د ملامحمدعمر اختریز پیغام او څو ټکي

Create: 07/25/2015 - 14:23

د وسله‌والو طالبانو د مشر ملامحمدعمر له ادرس څخه د اختر د مبارکۍ په پیغام کې سربېره پر دې، چې د جګړې پر دوام ټینګار شوی، څو مشخصو مواردو ته اشاره شوې، چې د هغې له ډلې څخه د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې پر کمښت ټینګار، د یو شمېر سیمو لاندې کولو ادعاوې، د راتلونکې لپاره د طالبانو مثبت ذهنیت وړاندې کول او ...
په لومړي سر کې د ملامحمد عمر د مبارکۍ په پيغام کې پر دې په استناد سره، چې لا هم بهرني ځواکونه په افغانستان کې موجود، نو له‌دې امله جګړه باید روانه وي او جهاد لا هم فرض دی. واقعیت دا دی، چې د ۲۰۱۵ کال په هماغه پیل کې د ټول هېواد د امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی. اوس‌مهال نه یوازې دا چې بهرني ځواکونه په جګړو کې ښکېل نه‌دي؛ بلکې یوازې کم‌شمېر یې په‌خپلو اډو کې مېشت دي او په جګړو کې برخه نه اخلي. د بهرنیو (امریکايي) ځواکونو موجودیت د یوه شفاف تړون پر اساس شوی، چې له‌مخې یې افغانستان او امریکا مشخص او مسوولیتونه لري، چې باید یې تر سره کړي. افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي چارو له سپارلو وړاندې د وسله‌والو طالبانو او د دوی د ملاتړو هېوادونو ترمنځ دا ذهنیت موجود و، چې د ۲۰۱۴ کال په پای سره به دغه ډله وتوانېږي، د افغان ځواکونو په ماتې سره حکومت نسکور کړي؛ خو په عمل کې موضوع برعکس ثابته شوه. باور دا دی، چې د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې درز پیدا شوی او ډېر جنګیالي یې په ټول شدت سره جګړې ته زړه نه ښه کوي، چې د دغې چارې لامل له یوې خوا د جګړو په لیکو کې په پراخه توګه د وسله‌والو طالبانو ځپل او له بلې خوا د سولې خبرو لومړنی پیل دی. دغه ډله د دې لپاره، چې وتوانېږي خپل جنګیالي په جګړو کې ګرم وساتي تبلیغاتو ته اړتیا لري او د دغو تبلیغاتو او جګړې توجیه لپاره له‌دې پرته، چې آیت او حدیث په‌خپله خوښه تفسیر کړي، بله لار نه‌لري.
په‌دغه پيغام کې لاهم ټینګار شوی، چې له اسلام څخه د طالبانو د خوښې او برداشت پر بنسټ نظام به رامنځته کېږي او د دغه نظام رامنځته کېدو لپاره یې د جګړې سربېره سیاسي فعالیت او سوله‌ییزو لارو چارو ټینګار کړی دی. په پیغام کې د ملامحمدعمر له قوله د وسله‌والو طالبانو پر خپلواکۍ او دا، چې د هېڅ یوه هېواد تر نفوذ لاندې نه‌دي، ټینګار شوی دی.
د اسلام‌اباد په مري کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرو که له یوې خوا د سولې په برخه کې هیلې زیاتې کړي دي؛ له بلې خوا یې د وسله‌والو طالبانو په لیکو کې درز پیدا کړی دی. باور دا دی، چې وسله‌وال طالبان په درېیو برخو وېشل کېدونکي دي: لومړۍ ډله به یې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي، دویمه هغه به یې د اسلامي دولت له ډلې سره یوځای کېږي او لږ تر لږه د خپل ژوند ساتلو لپاره به جنګېږي، او درېیمه برخه یې به یې د یو شمېر ټيټ‌پوړیو طالب مشرانو په مشرۍ خپله لار جلا کوي او جګړې ته به دوام ورکوي. طالبان د دغه درز په درک سره په‌دې لټه کې دي، څو د جګړې په لیکو کې د درزونو او ستونزو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي. په‌دې لړ کې یې نه یوازې دا چې پر سیاسي فعالیت ټینګار کړی؛ بلکې ایات او احادیث یې هم وړاندې کړي، څو د لیکو له بېل‌والي څخه مخنیوی وکړي.
که څه هم د ملامحمدعمر په اختریز پیغام کې یادونه شوې، چې خپلواک دي او د هېڅ یوه هېواد تر نفوذ لاندې نه‌دي؛ خو د مري خبرو ثابته کړه، چې د دغې ډلې د فعالیت مرکز پاکستان دی، د تېرو کلونو په اوږدو کې د پاکستان له‌خوا پالل شوي او اوس هم د پاکستان له‌خوا د سولې خبرو ته حاضر کړی شوي، چې شونې ده بیا هم د پاکستان د ګټو لپاره وکارول شي. که څه هم دغه چاره د طالبانو نه خپلواکي په ډاګه کوي؛ خو په‌دې لړ کې له الجزیره ټلویزیون سره د پاکستان د څارګرې ادارې (آی اس آی) د پخواني مشر جنرال اسد دراني او له شپېګل مجلې سره د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر پروېز مشرف څرګندونې د یادونې وړ دي، چې څنګه او په څه ډول یې طالبان بېرته فعال کړل او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره یې د افغانانو، افغان دولت او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وړاندې ودرول.
د پیغام پر څلورمه برخه کې له مشروع حقونو څخه یادونه شوې او ویل شوي، چې وسله‌وال طالبان به د لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی کوي، مشروع پرمختګ، ملي شتمني او د خصوصي برخې پرمختګ او لاسته‌راوړنې به ساتل کېږي. خو په پيغام کې پر دې سترګې پټې شوي، چې د تېرو ۱۳ کلونو په اوږدو کې هره ورځ د افغانانو وژنه د څه لپاره؟ د کانونو لوټل او په نیمه بیه پاکستان ته لېږدول د ملي شتمنیو غصب نه‌دی؟ د د ښوونځیو د دروازو بندول او سوځول د افغانانو د حقونو تر پښو لاندې کول نه‌دي؟ مشروع پرمختګ یعنې څه؟ آیا اوسنی پرمختګ غیر مشروع دی؟
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندونه کوي ، نه د پژواک ادارې