په افغانستان کې د وسله والو ډلو پېژندنه د اسلامي تحریک فدایي محا‌ذ

Create: 08/15/2015 - 09:30

کابل (پژواک، ٢٢ زمري ٩٤): د اسلامِي تحریک د فدایي محاذ په نامه ډله چې ځان د طالبانو د پخواني مشر ملا محمدعمر مجاهد، وارثان ګڼي، په اصل کې د طالبانو د وخت د نامتو جنګیالي قوماندان ملا دادالله منصور د جبهې پاتې برخه ده چې اوس یې دا نوم ځان ته غوره کړی دى.
د طالبانو د واکمنۍ پر وخت،دهغوی دحکومت یوکارکونکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د ملا داد الله منصور د ژوند په اړه وایي چې ملا دادالله د اروزګان ولایت له کاکړ قوم څخه و چې په کندهار کې يې ژوند کاوه او یو قوي جنګي قوماندان وو، چې هغه مهال یې نږدې شپږ زره جنګيالي، سلګونه موټر، بي ايم چهل، ثقيله وسلې او نور حربي وسايل درلودل.
نوموړی زیاتوي چې د طالبانو د واکمنۍ او له شمال ټلوالې سره د هغوی د جګړو پر مهال، په جګړه کې د ملادادالله ښکيلېدل، د حتمي بریا په معنا ګنل کېدل، ځکه هغه په شمال کې سخته جګړه وکړه او د بامیانو د یکاولنګ په شمول یې ګڼ شمیرسخت اوغرني ځایونه ونیول.
دطالبانو د چارو شنونکی قاضي محمدحسن حقیار د اسلامي تحریک د فدایي محاذ په اړه وایي چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې ملا دادالله  منصور دهغوی  یو تکړه اومشهور پوځي قوماندان و.
ملا دادالله  په ۱۳۸۵ کې ووژل شو،دده تر وژل کېدو وروسته دده ورور ملامنصور داد الله، دده د جبهې مشري پر غاړه واخیسته، خو دحقیار په خبره، مولوي داد الله منصور او ملا منصور داد الله دواړو ځینې خپلسرۍ درلودې،دواړه نسبت نورو ته متشدد وو، وژل رټل او سرونه غوځول، ددوی کار وو.
دی زیاتوي چې ملا منصور داد الله دوه ځلې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا  په کور کیښنول شو  پروژه وه خو کله چې په ۱۳۷۷ کال  کې د افغانستان د شمال ګڼې سيمې د طالبانو له لاسه ووتلې او د طالبانو مخالفین له شمالي لوري، د کابل دروازو ته را ورسېدل نو ملا محمد عمر یو ځل بيا ملا دادالله را وغوښت او د دوچنده امکاناتو په ورکړې سره یې د کابل او شمال دفاع ته واستاوه.
ملا دادالله منصور په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ تر سقوط لنډه موده وروسته، خپل ګڼ شمېرجنګیالي پر ځان راټول کړل، په کندهار، هلمند او اروزګان کې یې بې ساري فعالیتونه پيل کړل او دولتي او بهرنیو ځواکونو ته یې سخت تاوانونه ورسول.
تر۱۳۸۵ کال پورې ملا دادالله د هلمند او اروزګان په سیمو کې مطلق نفوذ ترلاسه کړ، وسله والو طالبانو به ډله ډله نورې جبهې پريښودې او ملا دادالله ته به راتلل، بالاخره ملا دادالله اخند په ۱۳۸۶ کال کې خورا په مرموز حالت کې ووژل شو.
له ملا دادالله اخند وروسته د هغه د جنګیالیو مشري د هغه ورور منصور دادالله ته پاتې شوه ،خو نوموړی هم د خپل ورور په ډول د طالبانو د مشرۍ تر عتاب لاندې پاتې شو. تر دې پورې چې هغه لومړی تجريد شو، له ټولو دندو ګوښه شو او وروسته د یوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې د طالبانو له لیکو وايستل شو.
منصور داد الله  په ۱۳۸۷ کال کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د  بلوچستان ایالت  د ژوب په یوه غرنۍ سیمه کې محاصره شو، اتلس ساعته جګړه وشوه، نهه پاکستاني افسران يې ووژل او منصورداد الله دوه ملګري هم له منځه ولاړل،  څه موده وروسته نوموړی په ۱۳۸۸ کال کې د پاکستاني پوځیانو له خوا د یوې جګړې په ترڅ کې لومړی ټپي او بیا ونیول شو چې تر ۱۳۹۳ کاله پورې هلته بندي وو.
په همدې ډول د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، د بهرنیو چارو وزارت کارکونکی او اوسمهال، سیاسي شنونکی وحید مژده هم د  اسلامي تحریک د فدایي محاذ په اړه، پژواک خبري آژانس ته دا مني چې اصلا دا جبهه د ملاداد الله منصور د پلوي جنګیالیو له خوا جوړه شوې خو زیاتوي  چې : د فدایي محاذ په نامه چې کومه ډله اوس فعاله ده، ددې مشري د نجیب الله وردګ په نامه یو کس کوي،چې طالبانوغوښتل دا کس ووژني،خو دی د طالبانوله منګولو وتښتېد.
فدايي محاذ لومړۍ ډله وه چې د ١٣٩٤ کال د چنګاښ په ٣١ مه يي د ملا عمر د مړينې خبر  ورکړ او له ملا اختر منصور سره يې خپل مخالفت اعلان کړ.