د پاريس کنفرانس

Create: 12/21/2011 - 15:09

کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د ١٣٩٠لمريز کال د ليندۍ په ٣٠مه او ٣١مه، د فرانسې "د ستراتيژيکو څېړنو بنسټ" له لوري، پاريس ښار ته څېرمه دوه ورځنۍ ناسته تر سره شوه چې د يوه "بين الافغاني" کنفرانس نوم ورکړل شو.
د رسنيو په قول، په دې ناسته کې د افغان حکومت، د حکومت د سياسي اپوزيسيون د استازو، طالبانو ډلې او د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي  شاوخوا ٢٠ استازو خپلمنځي بحثونه وکړل او يو د بل نظرونه يې واورېدل.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند دوکتورمحمد نعيم او د طالبانو د واکمنۍ د مهال يو مشر مولوي شهاب الدين، د طالبانو په استازولۍ، غيرت بهير د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي  په استازولۍ، محمد يونس قانوني د ملي ايتلاف په استازولۍ، د حق او عدالت ګوند غړي حنيف اتمر، د افغانستان د ملي جبهې غړو احمدضياء مسعود او فيض الله ذکي، فرخندې زهرا نادري او نيلوفر ابرهيمي د هېواد ولسي جرګې او حاجي دين محمد د  افغان دولت په استازولۍ په دې ناسته کې ګډون کړى وو.
د فرانسې دولت د کنفرانس له تر سره کېدو وړاندې اعلان کړى و چې په دې ناسته کې هېڅ ډول رسمي خبرې اترې او د اړوندو خواوو تر منځ هېڅ کوم رسمي هوکړه ليک نه لاسليک کېږي او ګډونوال يواځې سره نظرونه تبادله کوي او يو د بل له دريځونو خبرېږي.
  په دې کنفرانس کې د طالبانو استازو ددې فرصت ومونده چې په افغانستان کې د سولې د روان بهير او وضعيت په اړه په مفصله توګه په تحريري او تشريحي ډول  د افغان دولت او نړيوالې ټولنې استازو ته د خپل دريځ  د رسولو تر څنګ، د لومړي ځل لپاره د حکومت له سياسي مخالفينو، د کابل مېشتو سياسي بهيرونو له مشرانو، د ولسي جرګې او مدني ټولنې له استازو سره د قضيو په اړه خپل نظر او دريځ روښانه کړي.