د طالبانو اسلامي تحریک

Create: 05/23/2015 - 09:38

کابل (پژواک، ٣٠ غويى٩٤): د طالبانو اسلامي تحریک د اسلامي سياسي او پوځي غورځنګ نوم دی چې له ١٣٧٥ لمریز کال څخه تر١٣٨٠ لمریز کال پورې په افغانستان کې واکمن و او د دوی د حکومت تر ړنګېدو وروسته، یاد تحريک له ١٣٨٣ کال څخه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او ګروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د برحاله حکومت، امريکا او د ناټو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.
د دې ډلې مشر ملا محمدعمر مجاهد نومېږي چې افغانستان ته د امریکایي عسکرو تر راتلو وروسته، له افغانستانه وتلی او په ناڅرګند ځای کې پټ دی، ددې ډلې نوم ( دطالبانو اسلامي تحریک) د طالب له کلمې څخه اخیستل شوی چې معنا او مفهوم یې په دیني مدرسو او جوماتونو کې مېشت زده کونکي دي، چې د طالب په نامه پېژندل کېږي.
د طالبانو تحریک په لومړي سر کې  د دیني  مدرسو او ښوونځيو د زده کوونکو، زده کړيالانو او عامو طالبانو له خوا جوړ شو چې لومړني غړي یې د هلمند او کندهار د ولایتونو لوستي مذهبي مشران وو، وروسته بيا د نورو هېوادونو نورو مذهبی ډلو او وګړو هم ورسره ملګرتیا وکړه چې د پاکستان له لوري د ګڼوهېوادونو لکه سوماليا، ازبکستان، تاجکستان، چيچنيا، مصر، سعودي عرب او ترکمنستان او په خپله د افغانستان دننه نورو لږه کيو قومونو لکه هزاره ګان ، تاجکان ، ازبک او نورو څخه د طالبانو حرکت ته خلک ورګډ شول.
د طالبانو جنګيالي په لومړي ځل په ۱۳۷۳ لمریزکال کې چی تقریبًا ۱۰۰،۰۰۰ تنو ته رسېدل، د چمن په سیمه کې د افغانستان او پاکستان له ګډې پولې افغانستان ته راغلل او کندهار ولایت یی ونیو، په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو وسله والې ډلې کابل ته ورسېدي او د افغانستان پلازمېنه یې ونیوله. کله چې طالبانو کابل ونیو نو د کمونیست رژیم وروستی واکمن ډاکټر نجيب الله یې، د کابل په ښار کې د ملګرو ملتو سازمان له دفتره را وویست او د ښار په آریانا څلور لارې کې یې له خپل ورور سره یوځای په دار وځړل وه.
د کابل تر نیولو وروسته، د طالبانو مشر ملا محمد عمر د افغانستان دولت نوم بدل کړ او " د افغانستان اسلامي امارت" نوم یې پرې کېښود،په هېواد کې یې اسلامي شریعت نافذ اعلان کړ،خو د دوى حکومت یواځې د پاکستان، سعودی عربستان او عربی متحده اماراتو له خوا په رسمیت وپېژندل شو، په ۱۳۷۷ کال کې طالبانو د بلخ ولایت ونيوه اوسمدلاسه یې لس تنه ایراني ډیپلوماتان د جاسوسۍ په تور ووژل.
پرافغانستان د طالبانود واکمنۍ په موده کې دلته د القاعدې سازمان هم وده وکړه او طالب مشرانو د القاعدې د مشرانو په مرسته افغانستان کې یو شمیر بهرنیو وسله والو ته د پوځي تمريناتو اډې جوړې کړې. 
طالبانو پر افغانستان د خپلې واکمنۍ په موده کې په هېواد کې یو لړ اسلامي قوانین نافذ کړل چې له مخې یې باید هر نارینه ږیره درلودلای، د سندرو او موزیک غږولو اجازه نه وه، تلوېزیوني خپرونې بندې وې، خلکو اجازه نه درلوده چې تلوېزیون، فلم یا سندرې واوري، ښځو باید برقه (چادري) اغوستې وای، خلک به یې څارل چې د ورځې پنځه وخته لمونځ کوي او که نه او له همدې امله نا مسلمانه وګړو باید پر خپلو جامو ژیړه نښه درلودلای .
د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې د نجونو ښوونځي بند وو،خو د هلکانو تعلیم په دیني او عصري دواړو څانګو کې روان او ورسره سره په هیواد کي پوهنتونونه او د هلکانو مکتبونه هم خلاص وو، طالبانو يې پر وړاندې خنډ نه جوړاوه  .
په افغانستان کې د نشه یي توکیو کښت او قاچاق له طالبانو مخکې دود شوى و، ان دا توکي د ډاکټر نجیب د ولسمشرۍ په دوران  کې ښه په شور و زور کرل کېدل، د مجاهدینو د واکمنۍ پر مهال دې کار ښه زور پیدا کړ. کله چې طالبان واکمن شول، نو په لومړي سر کې یې خلک له دې کاره منع نه کړل، مګر کله چې په نړیوال سیاست پوه شول، نو د دوی د مشر یا  امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په یوه کاغذي فرمان هر ډول نشه یي توکي په ټول افغانستان کې بند شول،  په ۱۳۷۸ لمریزکال کې د ملګرو ملتو سازمان د طالبانو په خلاف اقتصادي بندیزونه اعلام کړل او تر هغه وروسته بیا طالبانو په ۱۳۸۰  لمريز کال کې د بامیان په ولایت کې د بودا تاریخي مجسمه له منځه یوړه چې د افغانستان لپاره یې کلتوري او لرغونى ارزښت درلود.
له القاعده سره د طالبانو نږدې اړیکې او ددې سازمان مشرانو لکه اسامه بن لادن، ایمن الظواهري او نورو ته د طالبانو له خوا په افغانستان کې پناه ورکولو، له نورې نړۍ په تېره بیا له امریکا سره د طالبانو د اسلامي امارت اړيکې لانورې خرابې کړې.
په ۱۳۷۸ کال کې امریکایی پوځ د لرې وېشتونکو توغندیو په وسیله د افغانستان د خاورې ځينې برخې دالقاعدې سازمان د پوځي مرکزونو په نامه په نښه کړې او وروسته بیا په ۱۳۸۰ لمریز کال( ۲۰۰۱ ) کې القاعدې سازمان د نیو یورک په نړیوال سوداګریز مرکز برید وکړ. په برید کې تقریبا درې زره تنه ووژل شول. امریکا له طالبانو وغوښتل چې اسامه او د القاعدی نور مشران دوی ته وسپاري، خو طالبانو د امریکا دا غوښتنه ونه منله.
بالاخره د همدې ناندریو په ترڅ کې د امريکا دهغه وخت ولسمشر جورج ډبليو بوش پر افغانستان  د هوایي او ځمکني برید امر وکړ چې په ترڅ کې يې د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د اکتوبر په اوومه  ( د ۱۳۸۰ لمریز کال د میزان په ۱۵مه ) امریکایي لښکرو پر افغانستان خپل هوایي بریدونه پیل کړل او د همدې کال د نوامبر په ۱۳مه  ( د لړم په ۲۲مه ) امریکایی لښکرې کابل ته ورسېدې، د طالبانو حکومت ړنګ شو او ډېری مشران يې  پاکستان ته په تېښته مجبور شول او یا د امریکایانو له خوا ونیول شول .
په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ تر ختمېدو وروسته که څه هم د دوی ځواک په ظاهره ختم شو او په افغانستان کې پر امریکایي سرتېرو سربېره، د ګڼو اروپایي هېوادونو د پوځیانو تر ځای پر ځای کېدو وروسته، داسې نه ښکارېده چې بیا به هم طالبان په قوت مطرح شي، خو له ۱۳۸۳ کال را وروسته، یو ځل بیا لومړی د هېواد په غرنیو او سرحدي سیمو او اوس اوس په ټول هېواد کې د طالبانو جګړې بیا زور اخیستی دی.
امریکایان او ګڼ شمېر افغان چارواکي ادعا لري چې د طالبانو مرکزونه اوس هم د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوېټه اويا هم کوېټې ته نږدې سیمه کې واقع دي، پاکستان کې د رهبري شوراګاني لري چې د کويټې د مشرتابه شورا يې ډيره واکمنه ده  او له همغه لوري څخه یې لوژیستیکي او وسله وال ملاتړ کېږي، خو طالبان دا ادعا ردوي او وایې چې د دوی مشر تابه او قیادت د هېواد په دننه غرونو رغونو کې دی.