په قطر کې افغان ډيالوګ دوه ورځنى کنفرانس

Create: 05/31/2015 - 09:15

کابل( پژواک، ٦غبرګولى ٩٤): د پګواش په نوم يوې کاناډايي څېړنيزې موسسې له خوا (د افغان ډيالوګ) تر نامه لاندې د ١٣٩٤ لمريز کال د غويي په ۱۲ او ۱۳مه  د قطر په پلازمېنه دوحه کې د "افغان ډيالوګ"  تر سرليک لاندې دوه ورځنى کنفرانس جوړ شوى وه. دغه ناسته  د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه ، د افغانستان او طالبانو تر منځ رسمي خبرې اترې ونشوې خو  د افغانستان په جکړه کې ښکيلو لورو، خپل نظرونه يو له بل سره شريک کړل.
په دغه ناسته کې ٤٤ تنو ګډون کړى وو چې په کې  د سولې عالي شورا غړي، د سياسي ګوندونو،  د مدني ټولنو استازو، د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي استازي او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي شامل وو. 
له کابل څخه  په ورغلو کسانو کې د پخوانيو وزيرانو او چارواکو تر څنګ د ولسمشر اشرف غني تره  ډاکټر عبدالقيوم کوچى، ډاکټر فاروق اعظم، سيداسحاق ګيلاني، حاجي روح الله، وحيدالله شهراني، انوارالحق احدي او د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې دوه کسيز پلاوى قريب الرحمن سعيد او ډاکټر غيرت بهير او دغه راز د کابل د حزب اسلامي له بلې ډلې انجنير قطب الدين هلال، مولوي عطاء الله لودين او مولوي شهزاده شاهد برخه اخيستې وه.
په دغه کنفرانس کې له کابل څخه  ورغلو د مدني ټولنو  درې  ښځينه غړو د ګډون ترڅنګ د ياد کنفرانس په څنډه کې له طالب چارواکو سره د ښځو د حقونو  په اړه مخامخ او په ازادنه توګه خبرې هم وکړې.
داسې ويل کيږي چې په افغانستان کې د سويډن سفير او همدارنګه په کابل کې د روسيه سفارت استازي هم د ياد کنفرانس په برابرولو کې رول درلود، خو د افغانستان درې مهمو ګاونډيانو ته  لکه پاکستان ، چين  او ايران  ته په دغه کنفرانس کې هېڅ رول نه و ورکړل شوى او نه په دې اړه پوښتل شوي و .
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د يوناما د دفتر ځينو استازو هم ګډون درلود  او  دغه ګردي مېز ته ورته کنفرانس د طالبانو په خوښه د پګواش د موسسې له خوا د يوناما او د قطر  په مالي لګښت جوړ شوى و.

پګواش کاناډايي څېړنېزه موسسه ده چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو  کې د سولې او شخړو  د له  منځه وړلو  په موخه،له ۱۹۵۷ زېږديز کال څخه را په ديخواه، فعاليت لري. دغې ډلې د ۱۳۹۰ لمريز کال د وږي مياشت کې د عربي متحده ايالتونو په دوبۍ ښار کې  په  افغانستان کې د سولې او خبرو اترو تر نامه لاندې يوه ناسته ترتيب کړې وه.
ددې ډلې يوه پلاوي د ١٣٩١ زېږديز کال په غويي مياشت کې د افغانستان په کابل او بلخ ولايتونو او همدارنګه د عربي متحده ايالتونو د دوبۍ په ښار کې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د افغانستان د سولې بهير په اړه سلا مشورې ترسره کړې دي.
په دغه دوه ورځنۍ ناسته کې که څه هم د دواړو اړخونو ( د سولې شورا د غړيو او طالبانو استازو) تر منځ رسمي خبرې اترې ونه شوې ، خو  د پګواش ډلې  د ياد کنفرانس مهم ټکي خپاره کړي دي چې ځينې يې داسې دي:
• د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه خوله په افغانستان کې د روانې شخړې د پاى ته رسولو او سولې د پروسې ملاتړ وکړ .
• ددغه کنفرانس ټولو ګډونوالو د افغانستان په روانه شخړه کې د عامو وګړو پر مرګ ژوبلې اندېښنه څرګنده کړه او ددې مرګ ژوبلې پر مخنيوي ټينګار وشو.
• د غونډې ځينو ګډونوالو له تور لېست څخه د يوشمېر کسانو د نومونو ايستلوموضوع هم مطرح کړې او د سياسي بنديانو د خوشې کولو خبره هم مطرح شوې ده.
• د کنفرانس پرمهال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر رول هم په تفصيل سره خبرې وشوې او ډيرو کسانو د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار وکړ، خو ځينو بيا ويل چې د بهرنيو ځواکونو تر وتلو مخکې بايد په افغانستان کې سياسي جوړ جاړى رامنځته شي.
• ددې غونډې پر مهال د هلکانو او نجونو پر زده کړې ټينګار وشو او زده کړې د دواړو لپاره لازمې وبلل شوې.
• د کنفرانس ګډونوالو له ګاونډيو هېوادونو سره پر ښو اړيکو ټينګار کړى خو ګاونډي هېوادونه به دافغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
• د کنفرانس ګډونوالو په يوه خوله د داعش وسله واله ډله پردۍ وبلله او هغه يې دافغانستان د خلکو د غوښتنو او هيلو پر ضد وګڼله.
• دغه راز په دې کنفرانس کې موافقه شوې چې ډېر ژر به دا ډول يو بل کنفرانس هم جوړ شي ، څو د سولې د پروسې لپاره لاره هواره شي، خو د بل کنفرانس ځاى او نېټه نه ده په ډاګه شوې.
• په دې کنفرانس کې ويل شوي چې په قطر کې د طالبانو دفتر  ددې کنفرانس په جوړولو کې مهم رول لوبولى او غوښتنه شوې چې دغه دفتر ته دې رسميت ورکړل شي.
•  د پګواش له خوا په قطر کې ددې جوړ شوي کنفرانس په ترڅ کې ګډونوالو پرېکړه وکړه چې پګواش، ملګري ملتونه او قطر به د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ ته ادامه ورکوي. 
• ګډونوالو دا پرېکړه هم وکړه چې په راتلونکي کې به يو ځل بياد همدې لړۍ يوه غونډه په قطر کې جوړېږي.