نشه یي توکو د روږدو افغانانو ۷۰ سلنه له جګړو راټوکېدلې ستونزې د روږدي کېدو لامل ګڼي او نږدې ټول یې له ناخوالو د ژغورلو لپاره سوله غواړي.

د سروې د ګډونوالو ۹۴ سلنه وایي، سوله ډېره مهمه ده، دوه سلنه وایي لږ مهمه ده، خو څلور سلنه نور بیا وایي نه ده مهمه.

دغه را د هغوی له هرو لسو کسانو اووه وایي، له جګړو راټوکېدلو ناخوالو لکه، بېکاري او اقتصادي
 ستونزو، کډوالۍ او معیوبیت اړ ایستلي چې نشو ته مخه کړي، خو درې نور بیا وایي چې د «ناسمو ملګرو» له لاسه پر نشه یی توکو روږدي شوي دي.

د سروې د ګډونوالو له هرو لسو تنو، ۷ یې وایي، له حکومت نه سوله او کار غواړي، خو درې نور وایي چې درملنه یې دې وشي.

جګړه ناسمه ټولنه او ناسمه ټولنه نشه یان زېږوي

د کابل پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي استاد شرف الدین عظیمي وایي چې د افغانستان اوږده جګړه د بېلابېلو امنیتي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل شوې ده.

دی وایي، کله چې په ټولنه کې نا امني او جګړه وي، زده کړو او د ژوند نورو اړتیاوو پوره کولو لپاره اسانتیاوې نه برابرېږي، ټولنه ناسالمه کېږي او په دې راز ټولنه کې بیا ځیني وګړي د ستونزو او کړاوونو له امله نشو ته مخه کوي.

عظیمی وایي: «که چېرې سوله راشي او جګړه ودرېږي، هېڅوک به هم مجبور نه وي چې بهر ته ولاړ شي، هر څوک به خپلو کارونو ته پام کوي او نا ارامي به له ټولو خلکو کډه وکړي.»

ده وویل چې د سولې په راتګ سره به په تدریجي ډول ستونزې او ناخوالې کمې شي او ورسره به پر نشه یې توکو روږدي کسان هم له نشو خلاص شي او د ټولنې د نورو وګړو په شان به خپل ژوند پیل کړي.

د ارواپوهنې پوهنځي دغه استاد وایي، روغ انسان اعتیاد ته مخه نه کوي، که چېري په یوه ټولنه کې سوله وي او ارامتیا وي، نو کله به هم څوک اعتیاد ته مخه نه کړي؛ ځکه چې اعتیاد د سکون د پيداښت لټه ده.

د راپورونو له مخې، په افغانستان کې چې د نړۍ تر ټولو ستر د نشه یي توکو تولیدوونکی هېوا دی، د نشه یانو د شمېر په اړه نوې سروې نه ده ترسره شوې، خو د ۲۰۱۵ میلادي کال سروې ښيي چې په هېواد کې درې عشاریه شپږ میلیونه کسان چې د ټول نفوس ۱۱ سلنه جوړوي، په بېلابېلو نشه یي توکو روږدي دي.

Tags: