د انجنيرګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان حزب اسلامي

Create: 05/21/2015 - 10:43

کابل (پژواک، ٣٠ غويى ٩٤) : حزب اسلامي په افغانستان کې يو سياسي- پوځي سازمان دى چې د دغه ګوند د مشر او غړو د ادعا له مخې، په ١٣٤٨لمريز کال کې په افغانستان کې د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ تاسيس شو.
د افغانستان حزب اسلامي د خپل جوړښت له ورځې په هېواد کې له ټولو هغو حکومتونو سره چې په افغانستان کې واک ته رسېدلي، مخالفتونه لرل او ورسره ښکېل و. له دغو حکومتونو د سردار محمد داوود خان، د خلق ګوند کمونيستي حکومت، د برهان الدين رباني حکومت، د طالبانو حکومت او د حامد کرزي واکمني يادولى شو.
البته په دې منځ کې په وروستيو کلونو کې دوى له هغو دولتونو سره هم خبرې پيل کړې چې پر وړاندې يې جګړه کوله چې اکثره وخت به دا خبرې د جګړې په مخنيوي کې پاتې راتلې.
د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال د افغانستان له پياوړو جهادي ګوندونو و چې د افغانستان په ټولو ولايتونو، شمال، سوېل، لوېديځ او ختيځ کې يې پوځي مرکزونه او وسله وال لرل.
په ١٣٧١ لمريز کال کې د افغانستان د کمونيستي حکومت له پرځېدو وروسته د دغه ګوند ځواکونو د کابل ښار ځينې برخې ونيولې، خو د مجاهدينو د نورو ډلو لکه د استاد رباني په مشرۍ د اسلامي جمعيت او احمدشاه مسعود له سختو وسله والو مخالفتونو سره مخ شو.
په ورته وخت کې شپږ ډلې چې پېښور مېشتي اووه تنظيمونه په کې وو، د افغانستان د راتلونکي دولت د تشکيل لپاره (د افغانستان اسلامي دولت) په نامه هوکړې ته ورسېدل او د لومړي وزارت پست يې اسلامي حزب ته ورکړ. خو دغه حزب شوې هوکړه ونه منله چې له همدې امله په هېواد کې وحشتناکې کورنۍ جګړې پيل شوې، له اېتلافي دولت سره د حکمتيار د اسلامي حزب د مخالفت يو عمده لامل دا وو چې د کمونيستي حکومت ځينو غړو لکه جنرال دوستم ته هم په دولت کې ونډه ورکړل شوې وه.
د حکمتيار او اسلامي جمعيت ځواکونو تر منځ جګړه چې مشري يې رباني او احمدشاه مسعود کوله، د افغانستان په دې تاريخي مقطع کې له مهمو جګړو شمېرل کېږي چې پر کابل هره ورځ بمبار کېده او په ترڅ کې يې مهم بدلونونه هم رامنځته شول چې له دې ډلې کولى شو د استاد رباني د دولت پر وړاندې د جنرال دوستم په مشرۍ د ملي اسلامي جنبش، د عبدالعلي مزاري په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي او حکمتيار د حزب اسلامي تر منځ يووالى و، په داسې حال کې چې دوى پخوا سره مخالف وو.
د ١٣٧٠يمې لسيزې په نمايۍ کې د طالبانو د تحريک په رامنځته کېدو او د هغو د بريدونو په پراخېدو سره د نورو جهادي تنظيمونو په څېر، د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي هم تر خپل واک لاندې سيمې له لاسه ورکړې او حتى له اسلامي جمعيت سره د دغه ګوند بيا ځلى جوړښت او اتحاد چې په پايله کې يې دى د مجاهدينو د حکومت د لومړي وزير په توګه وټاکل شو، له موثريته ولوېد، حتى پر دې سربېره يې وروستي اتحاد د دواړو ګوندونو او دواړو مشرانو مقام او باور په تېرو کلونو کې د دواړو د خپل منځي سختو جګړو په سبب د خلکو پر وړاندې راکم کړ.
د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وروسته د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند او ځينو نورو جهادي ډلو او تنظيمونو له سياسي غړو سره د هېواد شمال ته ولاړ او حکمتيار له څه وخت تېرولو وروسته ايران ته ولاړ او هلته يې ژوند پيل کړ.
ځکه چې ايرانيانو حکمتيار د خپل ځان لپاره د باور وړ کس نه باله. حکمتيار چې هغه مهال د تهران په شمال کې په يوه حويلۍ کې اوسېده، د دې اجازه يې نه لرله چې له ښاره ووځي او له افغانانو سره خبرې اترې ولري.
د طالبانو د حکومت پر مهال اسلامي حزب د مجاهدينو د نورو ډلو خلاف د طالبانو پر وړاندې له شمالي ټلوالې سره يو ځاى نه شول او وروسته يې د امريکا پر مشرۍ د ترهګرۍ ضد ټلوالې له خوا پر افغانستان له بريد سره مخالفت وکړ.
د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د حامد کرزي دولت په رسميت ونه پېژاند او ځواکونو يې له افغان ځواکونو او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره جګړه پيل کړه.
خو اسلامي حزب په ١٣٩٣ لمريز کال کې په يوه داسې تصميم کې چې تمه يې نه کېده، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې خپل ګډون اعلان کړ او له قطب الدين هلال يې ملاتړ وکړ.
نوموړى پخوا د حزب اسلامي مرستيال او د ګلبدين حکمتيار د لومړي وزارت پر مهال د هغه مرستيال و.
هلال په ټاکنو کې يواځې دوه اعشاريه اووه سلنه رايې خپلې کړې او له عبدالله، اشرف غني، زلمي رسول او استاد سياف وروسته پنځم کس و.
د افغانستان حزب اسلامي ګوند له ارمنځته کېدو تر اوسه پورې د دې ډلې له اصلي بدن نه بېلابېلې ډلې بېلې شوې چې د شوروي اتحاد پر وړاندې د جهاد په لومړيو کې مولوي يونس خالص د حزب د يوې برخې مشري کوله چې د خالص اسلامي حزب په نامه يادېده، په وروستيو کلونو کې هم له حزب نه کوچنۍ ډلې رابېلې شوې اکثره بېلې شوې ډلې يې ځانونه (د افغانستان حزب اسلامي) په نامه معرفي کوي چې له دې ډلې د خالد فاروقي، وحيدالله سباوون، جمعه خان همدرد او قاضي امين وقاد نومونه اخيستلى شو.
د حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي نه بېلې شوې ډلې يو له بل نه د توپير لپاره معمولاً د خپل رهبر په نامه پېژندل کېږي او اکثره يې د حامد کرزي له دولت سره په يو ځاى کېدو سره مهمو دولتي څوکيو ته رسېدلي دي.
له دې ډلې د ارغنديوال په مشرۍ حزب اسلامي ډله يادولى شو چې د ١٣٩٣ لمريز کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په ملاتړ ټاکنيز ډګر ته راووته خپل يو غړى انجنير محمد خان يې د عبدالله د لومړي مرستيال په توګه په ټاکنو کې ګډون وکړ.
نوموړى اوسمهال د افغان حکومت د اجرايي رياست لومړى مرستيال دى.