د حقاني شبکه

Create: 05/23/2015 - 14:45

کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې يوه جګړه ماره پوځي ډله ده چې د ناټو، امريکا او افغان دولت پر وړاندې عمليات پلانوي.
دا ډله له طالبانو سره ډېرې نږدې اړيکې لري او مشري يې د مولوي جلال الدين او د هغه د زوى سراج الدين حقاني پر غاړه ده، خو خپله جلال الدين حقاني د پخواني شوروي يرغل پر وړاندې د جهاد پر مهال د افغان مجاهدينو له مهمو مشرانو و.
جلال الدين حقاني د طالبانو په منځ کې له ملا محمد عمر وروسته دويم مهم شخصيت دى او ويل کېږي چې په افغانستان کې د ځانمرګو بريدونو د بمونو اېښودلو د تاکتيک برخې نوښتګر دى او د چارو د شنونکو په باور، حقاني شبکه په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون له مخالفينو جوړه ده چې د افغان اردو او په دغه هېواد کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره جګړه کوي او له القاعدې سره نږدې اړيکې لري.
د دې شبکې اصلي مقر په کره توګه نه دى معلوم، خو داسې ښکاري چې شايد د ډيورنډ کرښې هغې غاړې ته د شمالي وزيرستان په سيمه کې وي، خو دا شبکه د افغانستان په بېلابېلو سرحدي سيمو په ځانګړي ډول په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې فعاليت لري.
جلال الدين حقاني په شاوخوا ١٣٢٩ لمريز کال کې د پکتيا ولايت د ځدراڼو قبيلې په يوه کورنۍ کې زېږېدلى دى.
د داوود خان د حکومت پر مهال د نورو جهادي تنظيمي مشرانو په څېر پاکستان ته ولاړ او په هېواد کې د کمونيستي حکومت پر وړاندې د مجاهدينو د پاڅون پر مهال هغه هم د جګړې ډګر ته راغى او د مولوي محمد يونس خالص تر امر لاندې يې د افغانستان اسلامي حزب د خالص څانګې په چوکاټ کې د شوروي پر وړاندې جګړه کې برخه درلوده.
په ١٣٧٠ کال کې پر دې بريالى شو چې د خوست ولايت مرکز خوست ښار د ډاکتر نجيب الله د حکومت له واکه وباسي.
جلال الدين حقاني د پخواني شوروي يرغل د جهاد پر مهال د پاکستان، عربستان او امريکا له څارګرو ادارو سره نږدې اړيکې درلودې، د دې تر څنګ يې له عرب مجاهدينو سره اړيکې ښې وې او د هغوى ملاتړ يې کاوه.
حقاني په همدې وخت کې له اسامه بن لادن سره اشنا شو او له هغه سره يې له نږدې اړيکې پيدا کړې. کله چې القاعده په ١٣٦٧ لمريز کال کې رامنځته شوه، نو لومړنۍ اډې يې هم د حقاني تر کنټرول لاندې سيمو کې د هغه تر شخصي څارنې لاندې جوړې کړې.
په ٨٠يمه ميلادي لسيزه کې کله چې رونالډرېګن د امريکا ولسمشر و، مولوي جلال الدين حقاني هم د افغان جهادي مشرانو په ډله کې سپينې ماڼۍ ته بلل شوى و او د امريکا او پاکستان پر ملاتړ د ٩٠يمې ميلادي لسيزې په منځ کې د طالبانو له نورو ډلو سره پر افغانستان مسلط شو.
په ١٣٧١ کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له پرځېدو وروسته د مجاهدينو په لومړۍ کابينه کې مولوي جلال الدين حقاني ته د عدليې وزارت وسپارل شو، څو کاله وروسته له طالبانو سره يو ځاى شو او د طالبانو په حکومت کې يې د کابل په شمال کې د هغوى د قوماندان او د سرحدونو او قبايلو د وزير په توګه دندې اجرا کړې.
افغانستان ته د امريکايي او ايساف ځواکونو له راتګ سره سم مولوي جلال الدين حقاني له امريکا سره دښمني پيل کړه او ورسره د جګړې ډګر ته راووت.
افغان حکومت او امريکا پاکستان تورنوي چې د حقاني شبکې فعاليتونه د هغه هېواد په خاوره کې په پنځايونوکې تنظيم او پلانېږي او په پرله پسې ډول يې له پاکستانه غوښتنه کړې چې له حقاني شبکې سره اړيکې پرې کړي.
امريکايي چارواکي حقاني شبکه يوه جنايت کاره او د سرحدي قاچاق وړونکو ډله بولي چې افغانستان د ناټو ځواکونو له راتګه څو کاله وروسته يې د ځانمرګو بريدونو د اصلي عامل په توګه ښه شهرت ترلاسه کړى دى.
د امريکا چارواکي، پوځي او استخباراتي متخصصين باور لري چې حقاني شبکې په افغانستان کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت په پرځېدو سره د يوه پلان شوي سازمان بڼه خپله کړه او په افغانستان کې له څو لسيزو جګړو وروسته يې د انسان تښتونې، نا قانونه پيسو اخيستو او قاچاق ته مخه کړې ده.
د امريکا د اطلاعاتو مرکزي سازمان او د متحده ايالاتو د اردو چارواکي د القاعده شبکه "په افغانستان کې تر ټولو خطرناکه جګړه ماره ډله" بولي چې عموماً د مرګونو او سختو بريدونه پلانونه جوړوي او عملي کوي يې.