د مالدیپ ناسته

Create: 04/21/2010 - 10:10

کابل(پژواک، ١٨غبرګولى ٩٤): د ۱۳۸۹ کال د غویي په یو دیرشمه نېټه،په مالدیپ کې ځینې پخواني طالبان، د حزب اسلامي یو شمیر پخواني غړي او د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو ځینې غړي، د حزب اسلامي د یوه پخواني غړي همایون جریر په نوښت سره غونډ شوي وو.
که څه هم په دې ناسته کې د افغان حکومت، وسله والو طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي هیڅ یو رسمي استازي شتون نه درلود، خو په کابل کې ددې ګوند یوجلا شوی مشر خالد فاروقي، د ولسي جرګې غړی عبدالستارخواصي، د مشرانو جرګې غړی او د طالبانو یو پخوانی مشرمولوي ارسلان رحماني او ځینې نور کسان ددې ناستې له مهمو ګډونوالو څخه شمېرل کېدل.
د مالدیپ د دولت رييس محمدنشید دفترهغه مهال رسنیو ته ویلي و چې د افغانستان د ولسمشرحامد کرزي استازي به په دې هېواد کې له ګڼو نورو کسانو سره وویني چې له وسله والو طالبانو سره تړلي دي،خو د افغان حکومت ویندویانو په دې ناسته کې د دولت د رسمي استازو ګډون رد کړ.
همدارنګه د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې یوه ویاند انجنیرهارون زرغون، په دې ناسته کې د حزب اسلامي د استازو ګډون رد کړی و او څرګنده کړې یې وه چې ددې ناستې جوړونکی او د انجنیرحکمتیار زوم همایون جریر،دحزب اسلامي غړی نه دی.
په ورته وخت کې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دمالدیپ په دې ناسته کې د خپلو استازو ګډون رد کړی و او د طالبانو په نامه ددې ناستې ګډونوال یې کابل مېشتي بللې وو.
د مالدیپ د دولت د رييس ویاند، فرانس پریس خبري اژانس ته همدارنګه ویلي و چې د افغانستان سوله او ثبات زموږ پرسیمه اغېز لري، ځکه نو د مالدیپ حکومت په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د هلو ځلو ملاتړ کوي .
په دغه غونده کې تقريبا له لسو نه نيولې تر شلو پورې کسانو چې په هغو کې د افغانستان د پارلمان ځینې غړي هم وو خبرو اترو کې برخه اخيستې وه او په افغانستان کې یې د جګړې د پاى ته رسولو امکانات وڅېړل.
د افغانستان د ولسي جرګې د هغه وخت منشي عبدالستار خواصي چې د مالدیپ ددې ناستې له برخه والو څخه و، رسنیو ته ویلي و چې دوى په ډيرو مهمو مسالو خبرې اترې کړي او يه وينا يې چې ښايي نږدې راتلونکې کې دوى ورته دويمه غونډه هم جوړه کړي .
خواصي ددې ناستې اهمیت په دې کې ګڼي چې لومړی افغانان له خارجي فشار او اغېز پرته د لومړي ځل لپاره راټول شول، دويم دا چې موږ د يوې اجنډا په جوړولو توافق ته ورسېدو او درېيم موږ دا توافق وکړ، چې دا کنفرانس باید خپل کار ته ادامه ورکړي چې پايلو ته ورسېږي او څلورمه يې دا چې له حکومت او مخالفانو سره وګوري او دويمې غونډې ته خپلې پايلې وړاندې کړي.
د مالدیپ ددې ناستې پر مهال، ځینو رسنیو ویلي و چې دا په دغه هېواد کې د افغانانو دویمه ناسته وه او د دوی په وینا، تر دې وړاندې د ۱۳۸۸ کال په مرغومي میاشت کې هم دلته یوه همداسې ناسته ترسره شوې وه.