د اوسلو فورم کنفرانس

Create: 06/16/2015 - 09:25

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): د روان ١٣٩٤ لمريز کال د غبرګولي په ٢٦مه نېټه، د نړۍ د ١٥٠ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او مهمو شخصيتونو په ګډون، د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې جوړ شو چې د افغان دولت او طالبانو استازو هم په کې ګډون کړى و او په افغانستان کې يې د سولې په اړه بحث او خبرې وکړې.
ياد کنفرانس چې د "اوسلو فورم" په نامه يادېږي، هر کال به بحران او جګړه کې ښکېلو هېوادونو کې سولې ته د رسېدو لارو چارو د څېړنې په موخه د ناروې په پلازمېنه کې جوړېږي.
د دغه فورم د سږ کال په ناسته کې په افغانستان، يمن او سوماليا کې د سولې پر وړاندې پرتو خنډونو باندې بحث او نظرونه ورکړل شول.
دا د نړۍ په کچه لومړى رسمي کنفرانس و چې په کې د دولت د وسله وال مخالفين هم مهاله بلل شوي وو او حتى په لومړيو کې په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې په دې ناسته کې د افغان دولتي چارواکو او طالبانو تر منځ مخامخ خبرې کېږي، خو وروسته دواړو د خپلو استازو د ګډون د پخلي تر څنګ له يو بل سره له مخامخ خبرو انکار وکړ.
د اوسلو فورم په ناسته کې د دولتي پلاوي مشر د اجرايي رياست د دويم مرستيال محمد محقق پر غاړه وه چې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال حکمت کرزى، د حامد کرزي د حکومت مهال د هغه لومړى مرستيال محمد يونس قانوني، د سوداګرۍ پخوانى وزير انورالحق احدي، د ښځو چارو پخوانۍ وزيره حسن بانو غضفر او د سولې شورا يو غړى فرهادالله فرهاد په کې شامل وو.
په دې خبرو اترو کې له قطر څخه د طالبانو د سياسي دفتر درى کسيز پلاوي د دغه دفتر د مسوول سيد طيب اغا په مشرۍ ګډون کړى و چې د طالبانو له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دوى په دغه کنفرانس کې د افغانستان د قضيو په اړه خپل نظر او سياسي دريځ څرګند کړ.
د "اوسلو فورم" ويبپاڼه په دې اړه څرګندوي چې دا کنفراس هر کال د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په همکارۍ، د (بشردوستي خبرو اترو مرکز) له خوا تر (د سولې لپاره منځګړيتوب) په نامه جوړېږي.
سرچينې ويلي چې په کنفرانس کې د سولې او شخړونو د حل په اړه خبرې کېږي او هغه اشخاص او ډلې په کې ګډون او تجربې شريکوي چې فعال رول لري