معلول ماشوم: خدای دې وکړي سوله وشي، څو ډاکتر شم او خلکو ته خدمت وکړم

Create: 03/03/2020 - 12:12

جلال اباد (پژواک، ۱۳ کب ۹۸): څوارلس کلن شفيق الله چې په چاودنه کې يې دواړه پښې له لاسه ورکړې، وايي غواړي ډاکتر شي او بیا د ټپي ماشومانو درمنله وکړي.

د شفيق الله کورنۍ اصلن د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ ده، خو د جګړو له امله اته کاله مخکې د دغه ولایت ګاونډې ولسوالۍ سره رود ته کوچېدلې وه، خو دى خبر نه و چې د جګړې له زیانه به دلته هم خوندي نه وي او یوه چاودنه لامل شوه چې دواړه پښې له لاسه ورکړي.

شفيق الله چې اوس د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې اوسېږي، وايي، دوه کاله مخکې یې له خپلو همځولو سره پر يوې سرګلولې لوبې کولې چې ناڅاپه وچاودېده.

هغه چې د خپل کور مخې ته په پيتاوي کې له خپلو لکړو سره ناست و، پژواک ته وويل، د شپې يې د کور ترڅنګ د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه، سهار چې له کوره بهر شوو، نو د کورنۍ ماشومانو له جګړې پاتې شوې سرګلوله موندلې وه.

دی زياتوي: "ماشومانو نه پوهېدل چې دا مرمۍ ده، د کور مخې ته يې راوړې وه او ورسره يې لوبې کولې چې ناڅاپه درز شو او بيا موږ پر ځان پوه نه شوو، کله چې په هوښ راغلم، نو روغتون کې بستر وم."

له شفيق الله سره په دې چاودنه کې د هغه درې کوچني ترونه، دوه د تره لوڼې او يو د ترور زوی ټپيان شول او دغه راز يې يوه خور، يوه د تره لور او يوه د تره ښځه ووژل شول.

له پېښې وروسته هم د شفيق الله د کورنۍ او هم خپله د ټپي اووه واړو ماشومانو هيلې مړې شوې وې چې ګواکې پاتې ژوند به يې له کړاوه ډک وي؛ خو وايي، يوې خيريه ادارې يې د ژوند د بدلون هيلې ورکړې دي.

شفيق الله چې په ياده چاودنه کې يې دواړه پښې پرې شوې، وايي: "د يادو ټولو ماشومانو پښې او لاسونه نشته، يوې موسسې موږ ته مصنوعي پښې جوړې کړې دي."

د هغه په وينا، د سيمې يو سوداګر ورته ښوونکى نيولى او هره ورځ کور ته ورځي او ورته زده کړې کوي.

نوموړی چې اوس له کړاوه ډک ژونده د وتلو لپاره زده کړې کوي، د سولې ارمانجمن او هيله من دى چې ډاکټر شي او د خپلو هغو هېوادوالو درملنه وکړي چې د هغه په څېر ړندې جګړې یې معلولوي.

هغه چې اوس په اووم ټولګي کې دى، وايي: "ښوونځى مو له کوره ډېر لرې دی، يوازې امتحانونو ته ورځو، نور همدلته درس وايو، زما دا هيله ده چې په راتلونکي کې ډاکتر شم او د هغو کسانو علاج وکړم چې پښې يې چاودنو کې غوڅېږي."

شفيق الله په داسې حال کې چې له سترګو يې اوښکې روانې وې ويل، هېڅکله یې د خپل روغ صحت ارمان نه دی کړی؛ خو کله چې خپل همځولي پر لوبو ويني؛ نو دی ځورېږي.

د شفيق الله نيکه عزت ګل وايي، دا يې د ژوند تر ټولو سخته ورځ وه چې په يوه ورځ يې له کوره درې جنازې ووتې او اووه ماشومان ورته معلول پاتې شول.

هغه پژواک ته وويل: "موږ ټول نارينه کارونو پسې تللي وو، ماشومانو دا مرمۍ پيدا کړې وه، د کور مخې ته يې لوبې کولې، يوه نګور مې هم بهر په اوبو پسې روانه وه چې دغه مرمۍ چاودېدلې، نګور او دوه لمسي مې ځاى پر ځاى مړه او دا ۷ ماشومان ټپيان شول."

عزت ګل وايي، په ټپي ماشومانو کې يې درې خپل زامن او درې يې لمسيان دي او دغه راز يې يو هم د ورور لمسی دی.

نوموړی د خپلو اولادونو د زده کړو په اړه وايي: "معلم همدلته کور ته راځي، کوم ماشوم چې کوم صنف کې دی، د هماغه صنف درس ورته وايي، خو چې ازموينو ته ځي، موږ دوه کسان ورسره بيا تر ښوونځي پورې ځو."

د شفيق الله نيکه هم د سولې لپاره دعا کوي او زياتوي چې که دا کرغېړنه جګړه ختمه شي، نو د هېواد ماشومان به له دې ډول برخليک سره مخ نه شي.

شپږ کلنه مروا په معلولو ماشومانو کې تر ټولو کوچنۍ ده، مور يې هم همدې پېښې ترې اخيستې او په چاودنه کې يې دواړه پښې پرې شوې دي.

هغه چې اوس د ښوونځي د دويم ټولګي زده کوونکې ده، د خبرو کولو جرئت نه يې درلود، خو کورنۍ يې هيله منه ده چې له زده کړو سره به يې راتلونکی روښانه وي.

د مروا ښوونکی عبدالعزيز وايي، د دغو ماشومانو له زده کړو ځکه ډېر خوند اخلي چې د ټولنې د داسې قشر لاسنيوی کوي چې له ژونده ناهيلي دي.

نوموړي پژواک ته وويل، له یادو ماشومان سره د دې لپاره چې پر بدن نيمګړي دي، خو له زده کړو سره یې لېوالتیا ډېره ده او د يادولو په برخه کې يې هم ډېره خواري کوي.

د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد کلي کې د يادې کورنۍ ګاونډيان وايي، کله چې دغو خلکو له خوږياڼو کډه راوړه، نو ډېر خوښ وو؛ ځکه دلته يې خپل سرونه په امن کې ليدل، خو دې پېښې اوس د دې کورنۍ ډېر غړي له ژونده ناهيلي کړي دي.

د دغه کلي يو اوسېدونکى مشعل خان د پېښې په اړه ليدلی حال داسې بيانوي: "زه خپل کور کې ناست وم، ناڅاپه د چاودنې غږ شو، په وارخطايۍ له کوره بهر شوم، کله چې دغه ځای ته را ورسېدم، نو ماشومان په وينو کې لت پت پراته وو، بيا موږ کليوالو روغتونونو ته يووړل، د چا يوه پښه نه وه او د چا دواړه، يوه تور سرې خو ځای پر ځای مړه وه."

هغه پر وسله والو غږ کوي چې د بې ګناه خلکو د ژوند ژغورلو په خاطر دې له جګړو لاس پر سر شي او د سولې له پروسې سره دې يو ځای شي.

دا کورنۍ هيله لري چې په افغانستان کې د جګړو ښکېلې غاړې له جګړو لاس پر سر شي او سولې ته دې مخه کړي؛ ځکه که سوله وي نو د دوی په څېر به هېڅ کوچني د بدن خواږه غړي له لاسه ورنه کړي.

د ننګرهار د شهیدانو او معلولينو امريت د معلوماتو له مخې تېرو شاوخوا لسو کلونو کې دوی سره سلګونه معلول کسان ثبت شوي، خو ۲۵۰ داسې معلولين ثبت شوي چې عمرونه يې تر اتلس کلنۍ کم دي. دغه اداره وايي، ښايي، ارقام تر دې ‌‌‌‌‌‌ډير لوړ وي خو دا هغه کسان دي چې د معلوليت لرونکو وګړو د حق اخېستو کتابچې لپاره ورته عارض وي دي.