په ناروې کې د افغان مېرمنو او طالبانو د استازو ناسته

Create: 06/03/2015 - 10:38

کابل(پژواک، ١٨غبرګولى ٩٤): د رسنیو د راپورونو له مخې، د ۱۳۹۴ کال د غبرګولي  په ۱۵ او  ۱۶مه نېټه، د ناروې په پلازمېنه اوسلو  کې د ځینو افغان مخکښو مېرمنو او د وسله والو طالبانو د استازو  تر منځ غیر رسمي خبرې اترې ترسره شوې دي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویاند "فرود اندرسون"، رسنیو ته ددې ناستې د منلو تر څنګ دا هم ویلي چې  د دوى حکومت تردې وړاندې هم د بيلابيلو افغان لوریو ترمنځ د تفاهم او تبادل نظر لپاره دا  ډول ناستې جوړې کړې دي.
همدارنګه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم رسنیو ته د یوې خبرپاڼې په استولو سره دا ناسته تایید کړې ده ، خو هغه یې یواځې د بېلابېلو لوریو سره د هغوی د  نظریاتو د معلومولو په موخه غیر رسمي ناسته بللې ده.
په کابل کې د سولې عالي شورا چارواکو او په یاده غونډه کې د ګډونوالو له قوله ویل شوي چې په دې ناسته کې تر ډېره بریده د سولې په پروسه کې  د ښځو د حقونو  د خوندیتوب پر سر خبرې اترې شوې دي.
په دې ناسته کې د شاوخوا لس تنو  افغان مېرمنو د ګډون یادونه شوې ده چې په  ترڅ کې یې د ولسي جرګې او سولې عالي شورا د ځینو ښځینه غړیولکه شکريه بارکزۍ ، ګلالۍ نور ساپۍ، حبيبه سرابي، فوزيه کوفي، حوا علم نورستانۍ نومونه اخیستل شوي دي.
همدارنګه ویل شوي چې په یاده ناسته کې د طالبانو له اړخه مولوي شهاب الدين، شاهين او عباس ستانکزي برخه درلوده.
په ياده غونډه کې ډير تمرکز د ښځو پر حقونو شوى او له کابله تللو مېرمنو د طالبانو له پلاوي سره د ښځو د حقونو په اړه خپلې اندېښې شريکې کړې دي.