د جاپان کنفرانس

Create: 06/27/2012 - 23:16

کابل(پژواک، ١٦غبرګولى ٩٤): د جاپان د "دوشيشا" پوهنتون له خوا تر "په افغانستان کې سوله او پخلاينه" تر نامه لاندې کنفرانس د ١٣٩١ لمريز کال د چنګاښ پر اوومه نېټه  د جاپان په توکيو ښار کې  تر سره شو.
په دې کنفرانس کې د لومړي ځل لپاره په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر غړي قاري دين محمد د افغانستان د سولې عالي شورا د دارلانشاء له مشر معصوم ستانکزي او د افغانستان د سولې پروسې اړوندو يو شمېر اشخاصو او افرادو سره ګډون وکړ.
ددې ناستې جوړونکو ويل چې دوى له نورو افغانانو سره په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره پر اړينو اقداماتو خبرې کړې دي.
په دې پوهنتون کې د منځني ختيځ د مطالعاتو استاد ماسانوري نايټو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي و، اصلي موخه دا وه چې ټولې ښکېلې خواوې په دې ناسته کې ګډون  او د سولې راوستلو پر لارو چارو خبرې وکړي.
په دغه ناسته کې د طالبانو او افغان دولت د استازو ترڅنګ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير او په کابل کې مېشت پخواني طالب ديپلوماټ مولوي عبدالسلام ضعيف هم برخه اخيستې وه.
د بست باستان خبري اژانس هغه مهال ددې کنفرانس په اړه ليکلي وو چې د طالبانو استازى قاري دين محمد حنيف دې کنفرانس ته د سولې طرحه په ٩ مخونو کې ولوسته، همدارنګه د حزب اسلامي  استازي غيرت بهير ددې ګوند طرحه وړاندې کړه، ددې تر څنګ عبدالسلام ضعيف هم خپله طرحه په څلورو مخونو کې ولوسته.
ددې خبري اژانس په وينا، معصوم ستانکزي په افغانستان کې د سولې د اړتيا په اړه خبرې وکړې، خو ددې سرچينې په خبره، په دې کنفرانس کې هر چا د سولې په اړه خپل دريځ او نظر روښانه کولو، ځکه خو د طالبانو د سياسي دفتر او د سولې عالي شورا دفتر د استازو تر منځ څه خبرې ونه شوې.
قاري دين محمد حنيف په افغانستان کې د طالبانو د حاکميت پرمهال د پلان وزير و، چې له همدې امله يې نوم د امريکا تور لېست کې راغى.