د غور د دوو قومونو د شخړې له هواري سره د کابل-غور لاره امنه شوې

Create: 08/11/2015 - 13:21

فېروزکوه (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د غور ولايت په دولتيار ولسوالۍ کې د دوو قومونو تر منځ د شخړې هوارېدل د دې لامل شوى څو په  یاده  ولسوالۍ کې د کابل- غور  پر لويه لار امنيت ټينګ شي.
د غور ولایت اوسېدونکي  وايي چې د حکومت له خوا د سولې وړاندې شوې طرحه چې په پایله  کې  یې  د دوو قومونو تر منځ   له کلونو راهيسې  روانې شخړې او خپلمنځي اختلافات ختم شول، تر ټولو غوره طرحه وه چې د شخړو او جګړو په راکمولو کې اغېزناکه واقع شوه.
په تېرو څو ورځو کې د دولتيار ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو د غور د سيمه ييزې ادارې په همکارۍ لاسونه سره ورکړل او هغه سخت اختلافونه یې چې له تېرو دوو کلنو راهيسې د ددې ولسوالۍ د دوو  قومونو په منځ کې دوام درلود او دواړو غاړو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې وه، سره هوار کړل.
له تاوتريخوالو او جګړو د خلکو ګوښه کېدل، د عامه پوهاوي کچې لوړېدل او د شخړو په هوارېدو کې د هغوى ګډون ، هغه اصلي عوامل دي چې دولتي مسوولين او د مدني ټولنو بنسټونو  د تاوتريخوالي په کمښت کې له هغې نه د اغېزمنو چارو په توګه  يادونه کوي.
‎سيمه ييز چارواکي وايي، چې له تېرو دوو کلنو څخه په بېلابېلو ولسواليو په ځانګړې توګه دولتيار ولسوالۍ کې ولسي شوراګانې فعاليت کوي، او د شخړو په هوارولو کې چې  د زياتو  لامل یې هم  وژنې وې، د پاى ټکى ايښى  ، چې  د قومي مخورو دې کار ، د دولتيار ولسوالۍ په اوږدو کې د کابل – غور د لويې لارې د امنيت په ټينګښت کې مرسته کړې ده.
يو شخړه چې لامل يې د باج اخيستل او له  يو کور څخه د يو قوم له لوري د يوې مېرمنې تښتول وو،   ددې ولسوالۍ په شينيه سيمه کې رامنځ ته شوې  وه، چې څه باندې دوه کاله يې دوام وکړ، د سيمې د مخورو او مصلحو مشرانو په منځګريتوب شخړه هواره شوه او د دغه اختلافاتو لمن ورټوله شوه.
د شخړې  پيل:
د دولتيار ولسوالۍ د شينيه کلي اوسېدونکي اصف وويل:"موږ په دولتيار کې بېلابېل قومونه لرو، خو دا لانجه د  "زى حسين " او " خوشک" قومونو تر منځ داسې را پېښه شوه چې دوه کاله وړاندې د "زى حسين" قوم يوه مېړوښه ښځه د "تايمني "قوم د يو هلک له لوري وتښتول شوه."
دواړو قومونه سره مخالف شول د "زي حسين" قوم د "تايمني" قوم پر وړاندې نظامي جبهه جوړه کړه، تايمني قوم له خپلو قومونو او د خوشک قوم چې د کابل – غور لويې لارې په اوږدو کې مېشت دى، مرسته وغوښته څو له دې جبهې سره د انساني او مالي ځواک مرسته وکړي چې خوشک قوم  هم دا ومنله.
اصف زياته کړه: "د دې لانجو له کبله زموږ په سيمه او شاوخوا نورو سيمو کې امنيتي وضعيت خراب شو چې ان د لويو لارو پر امنيت يې هم ناوړه اغېز وکړ."
د هغه په وينا، دا موضوع سبب شوه ،څو د  زى حسين قوم وسله  پورته کړي ،چې  د شهريار په نوم د يو وتلي ځوان د وژلو لامل شو.
د شينيه کلي ياد اوسېدونکي همداراز وويل،چې د روان کال  په پسرلې کې د خوشک قوم مشر ملا جمعه خان د شينيه کلي په بازار کې د عمومي لارې په اوږدو کې تر بريد لاندې راغى او ټپي شو او پر دې سربېره د دواړو قومونو وسلوال څو ځله په خپلو کې په جګړه اخته شول.
هغه زياته کړه،چې  ٤٠ ورځې وړاندې د زى حسين قوم وسلوالو د خوشک قوم  پر کلې د شپې له خوا بريد وکړ ،چې د يوې ښځې او ماشوم په ګډون د   خوشک درې کسان ټپيان شول  او د غنمو څو درمندونو هم اور واخيست.
هغه زياته کړه، چې له دې نښتې څخه وروسته، د عالمانو او سيمې مخورو د هڅو په ترڅ کې دواړه قومونه سره په خلا شول چې اوس وضعيت سم دى.
د ولسي شوراګانو منځګړيتوب:
د دولتيار ولسوالۍ اجرايي مدير او اسيدونکى مولوي ولي چې قومي اثر او نفوذ  هم لري پدې اړه وويل،چې د شينيه کلي د داوړو قومونو تر منځ دښمني له دوو کلنو راپديخوا پيل او تر اوسه يې دوام درلود.
دغه  دينې عالم زياته کړه:" دواړو وسلوالو غاړو کې احساساتي ځوانان وو، ما فکر وکړ که منځګړيتوب ونه کړم ، نو څه موده وروسته به ښايي د دواړو لورو ځوانانو  او د لويې لارې په اوږدو کې مساپرانو ته هم مرګ ژوبله واوړي."
دغه  قومي  مخور چې  په وينایې دداسې شخړو په هوارولو کې خورا تجربه لري   زياته کړه  چې لومړى يې له خلکو او د سيمې له مشرانو سره غونډې وکړې ،چې له ډېرو خبرو اترو څخه وروسته دواړو قومونو سولې ته غاړه کېښوده او ټولو ستونزو ته يې د پاى ټکى کېښود.
مولوي ولي زياته کړه، چې نن هم دا دوه قومونه او هم هغه خلک چې له يادې لويې لارې تګ راتګ کوي، ارامه دي، ځکه له دې وړاندې څو ځلې د نښتې او اختلافونو له امله سرک وتړل شو او مسافر له ډېرو ستونزو سره مخ شول.
نوموړي وويل: "دغه دوه قومونه د يو بل ترڅنګ ژوند کوي. دواړه يې وسلې لري او په يوه بازار کې په روزګار هم بوخت دي، که چېرې يې تر منځ سوله نه وى شوې نو ستونزې به ډېرې شوې وى."
دغه راز د دولتيار ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي محمد نبي وويل، چې په غور کې يوه عمده ستونزه د قومي اختلافونو شتون دى چې   خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي او د نا امنيو او د وسلوالو کسانو د ډېرېدو لامل شوي دي.
هغه زياته کړه: " دا دوه قومونه چې دواړه په وسلو سنبال و، هره ورځ به لويه بل سره په نښته کې ښکېل وو  او ستونزې به يې رامنځته کولې."
محمد نبي د يادو دوه قومونو تر منځ د نورو ستونزو په اړه داسې يادونه وکړه: " د دواړو قومونو کسانو به د خپل کار پر مهال وسلې درلودې، د شپې له لوري به يې پېرې کولې او کوم خلک به چې له يادې لارې تلل راتلل، هغوى ته ډېره لويه ستونزه وه."
نوموړي زياته کړه، چې د يادو دوو قومونو تر منځ درې ځلې لويه شخړه رامنځته شوې چې له دواړو لوريو ډېر کسان پکې ټپيان شوي، د يوه بل کورونه يې د راکټ په وسيله ويشتي او د يوه بل درمندونه يې سوځولي دي.
د دولتيار ولسوالۍ ياد اوسېدونکي وويل، له هغه وروسته چې د دوى څلور خواو خلک له ستونزو سره مخ شول نو د سيمې خلک تنګ شول، د سيمې مشرانو او سپين ږيرو او د ولسوالۍ چارواکو هڅه وکړه او له دواړو لوريو يې واک واخيست او د دوى تر منځ يې سوله وکړه.
د محمد نبي په وينا، دوى د ولسوالۍ له  مشرانو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به نښته نه کوي، دوى يو بل مېلمانه کړل چې اوسمهال سيمه ارامه ده او هر څوک خپل کار تر سره کوي.
دغه راز د پژواک خبري اژانس په راپور کې چې د روان کال د چنګاښ مياشتې په ١١ مه د دولتيار ولسوالۍ په شينيه کلي کې د يادو دوه قومونو تر منځ د نښتې په اړه خپور شوى، راغلي چې پدې نښته کې  پنځه کسان  ټپيان شوي او د خوراکي او سون توکو شپږو زېرمو ته اور اچول شوى دى.
د ياد راپور له مخې، دغه نښته د همدې شپې په جريان کې له هغه وروسته رامنځته شوه چې د يوه غيرقانوني  وسله والې ډلې قوماندان رييس ګل احمد کسانو د شينيه پر کلي بريد وکړ او د سيمې د خلکو په وينا په دغه جګړه کې د يادې سيمې يو ماشوم، يو سړى او يوه ښځه او دوه بريد کوونکي او دوه بريد کوونکي ووژل شول.
د دولتيار ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار ضياءالدين حسيني هغه مهال پژواک ته ويلي و، چې دواړه لوري غيرقانوني وسلې لري، خو د قضيې يو لورى رييس ګل احمد ډېر واک لري او د هغه کسانو تېره مياشت د خوشک قوم مشر د شينيه په کلي کې ټپي کړ.
د غور ولايت يوه مدني فعال محمدوزير نوراني وويل: " د دغو دوو قومونو تر منځ د اختلافونو حل د دولت يار ولسوالۍ په ځانګړي ډول د غور-کابل لويې لارې د امنيت  په ساتلو کې ډېر اغېزناک دي."
هغه وويل، چې په غور کې يوه ډېره عمده ستونزه د ١٣٢ ګروپونو په چوکاټ کې د لسو زرو غيرقانوني وسلوالو شتون دى ، چې هر يوې ډلې يې خلک د خپلو ګټو په موخه په قومونو او ډلو وېشلي او په خپلو منځونو کې په جګړو اچولي دي.
نوراني زياته کړه، چې هرې  يوې  يې د سيمه ييزې ادارې پر وړاندې موازي حکومت جوړ کړى، چې هره ورځ د همدې اختلافونو له امله خلک د دوى د نښتو په ترڅ کې   قرباني کېږي  او د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کيږي.
ياد مدني فعال وويل، چې د همدې اختلافونو او خپلمنځي جګړو له امله د غور په کچه ٢٧٠ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه نورې کورنۍ د خپلو کورنو پرېښودو ته اړې شوې او هرات د غور مرکز ته يې پناه وړې ده.
هغه زياته کړه: " تر څو پورې چې دغه اختلافونه حل نه شي او له دغو کسانو وسلې ټولې نه شي؛ د امنيت ټينګښت ګران کار دى."
له بلخوا د غور ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په تېرو دوه کلونو کې په دغه ولايت کې د ١٣٠ ګروپونو په چوکاټ کې د غيرقانوني وسلوالو شمېر له شپږو زرو زياتو کسانو ته رسېده، خو اوسمهال د ١٠٣ ګروپونو په چوکاټ کې ٤٥٠٠ کسانو ته رسيږي.
د هغوى په وينا، هغو فشارونو ته چې د خلکو په مرسته پر دوى باندې راوړل شوي او په ټوليز ډول دولتي امنيتي سکټور ته پام شوى، د حکومت واکمني زياته شوې او د وسلوالو کسانو شمېر کم شوى دى.
د غور پخواني والي سيدانور رحمتي تېر کال په دې اړه چې له وسلوالو کسانو وسلې ولې نه ټوليږي؟ ويلي و: " وسلوال کسان ځواکمنې ډلې ټپلې دي او د هغوى بې وسلې کول يوه لويه او جلا موضوع ده او د ولسمشر پرېکړې او نوي پروګرام ته اړتيا لري."