د افغان دولت وسله والې مخالفې ډلې کومې دي؟

Create: 11/04/2017 - 14:42

کابل (پژواک، ٢ لړم ٩٦): امريکا د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو او دواړو خواوو ته د ٢١ وسله والو ډلو له فعاليته خبر ورکړى، دغه راز د افغانستان حکومت هم په هېواد کې له ٢١ ډلو څخه د زياتو ډلو پر فعاليت اندېښنه څرګنده کړې، خو يو شمېر کسان بيا دغه شمېرې په افغانسان کې کمې بولي.

کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو او دواړو خواوو ته ٢١ ترهګريزې ډلې فعاليت کوي.

د نوملړ پر بنسټ چې پژواک خبري اژانس ته د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري ورکړل شوى، د افغانستان د طالبانو تحريک او حقاني شبکه، جماعت الدعوه الی القران، داعش، القاعده، په سوېلي اسيا کې د القاعدې ډله، حزب المجاهدين، د ملا نذير په مشرۍ د طالبانو ډله، تحريک طالبان پاکستان، حرکت الجهاد اسلامي، حرکت الجهاد بنګله دېش، لشکر جهنګوي، حرکت المجاهدين، جيش محمد، لشکر طيبه، د طارق ګيدار ډله، جماعت الاحرار، جندالله، تحريک اسلامي ازبکستان، جنبش اسلامي ترکمنستان، اتحاد جهاد اسلامي او نيروى قدس په دغو ٢١ وسله والو ډلو کې شامل دي.

سرچينې ليکلي چې يادې ٢١ ډلې په هغو ٩٩ ډلو کې شاملې دي چې امريکا په ټوله نړۍ کې د "ترهګريزو ډلو په تور لېست" کې شاملې کړې دي.

کابل کې د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي دفتر، د يادو ٢١ ډلو شتون د سيمې ستونزه او د اندېښنې وړ بللې او ويلي يې دي چې بايد د سيمې هېوادونه يادو ډلو ته د ترهګرو ډلو په سترګه وګوري.

سرچينې په ډاګه کړې نه ده چې له دې ډلې يې څومره د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو، څومره يې په پاکستان او څومره يې په افغانستان کې فعاليت کوي.

د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست ويلي چې د افغانستان د طالبانو تحريک او حقاني شبکې سربېره نورې ٢١ ډلې چې له دې جملې يې ١٥ پاکستانۍ دي؛ افغانستان کې خپل فعاليتونه کوي، خو د ملي شورا او پخواني ولسمشر حامد کرزي ځينو سرچينو ويلي چې په افغانستان کې ترهګريزو ډلو شمېر دومره لوړ نه دى.

د يو شمېر سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، د امريکا په تور لېست کې د ٢١ ترهګريزو ډلو له جملې ١١ ډلې يې د پاکستان او دوه نورې يې د ايران اړوند دي، درې نورې ډلې (القاعده، په سوېلي اسيا کې القاعده او داعش) هغه ډلې دي چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعاليت لري، دوه نورې ډلې (تحريک طالبان او جماعت الدعوه الى القران و السنه) د افغانستان اړوند دي او درې نورې ډلې د ازبکستان، ختيځ ترکستان او بنګله دېش هېوادونو اړوند کېږي.

د يادو ترهګريزو ډلو له جملې پنځه ډلې په ٢٠١٦ زېږديز کال، يوه بله ډله په ٢٠١٧ کال او پاتې ١٥ نورې ډلې له ١٩٩٧ کال تر ٢٠١٣ کال پورې د امريکا له لوري تور لېست ته شاملې شوې دي.

١- د افغانستان د طالبانو تحريک

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، ياده ډله د ٢٠١٢ زېږديز کال د سپټمبر په ١٩مه د امريکا له لوري په تور لېست کې شامله شوه.

د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان د طالبانو تحريک په ١٩٩٥ زېږديز کال کې رامنځته شو او خپل فعاليتونه يې د افغانستان د سوېل له کندهار ولایته پيل کړل. په پايله کې يادې ډلې په ١٩٩٦ کال کې کابل ونيو او د خپل حکومت نوم يې "د افغانستان اسلامي امارت" کېښود. د راپورونو پر بنسټ، طالبانو تر ٢٠٠١ زېږديز کال پورې د افغانستان ٩٠ سلنه خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان هغه درې يوازېني هېوادونه وو چې د طالبانو نظام يې پر رسميت وپېژاند.

په پايله کې په ٢٠٠١ کال کې د سپټمبر د ١١مې  پېښه رامنځته شوه، امريکا هغه مهال د پېښې تور د القاعده سازمان د هماغه وخت پر مشر اسامه بن لادن ولګاوه او له طالبانو يې وغوښتل، څو اسامه امريکا ته تسليم کړي، خو طالبانو دغه کار ته غاړه کښې نه ښوده، په پايله کې د ٢٠٠١ کال د اکتوبر په اوومه د امريکا په مشرۍ د ايتلاف ځواکونو د اسامه بن لادن او طالبانو غړو د نيولو په موخه پر افغانستان بريد وکړ.

د ياد ايتلاف غړو د طالبانو د مخالفو جبهو د غړو (د مجاهدينو له ډلو، د مقاومت په نوم د رامنځته شوې جبهې) په مرسته د طالبانو نظام را وپرځاوه او پخوانى ولسمشر حامد کرزی د لنډمهاله حکومت ولسمشر وټاکل شو.

طالبانو د دوى له نظام (اسلامي امارت) رانسکورېدو وروسته د کرزي له حکومت او مېشتو بهرنيو ځواکونو سره خپلې جګړې ته دوام ورکړ او ياده جګړه تر اوسه پورې دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو ډلې لومړى مشر (ملا محمدعمر مجاهد) په ٢٠١٣ کال کې د يوې ناروغۍ له امله په پاکستان کې ژوند له لاسه ورکړ، له هغه وروسته د هغه ځاى ناستى ملا اخترمحمد منصور په ٢٠١٦ کال کې د پاکستان په خاوره کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو او اوس د يادې ډلې مشري د ملا هبت الله له لوري پر مخ وړل کېږي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده وايي چې اوسمهال د طالبانو ډله د خپلمنځي ستونزو له امله پر درېيو ډلو (د ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو تحريک، د ملا محمد رسول ډله چې اوسمهال د ملا عبدالمنان نيازي له لوري پر مخ وړل کېږي او فدايي محاذ ډله چې مشري يې ملا نجيب الله وردګ پر غاړه لري) وېشل شوې ده.

هغه ادعا وکړه چې ملا منان نيازى په کابل کې اوسېږي او له افغان دولت سره اړيکه لري.

د راپورونو پر بنسټ، فدايي محاذ په اصل کې د ملا دادالله منصور پلويانو له لوري رامنځته او اوسمهال يې مشري د نجيب الله وردګ پر غاړه ده.

د مژده په وينا، ملا نجيب الله وردګ چې ډله يې تر ډېره د افغانستان په شمال کې فعاليت کوي، په پاکستان کې دى او د افغانستان له ملي امنيت سره هم اړيکه لري.

مژده زياته کړه چې د داعش او فدايي محاذ ډلې، د افغانستان له پولو بهر موخې لري.

خو هغه د حقاني شبکې په اړه وويل: "د حقاني شبکې په نوم اصلاً کوم څه موجود نه دي، د افغانستان د طالبانو په تحريک کې امير او مشر يو سمبوليک رول لري، ډېر واک او رول يې د مرستيالانو وي، همدا اوس د طالبانو د تحريک دويم کس سراج الدين حقاني دى، د ملا هبت الله مرستيال دى، د دې لپاره چې وښيي طالبان څو ډلې دي؛ دغه کار ترسره کوي."

نوموړي وويل چې د مولوي محمد يونس خالص په مشرۍ اسلامي حزب، له طالبانو سره اړيکه لري او د هبت الله او جلال الدين حقاني په ګډون د طالبانو د ډلې يو شمېر اوسني کسان د ياد ګوند غړي وو.

مژده وويل چې په پسرلي موسم کې د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو د ډلې شمېر له ٥٠زره کسانو اوړي چې په ژمي کې بيا ٢٠زره کسانو ته رسېږي؛ ځکه له يادې ډلې يې يو شمېر کسان بيا د پاکستان مدرسو ته ځي.

نوموړي د ملا رسول او ملا نجيب الله وردګ د غړو د شمېر په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو د سياسي چارو يوه شنونکي کريم پوپل پژواک ته وويل چې د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې د شته کسانو شمېر ٣٥زره، د ملا رسول د کسانو شمېر له پنځلس تر شل زره کسانو ته رسېږي.

يو شمېر سرچينې وايي چې د ملا رسول ډلې په ١٣٩٤ لمريز کال کې د طالبانو له ډلې سره چې هغه مهال د ملا منصور له لوري رهبري کېده؛ د خپل مخالفت اعلان وکړ او د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې طالبانو یې غوښتنه کړې چې ځانونه بايد د پاکستان د استخباراتو له منګولو را وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ډله وايي چې د پاکستان د استخباراتو تر اغېز لاندې نه دي او پاکستان هېواد هم چې له دې ډول ډلو څخه پر ملاتړ تورن دى، ورته ادعاوې ردوي.

٢- جماعت الدعوه الى القران والسنه

کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله د ٢٠١٦ کال د مې په ٢٥مه نېټه د امريکا تور لېست ته شامله شوې ده.

د راپور پر بنسټ، جماعت الدعوت الى القران والسنه په ١٣٦٤ کال کې د مولوي جميل الرحمن له لوري په کونړ ولايت کې رامنځته شوې ډله ده.

وحيد مژده وويل، ياده ډله د مولوي جميل الرحمن له مړينې وروسته په دوو ډلو وېشل شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې ډلې د يوې برخې مشري د مولوي جميل الرحمن د وراره حاجي روح الله وکيل له لوري پر مخ وړل کېږي. هغه زياته کړه، چې روح الله اوسمهال په کابل کې ژوند کوي او په ډېرى هغو ناستو کې ګډون کوي چې د سولې ټينګښت په موخه ترسره کېږي.

د هغه په وينا، د روح الله ډله کومه ترهګريزه ډله نه ده.

نوموړي د يادې ډلې د دويمې څانګې په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو يوې بلې سرچينې له نوم ښودو پرته وويل چې د يادې ډلې د دويمې څانګې مشري حاجي حيات الله کوي چې اوسمهال د پاکستان په پېښور کې ژوند کوي.

٣- داعش

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په ١٤مه نېټه د امريکا له لوري تور لېست کې شامله شوه.

د داعش نوم، د لومړي ځل لپاره په ٢٠١٣ کال کې رسنيو کې ښکاره شو، کله چې د عراق اسلامي دولت خپله پښه د سوريې پر خاوره کېښوده، خپل نوم يې د عراق او شام اسلامي دولت ته بدل کړ.

په "خراسان ولايت"  کې د داعش ډلې چې ياده سيمه د دې ډلې له نظره د پاکستان، افغانستان او د يادو هېوادونو شاوخوا سيمو لپاره کارول کېږي، د ١٣٩٣ لمريز کال د مرغومي په ٢٠مه یې خپل فعاليت پيل کړ.

د راپورونو پر بنسټ، په خراسان کې د داعش ډلې درې مشران (ملا عبدالرووف خادم، حافظ سعيد اورکزى او عبدالحسيب لوګرى) وژل شوي دي. يوې سرچينې چې په دغه راپور کې يې د خپل نوم له يادونې ډډه کوله، وويل چې د يادې ډلې د يوه بل مشر ابوسعيد د وژل کېدو راپورونه هم خپاره شوي، خو حقيقت نه لري او اوسمهال ابوسعيد د يادې ډلې مشري پر غاړه لري.

کريم پوپل وويل چې داعش ډله په ټول افغانستان کې شاوخوا ٣٤٠٠ کسان لري او زياته يې کړه: "د لشکر اسلامي، جماعت الاحرار، کورمې ايجنسۍ، خيبر ايجنسۍ، اورکزو ايجنسۍ، هنګو او پېښور نورې ډلې هم له داعش سره يو ځاى شوې دي."

خو مژده په دې اړه وويل: "افغانستان کې د يادې ډلې (داعش) په اړه همېشه تبليغ شوى او شمېر يې زيات اعلان شوى، په ټوليز ډول له يادې ډلې سره ټول يو ځاى شوي افغانان او پاکستانيانو شمېر له زرو کسانو، نه اوړي."

د نوموړي په وينا، د القاعده ډلې ډېرى غړي، تحريک اسلامي ازبکستان او يو شمېر طالبان له يادې ډلې سره يو ځاى شوي او اوسمهال د افغانستان پر ختيځو ولايتونو سربېره د هېواد په شمالي ولايتونو کې هم فعاليت کوي.

٤- القاعده

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله د ١٩٩٩ کال د اګست مياشتې په لسمه نېټه د امريکا په تور لېست کې شامله شوه.

د راپورونو له مخې، د القاعده سازمان په ١٩٨٨ لمريز کال کې، افغانستان کې د شوروي جګړو پر مهال په پېښور کې د اسامه بن لادن له لوري رامنځته شوی دی.

په ٢٠٠١ کال کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو د بريد په پايله کې اسامه بن لادن د افغانستان خاورې پرېښودو ته اړ شو. امريکايي ځواکونو په ٢٠١١ کال کې د پاکستان په ايبټ اباد کې پيدا او په کور کې یې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وواژه.

له هغه وروسته ايمن الظواهري د القاعدې ډلې مشري پر غاړه واخيسته.

وحيد مژده وويل، د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو وروسته په افغانستان کې د القاعدې ډلې د ګوتو په شمېر غړي فعاليت کوي. هغه وويل چې د داعش ډلې له رامنځته کېدو وروسته د القاعده ډېر شمېر کسان له داعش او ځيني يې له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

٥- په سوېلي اسيا کې د داعش ډله

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله د ٢٠١٦ کال د جون په ٣٠ مه د امريکا تور لېست ته شامل کړل شوې ده.

د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله په ٢٠١٤ زېږديز کال کې رامنځته شوې، مشري يې عاصم عمر پر غاړه لري او د يادې ډلې د فعاليت سيمه د سوېلي اسيا هېوادونه دي.

د يو شمېر راپورونو پر بنسټ، تحريک طالبان پاکستان او د افغان طالبانو تحريک د القاعدې له يادې څانګې سره همکاري لري.

له يادو ٢١ ترهګریزو ډلو ١١ یې د پاکستان اړوند دي.

د يو شمېر سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، حزب المجاهدين، د ملا نذير په مشرتابه د طالبانو ډله، حرکت الجهادالاسلامي، لشکر جهنګوي، حرکت المجاهدين، جيش محمد، لشکر طيبه، تحريک طالبان پاکستان، د طارق ګيدار ډله، جماعت الاحرار او د پاکستان اتحاد جهاد اسلامي ډلې د امريکا په تور لېست کې شاملې دي.

خو د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي چې پر طالبانو او حقاني شبکې سربېره ١٥ پاکستانۍ ترهګريزې ډلې، دوه نړيوالې ډلې او د منځنۍ اسيا څلور ترهګريز سازمانونه په افغانستان کې فعاليت کوي.

٦- حزب المجاهدين

کابل کې د بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، دغه ډله د ٢٠١٧ کال د اګست په ١٧مه نېټه د امريکا له لوري په تور لېست کې شامله شوه.

حزب المجاهدين، يوه بېلتون غوښتونکې کشميري ډله ده چې د ١٩٨٩ په سپټمبر کې يې د محمد احسن دار له لوري بنسټ کېښودل شو. دغه ډله له ١٩٨٩ کال راهيسې د جمو کشمير په شخړه او مناقشه کې فعاله ده چې د هندوستان او اروپايي ټولنې له لوري هم د ترهګرې ډلې په نوم ثبت شوې ده.

وحيد مژده وويل چې دغه ډله د پاکستان د استخباراتو په مرسته رامنځته شوې، افغانستان کې کوم فعاليت نه لري او د يادې ډلې ټول تمرکز د هندوستان او پاکستان تر منځ پر اوږدې پولې دى.

راپورونه وايي چې اوسمهال د پاکستان د حزب المجاهدين مشر سيد صلاح الدين يوسف شاه دى چې خپل فعاليتونه د پاکستان په داخل کې سازمانوي. ٧١ کلن صلاح الدين چې د هندوستان تر ولکې لاندې هند کې زېږېدلى، د ١٩٨٧ کال پارلماني ټاکنو کې د ماتې پر مهال د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر ته راغى او له تېرو څو لسيزو راهيسې د هند تر کنټرول لاندې کشمير کې خپل ترهګريز فعاليتونه کوي.

هغه په ١٩٨٩ کال کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر ته ولاړ او له حزب المجاهدين سره يو ځاى شو او ډېر ژر يې د يادې ډلې مشري پر غاړه واخيسته.

٧- د پاکستان د طالبانو تحريک

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د امريکا متحدو ايالتونو له خوا د ٢٠١٠ کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه په تور لېست کې شاملې شوې ده.

د پاکستاني طالبانو تحريک د اسلام پالو وسله والو يو پراخ سازمان دى چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په قبايلي سيمو کې فعاليت لري.

کريم پوپل وويل چې دغه ډله چې بنسټګر يې بيت الله مسعود دى، د پاکستان د دولت او امريکا پر ضد جنګېږي او له القاعدې ډلې، د ازبکستان د اسلامي تحريک، د طالبانو تحريک، سپاه صحابه، لشکر جهنګوي او حرکت الجهاد الاسلامي سره ملګرتيا لري.

وحيد مژده وويل چې د بيت الله مسعود له وژل کېدو وروسته، ملا فضل الله د دې ډلې رهبر شو او ياده ډله تر ډېره په پاکستان کې فعاليت لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه هم څو څو ځلې خبرونه خپاره شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحريک په ١٣٩٤کال کې اعلان کړى و چې له افغان طالبانو سره يو ځاى شوى او دغه دواړه ډلې به په همغږۍ سره عمل کوي.

دغه راز داسې راپورونه هم شته چې په افغانستان کې هم د دې ډلې کسان وژل شوي دي.

٨- جماعت الاحرار

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ دغه ډله د ٢٠١٦ کال د اګست په درېيمه نېټه د امريکا له خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.

د راپورونو له مخې، جماعت الاحرار ډله په ٢٠١٤ کال کې د پاکستاني طالبانو له تحريک څخه بېله شوه، خو په ٢٠١٥ کال کې يې اعلان وکړ چې بېرته د پاکستاني طالبانو له تحريک سره يو ځاى شوى دى.

ځيني کسان وايي چې جماعت الاحرار ډله له داعش سره يو ځاى شوې ده، خو د ځينو په خبره، دې ډلې يوازې ويلي چې له داعش سره يو ځاى شوې، خو په عمل کې داسې نه ده.

د مژده په خبره، جماعت الاحرار يوه پاکستانۍ ډله ده، د عبدالولي له خوا چې پر عمر خالد خراساني مشهور دى، رهبري کېږي او تر ډېره په پاکستان او قبايلي سيمو کې فعاليت لري.

خو په ننګرهار کې يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې جماعت الاحرار د دغه ولايت په اچين، لعلپورې، مومند درې او غني خېلو ولسواليو کې فعاليت لري او په ياد ولايت کې د دې ډلې د کسانو شمېر شاوخوا ٦٠٠ تنو ته رسېږي.

٩- د ملا نذير په مشرۍ د طالبانو ډله

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، امريکا دغه ډله د ٢٠١٣ کال په فبرورۍ کې په تور لېست کې شامله شوې ده.

وحيد مژده وويل چې دغه ډله پخوا د ملا نذير له خوا رهبري کېده او د پاکستان د استخباراتو له خوا رامنځته شوې وه؛ خو اوس فعاليت نه لري؛ ځکه د ملا نذير له وژل کېدو وروسته، د يادې شوې ډلې غړي تيت او له نورو ډلو سره يو ځاى شوي دي.

ملا نذير د ٢٠١٣ کال په جنورۍ کې په سوېلي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په يوه بريد کې ووژل شو.

د راپور له مخې؛ ملا نذير پر پاکستاني ځواکونو د بريد په پرتله، پر ناټو ځواکونو بريد غوره ګاڼه او د عملياتو تمرکز او موخه يې د نړيوالو ځواکونو لور ته وه.

١٠- حرکت الجهاد الاسلامي

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، دغه ډله د ٢٠١٠ کال د اګست په شپږمه د امريکا په تور لېست کې شامله شوې ده.

د حرکت الجهاد الاسلامي فعاليت هغه وخت پيل شو چې د دې ډلې مشر مولانا ارشاد احمد په ١٩٨٠کال کې له قاري سيف الله او مولانا عبدالصمد سره، له شوروي سره د جګړې لپاره افغانستان ته ولاړ.

مژده وويل چې حرکت الجهاد الاسلامي يوه پاکستانۍ ډله ده. هغه په دې اړه زياته کړه: "ځينې دغه ډلې د شعيه ضد دي او که ځيني وختونه يې که فعاليت هم کړى دى، له خپلو همفکره افغانانو څخه په استفادې سره يې داسې بريدونه ترسره کړي چې له مسووليت اخيستو وروسته يې تر اوسه څوک نوم هم نه اخلي."

هغه زياته کړه: "ډېرى دغه ډلې د استخباراتي سازمانونو اړوندې دي، دغه کارونه د لارې ورکولو په موخه ترسره کوي."

نوموړي د دې ډلې په اړه وويل: "يوازې د امريکا، اسرائيلو، بنګلدېش او نوي زيلانډ پر ضد جنګېږي،.په افغانستان کې د دوى يوه ١٥کسيزه ډله د امريکا پر ضد جنګېږي، اصلي مرکز يې په فلسطين کې دي."

کريم پوپل وويل چې حرکت الجهاد الاسلامي په ١٩٨٤ ميلادي کال کې د فضل الرحمان خليل او قاري صفى الله اختر له خوا جوړ شوى دى.

١١-حرکت المجاهدين

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د ١٩٩٧کال د اکتوبر په ٨مه نېټه د امريکا له خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.

حرکت المجاهدين په ١٩٨٥کال کې له حرکت الجهاد الاسلامي څخه د بېلې شوې ډلې په توګه د شتون اعلان وکړ.

په ورته وخت کې يوې سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې د حرکت المجاهدين، تحريک المجاهدين او جيش محمد مرکزونه په پاکستان کې دي او د دغو ډلو ډېر فعاليتونه په کشمير کې دي.

کريم پوپل وويل: "حرکت المجاهدين، د پاکستاني ارګانونو په ځانګړې توګه د دغه هېواد د استخباراتي سازمان په اجازه، په پاکستان کې په ازاده توګه فعاليت کوي، د دې ډلې مشر فضل الرحمان خليل په اسلام اباد کې ژوند کوي، له پاکستان سره د کشمير د يو ځاى کېدو لپاره هڅه کوي او د افغانستان او امريکا د ګټو لپاره خطر ګڼل کېږي."

١٢- جيش محمد

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د ٢٠٠١ کال د ډسمبر په ٢٦مه نېټه د امريکا په تور لېست کې شامله شوې ده.

د راپورونو له مخې، جيش محمد هغه پاکستانۍ ډله ده چې له هند څخه د کشمير د بېلولو په موخه رامنځته شوې ده.

دغه ډله د مولانا مسعود ازهر له خوا په ٢٠٠١ کال کې په کراچۍ کې جوړه شوې ده.

د راپور له مخې، د دې ډلې غړو د جيش محمد ډلې د رهبر مولانا مسعود ازهر د خوشي کېدو په موخه چې په هندکې بندي و، په ١٩٩٩کال کې د هند يوه مسافر وړونکې الوتکه وتښتوله او په کندهار ولايت کې يې ښکته کړه.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د هند دولت مولانا مسعود ازهر له ١٥٥هندي مسافرو سره تبادله کړ.

١٣-لشکر طيبه

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د ٢٠٠١ کال د ډسمبر په ٢٦مه نېټه د امريکا له خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.

د راپورونو له مخې، لشکر طيبه د اسيا په سوېل او تر ډېره په پاکستان کې فعاليت کوي.

د راپورونو له مخې، د دې ډلې بنسټ په ١٩٩٠ کال کې د حافظ محمد سعيد له خوا کېښودل شو، اوس يې مرکز د پاکستان په لاهور کې دى او په ازاد کشمير کې د څو تمريني کمپونو مديريت ور له غاړې دى.

هندوستان پر لشکر طيبه تور لګولى چې د دغه هېواد پر پوځيانو او وګړو يې يو شمېر بريدونه ترسره کړي چې تر ټولو مشهور بريد يې په ٢٠٠١ کال د هند پر پارلمان او د ٢٠٠٨ کال په نوامبر کې د ممبيي بريدونه دي.

وحيد مژده وويل چې لشکر طيبه د پاکستان د استخباراتو په ملګرتيا جوړه او د دغه سازمان له خوا يې ملاتړ کېږي.

د راپورونو له مخې، يادې ډلې په افغانستان کې هم د افغان دولت پر ضد پوځي فعاليتونه ترسره کړي دي.

١٤- د طارق ګيدار ډله

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د ٢٠١٦ کال د مې په ٢٥مه د امريکا له خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.

د راپورونو له مخې، دغه ډله د پاکستاني طالبانو اړوند ده.

ځيني راپورونه وايي چې د طارق ګيدار ډله په ٢٠١٤ کال کې د پېښور د يوه پاکستاني ښوونځي د ١٥٠زده کوونکو او ښوونکو د وژنې مسووله بلل شوې ده.

ځينو سرچينو ويلي چې د دغه بريد طراح عمر نارى په ١٣٩٥ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني په امر د افغانستان په ننګرهار کې وژل شوى دى.

١٥-لشکر جهنګوي

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه ډله د ٢٠٠٣ کال د مې په ٢٠مه د امريکا له خوا په تور لېست کې شامله شوې ده.

لشکر جهنګوي په ١٩٩٦ ميلادي کال کې له سپاه صحابه ډلې څخه له جلا کېدو وروسته د اسحاق مالک او څو نورو کسانو له خوا رامنځته شوه او په پاکستان کې يوه سخت دريځه اسلام پاله ډله ده.

د وحيد مژده په وينا چې دغه ډله د القاعدې او طالبانو په شان نورو ډلو په مرسته خپلې موخې تعقيبوي.

کريم پوپل وويل چې د دغه ډلې مرکز چې مشري يې قاري محمدياسين کوي، په وزيرستان کې دى.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د دې ډلې شاوخوا دوه سوه کسان د اهل تشيع پر ضد فعاليت کوي.

دغه راز راپورونه وايي چې لشکر جهنګوي ډله په ١٣٩٣ کال کې د کابل– کندهار له لويې لارې څخه د دېرشو کسانو تښتولو کې ښکېل وه، په زابل کې يې هم فعاليت درلود ، دغه راز د کابل ښار د عاشورا پر مراسمو او لمونځ کوونکو  بريد کې هم لاس لري.

١٦-اتحاد جهاد اسلامي (Islamic Jihad Union)

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتو د معلوماتو له مخې، دا ډله د ٢٠٠٥ کال د جون په ١٢مه نېټه د امريکا په تور لېست کې راغلې ده.

راپورونه څرګندوي چې دا ډله په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ ډلې يا (IMU) تر اغېز لاندې رامنځته شوه او په شمالي وزيرستان کې مېشته ده.

همدارنګه يو شمېر رسينو ويلي چې دې ډلې په دې وروستيو کلونو کې په قبايلي سيمو کې له پاکستاني ځواکونو، له ناټو او افغان ځواکونو سره په افغانستان کې پر مبارزه ټينګار کړى دى.

خو د وحيد مژده په خبره، دا ډله ډېره مشهوره نه ده او اوس فعاليت هم نه لري.

هغه زياته کړه: ((که چېرې همداسې وړې ډلې د ترهګريزو ډلو په توګه يادې شي، نو اوسمهال يې شمېر سلګونو ته رسېږي.))

١٧-جندالله

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، دا ډله د امريکا د متحده ايالتونو له لوري د ٢٠١٠ زېږديز کال د نومبر په درېيمه نېټه په تور لېست کې راغلې ده.

جندالله په ١٣٨٢ کال کې رامنځته شوې او وايي چې موخه يې د ايران په بلوچستان ايالت کې د بلوچو او اهل سنت د مذهبي او قومي حقوقو د تامين لپاره هڅه کول دي.

د راپورونو له مخې، مخکې د دې ډلې مشري عبدالمالک ريګي کوله، خو د ايران د حکومت له لوري د نوموړي له نيول کېدو وروسته محمد ظاهر بلوچ د دې ډلې د رهبر په توګه منسوب شوى دى.

وحيد مژده وويل چې جندالله تر ډېره د ايران د حکومت او په افغانستان او پاکستان کې د شعيه ګانو پر ضد فعاليت کوي.

د راپورونو له مخې، دا ډله په افغانستان کې هم په تخار، فارياب او ځينو نورو ولايتونو کې د دولت پر ضد فعاليت لري. د دې ډلې يو مهم غړى قاري غلام حضرت مشهور په ابو حذيفه هم په ١٣٩٤ کال کې په کونړ ولايت کې وژل شوى دى.

١٨-نيروى قدس

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا ډله د ٢٠٠٧ زېږديز کال د اکتوبر په ٢٥مه د امريکا له لوري په تور لېست کې شامل شوه.

د معلوماتو له مخې، نيروى قسد د ايران او عراق په جګړه کې د ايران د سپاه پاسداران د سرحدي ډلې په توګه رامنځته شوه. دوى د عراق د هغه مهال له ولسمشر صدام حسين سره په جګړه کې د کوردانو ملاتړ وکړ او د جګړې تر مهاله يې دوام درلود.

مژده زياته کړه چې نيروى قدس دوې ډلې لري چې يوه يې د (فاطميون) او بله هم د (زينبيون) په نومونو فعاليت کوي.

د نوموړي په خبره، زينبيون د پاکستان له شعيه ډلو نه ده چې په افغانستان کې جګړه نه کوي او اوسمهال په سوريه کې د هغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جنګېږي.

د معلوماتو له مخې، فاطميون بيا په نيروى قدس پورې تړلې پوځي ډله ده چې د افغانستان له شعيه ګانو جوړه شوې ده. دغه ډلې خپل شتون په ٢٠١١ کال کې اعلان کړ او اوسمهال يې مشري د سيد مهدي په غاړه ده.

يوه سرچينه ليکي، هغه څه چې په دې ورځو کې د نړيوالو معتبرو رسنيو سرليک جوړوي، په سوريه کې د فاطميون په نامه د زرګونو وسله والو شتون دى چې ډېرى يې د بشار اسد په ګټه او د تهران په هر اړخيز ملاتړ جګړه کوي.

د بشري حقونو نړيوال سازمان د روان کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه ويلي چې سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ايران، په ايران کې يو شمېر افغان ماشومان په سوريه کې جګړې ته استوي. سرچينه زياتوي چې افغان ماشومان په څوارلس کلنۍ د فاطميون لښکر کې چې د منحصرا افغان وسله واله ډله او د ايران په ملاتړ د سوريې په شخړه کې د دولتي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي، جنګېږي. د نړيوالو حقونو پر بنسټ، په جګړه کې د فعال ګډون په موخه له ١٥ کلنو له ټيټ عمر لرونکو ماشومانو ګټه اخيستل جنګي جنايت دى.

١٩-د ازبکستان اسلامي جنبش

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا ډله د ٢٠٠٠ زېږديز کال د سپټمبر په ٢٥مه نېټه د امريکا متحده ايالتونو له لوري په تور لېست کې شامله شوې ده.

جنبش اسلامي ازبکستان په ١٩٩٨ کال کې د جمعه باى نمنګاني او طاهر يولداش له لوري د تاجکستان د کورنۍ جګړې له پاى ته رسېدو وروسته رامنځته شوه او اوسمهال د منځنۍ اسيا په اکثره هېوادونو کې فعاليت لري.

ګزارشونه څرګندوي چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو او افغانستان ته د امريکايي او ايساف ځواکونو له راتګ سره دغه سازمان هم خپل فعاليت د افغانستان لوړو او سرحدي سيمو ته ولېږداوه او په دې وروستيو کې يې د مرکزيت ډېره سيمه په شمالي وزيرستان کې ده.

وحيد مژده وويل چې د ازبکستان اسلامي جنبش د القاعدې تر چتر لاندې فعاليت کوي، خو اوسمهال د دې ډلې غړي له داعش او يو شمېر هم له طالبانو سره يو ځاى شوي دي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان د خلکو استازي عبدالستار درزابي، د روان کال په وري مياشت کې ويلي وو چې د ازبکستان اسلامي جنبش د هېواد په شمال کې سرتېري جذبوي او په جوزجان ولايت کې يې اتيا روزنيزې اډې جوړې کړې دي.

۲۰- د ختيځ ترکستان اسلامي جنبش

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا ډله د ٢٠٠٢ کال د سپټمبر په درېيمه نېټه د امريکا له لوري په تور لېست کې راغلې ده.

د ختيځ ترکستان اسلامي جنبش د چين په (سين کيانګ) ايالت کې يوه بېلتون غوښتونکې ډله بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، ايغور بېلتون غوښتونکو د چين او پاکستان په پوله د ځان لپاره پټنځايونه رامنځته کړي او د پاکستان پوځ په تېرو کلونو کې د چين په غوښتنه د دې بېلتون غوښتونکې ډلې د له منځه وړو لپاره عمليات ترسره کړي دي.

د ختيځ ترکستان اسلامي جنبش په ١٩٩٣ کال کې رامنځته شو، د شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته يې په مرکزي اسيا کې له بنسټ پاله ګوندونو او ډلو سره اړيکې پيدا کړې او وروسته يې په افغانستان کې له طالبانو او القاعدې سره همکاري درلوده.

د راپورونو له مخې، که څه هم د ترکستان اسلامي جنبش ډلې د طالبانو د حکومت د له منځه تلو وروسته خپلې همکارۍ د وزيرستان ځينو برخو ته ولېږدولې، خو له نورو بنسټ پالو او همبڼو ډلو سره يې په همغږۍ او همکارۍ سره خپل اقتدار وساته.

  مژده د دغه جنبش په اړه وويل: ((د دې ډلې ډېر غړي سوريې ته تللي او له داعش سره يو ځاى شوي دي، ابومحمد ترکستاني چې د ډلې مشري يې کوله، د طالبانو د حکومت پر مهال په شمالي وزيرستان کې ووژل شو او اوسمهال د طاهر يولداش د زوى او حرکت اسلامي ازبکستان تر مشرۍ لاندې فعاليت لري.))

ځينې سرچينې وايي، دا ګواښ شته چې د ختيځ ترکستان اسلامي جنبش تر دې وړاندې په افغانستان کې له طالبانو او القاعدې سره همکارۍ درلودې او اوس له داعش سره په همغږۍ خپل اقتدار ته پراختيا ورکوي.

په کابل کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دا ډله د ٢٠٠٨ زېږديز کال د مارچ په پنځمه نېټه د امريکا متحده ايالتونو له لوري په تور لېست کې شامله شوې ده.

د حرکت الجهاد الاسلامي په ١٩٨٩ کال کې د مولوي عبدالرحمان فاروقي له لوري د بنګلدېشي مجاهدينو په ملتيا جوړه شوې ده.

د راپورونو له مخې، فاروقي د وخت د شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د جهاد پر مهال په خوست کې د ماين شنډولو پر مهال ووژل شو.

ځيني وايي، له شوروي سره د افغانستان له جهاده بنګلدېش ته د بېرته ستنو شوو مجاهدينو د حرکت الجهاد الاسلامي بنګلدېش ډلې په رامنځته کولو کې رول درلود.

په افغانستان کې د ٢١ ډلو د فعاليت رد او پخلى

ولسمشر محمد اشرف غني د روان کال د وږي په ٢٨مه نېټه د ملګرو ملتونو ٧٢ مې عمومي کلنۍ ناستې ته په وينا کې وويل: ((څه باندې ٢٠ نړيوالې ترهګريزې ډلې چې د افغانستان پر خاوره تپل شوې، زموږ په هېواد کې فعاليت لري... موږ ښايي د جګړې په لومړۍ کرښه کې يو، خو دا ګواښ هېڅ سرحد نه پېژني. د ترهګرو ډلو لپاره چې په سيمه کې يې پناه اخيستې پر کابل، بروکسل، پاريس، بارسلونا، لندن او پر هر ځاى بريد يو ډول بريا شمېرل کېږي. د ولسمشر ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې د ترهګرو د پټو ځالو ورانول او نه منل چې محرکين يې هېڅ پوله نه پېژني، شامل شوي دي.))

د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر هم د جزئياتو له ورکړې پرته ويلي چې په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان نه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د دولت د مخالفو وسله والو ډلو شمېر درې چنده لوړ شوی او د دولت له هرو څلورو مخالفو وسله والو، يو بهرنى دى.

دغو دوو افغان چارواکو يادې ډلې نه دي مشخصې کړې، خو د افغانستان د ملي امنيت عمومي رياست پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طالبانو او حقاني شبکې تر منځ دوه ((ترهګر)) نړيوال سازمانونه (القاعده او داعش) پنځلس (ترهګريز) پاکستاني سازمانونه (لشکر طيبه، تحريک طالبان پاکستاني، جماعت الاحرار، تنظيم سلفي ها، انصار الاسلام، لشکر الاسلام، جيش محمد، سپاه صحابه، لشکر جهنګوی، مجاهدين البدر، حرکت المجاهدين، حرکت الانصار، حزب المجاهدين، حرکت الجهاد و جنود خراسان) او د منځنۍ اسيا څلور ((ترهګريز)) سازمانونه (حرکت اسلامي ازبکستان، جنبش اسلامي ترکستان شرقي، انصارالله تاجکستان و جندالله) په افغانستان کې فعاليت لري.

  خو سرچينې زياته کړه: ((له دې جملې نه ٩ ډلې [القاعده، داعش، حرکت اسلامي ازبکستان، جنبش اسلامي ترکستان شرقي، انصارالله تاجکستان، جندالله، تحريک طالبان پاکستاني، جماعت الاحرار او لشکر طيبه] عملاً په افغانستان کې فعاليت لري او پاتې نورې يې په پاکستان کې د ريزرف ځواک په توګه پاتې دي، د اړتيا پر مهال د اى اېس اى سازمان په امر د طالبانو د کويټې له شورا او حقاني شبکې سره د بشري او جنګي ځواک په توګه همکاري کوي.))

جماعت الدعوه الی القران، سوېلي اسيا کې القاعده، د ملا نذير په مشرۍ طالب ډله، حرکت الجهاد بنګلدېش، طارق ګيدرا ډله، اتحاد جهاد اسلامي او نيروى قدس ډلې د امريکا په تور لېست کې راغلې، خو د افغانستان د ملي امنيت ادارې په لړليک کې نشته.

په همدې ډول اته ډلې چې د افغانستان ملي امنيت رياست يې د فعاليتونو په اړه خبرې کړې، د امريکا په تور لېست کې نشته.

١-لشکر الاسلام

لشکرالاسلام چې ويل کېږي د پاکستاني طالبانو اړوند ډله ده، هم د افغانستان په ختيځ کې فعاليت لري. په يوه تازه پېښه کې د دې ډلې يوولس غړي د افغانستان د ختيځ ننګرهار ولايت کې وژل شوي دي.

همدارنګه د دې ډلې يو مهم غړى هم په ننګرهار کې وژل شوى دى.

کريم پوپل وويل چې دا ډله په خيبر ايجنسي پورې تړاو لري او د مفتي منير شاکر له لوري تاسيس شوې ده او مشر يې منګل باغ دى. هغه زياته کړه چې دې ډلې له داعش سره بيعت کړى او د افغانستان او پاکستان د دولتونو پر ضد جګړه کوي.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط وويل چې د لشکر الاسلام شاوخوا ٥٠٠ غړي د ننګرهار په نازيانو او اچين ولسواليو کې فعاليت لري.

٢- مجاهدين البدر

تېر کال د افغانستان ملي امنيت عمومي رياست يوه چارواکي ويلي وو چې طالبان هڅه کوي څو خپل سياسي او پوځي فعاليتونه زيات کړي او دا ډله هڅه کوي چې خپلو دې موخو ته د لشکر طيبه، مجاهدين البدر او جيش محمد ډلو په همکارۍ ورسېږي.

د راپورونو له مخې، مجاهدين البدر يوه پاکستانۍ ډله ده چې پخوا يې په کشمير کې فعاليت درلود، خو په وروستيو کلونو کې يې په افغانستان کې هم جګړه پيل کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د مجاهدين البدر ډلې مشري د بخت زمين پر غاړه ده او په افغانستان کې يې يو شمېر وسله وال هم وژل شوي دي.

په پاکستاني رسنيو کې د خپرو شوو راپورونو له مخې، دې ډلې د روان کال د مارچ مياشتې په څوارلسمه د خيبر پښتونخوا ايالت په بونير سيمه کې د افغانستان جهاد او د کشمير ستوري په نوم يو کنفرانس جوړ کړى و چې د ډلې مشر بخت زمين هم په کې وينا وکړه.

بخت زمين د (نداى ملت) په نوم له پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې به د امريکا ماتې د کشمير د ازادۍ لامل شي.

هغه وايي چې د دوى د کسانو د مبارزې په پايله کې روسيې په افغانستان کې ماتې وخوړه او امريکا به هم د دوى له لوري ماتې وخوري.

راپورونه څرګندوي چې د روان زېږديز کال د اکتوبر په ١٣مه نېټه په خوست کې د مجاهدين البدر ډلې د وژل شوو غړو د يادون په موخه د خيبر پښتونخوا ايالت په (کوز دير) جومات کې يوه ناسته جوړه شوې وه.

د خيبر پښتونخوا د بونير يوه اوسېدونکي امين سالارزى چې اوسمهال په سعودي عربستان کې مېشت دى، وايي چې پخوا د مجاهدين البدر ډلې غړى و، خو اوس له دې ډلې سره تړاو نه لري.

٣- د سلفيانو تنظيم

د پاکستاني سلفيانو د تنظيم په اړه معلومات پيدا نه شول، خو په يوه راپور کې راغلي چې د ((قران او سنت ته دعوت)) تنظيم په افغانستان کې د سلفيانو تر ټولو ستر تنظيم دى چې په ٢٠١٠ زېږديز کال کې له طالبانو سره يو ځاى شو.

په افغانستان کې هم د پاکستاني سلفيانو د فعاليت په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د بېلګې په ډول، ملي امنيت په ١٣٩٠ کال کې د سلفيانو د تنظيم د يوه غړي له نيولو چې د پاکستان د باجوړ و، خبر ورکړى، په همدې ډول نور راپورونه هم شته چې په افغانستان کې د دغه تنظيم د فعاليت ښکارندوی دي.

٤-انصار الاسلام

ځينې سرچينې ليکي چې انصار الاسلام هغه مهال رامنځته شوه چې د صوفي طريقت پيرو پير سيف الرحمن په ٢٠٠٤ کال کې د لشکر اسلام پر وړاندې د پاکستاني ملېشو يوه ډله جوړه کړه. لشکر اسلام د مفتي منير په نامه يوه توندلاري سني مذهبه مشر له لوري رامنځته شوې وه او د صوفيزم مخالفه وه.

ځيني راپورونه وايي چې انصار الاسلام په افغانستان کې هم د حکومت پر ضد فعاليت درلود.

٥-سپاه صحابه

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، سپاه صحابه په پاکستان کې د ديوبندي مدرسو د فکرونو پر بنسټ جوړ شوى سازمان دى چې په ١٩٨٥ کال کې رامنځته شوى دى.

دا ډله د اهل تشيع ضد فعاليتونو باندې تورنه ده چې د پاکستان جمعيت علماى اسلام نه بېله شوې او مشر يې مولانا اعظم طارق دى.

کريم پوپل وويل چې دا ډله د لشکر جهنګوي ډلې سياستي ملاتړې ده او په پاکستان کې شاوخوا دوه سوه زره غړي لري، چې د محرم د لسمې د غمرازۍ مخالفه ده.

٦-حرکت الانصار

د راپورونو له مخې، دا ډله په ١٩٩٣ زېږديز کال کې په پاکستان کې جوړه شوې او د حرکت الجهاد الاسلامي او حرکت المجاهدين ډلې يو شمېر کسان هم په دې ډله کې شامل دي.

٧-جنود خراسان

د يوه راپور له مخې، دا ډله په ١٣٩٢ لمريز کال کې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د يو شمېر کسانو پر تښتولو تورنه وه.

د ولسي جرګې غړي او د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي فريدون مومند ويلي وو چې د يادو کسانو تښتوونکي د ((جنود خراسان)) په نامه پوځي ډوله ډلې غړي دي.

نوموړي هغه مهال ويلي وو چې جنود خراسان له افغان او پاکستاني طالبانو جوړه شوې ډله ده چې دوې مياشتې وړاندې يې د افغانستان په ولايتونو کې فعاليت پيل کړى دى.

٨-انصارالله تاجکستان

دې ډلې د ١٩٩٠ لمريز کال په لومړيو کې په تاجکستان کې فعاليت پيل کړ.

په ١٣٩٤ لمريز کال کې د افغانستان په شمال کې د دې ډلې د مشر امرالدين طبري وژل کېدنه د دې څرګندونه کوي چې دې ډلې په افغانستان کې هم فعاليت درلود.

د راپورونو له مخې، انصارالله د القاعدې يوه څانګه ده چې د تاجک وګړو نه جوړه شوې ده او د تاجکستان سترې محکمې په ١٢٩٠ لمريز کال کې د دې ډلې (جماعت انصارالله) فعاليت په دغه هېواد کې د يوې ترهګرې او بنسټپالې ډلې په توګه ممنوع اعلان کړى دى.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځيني سرچينې په افغانستان کې د دغه شمېر مخالفو وسله والو ډلو فعاليت ردوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې وويل، نه پوهېږي چې څنګه په يو ځل په افغانستان کې د دولت مخالفې وسله والې ډلې دومره زياتې شوې دي.

کرزي زياته کړه: ((د دې شلو ډلو په اړه چې يادې شوې، معلومات نه لرم او نه يې هم پخلى کوم، که چېرې په رښتيا هم شته وي، د افغانستان له خلکو سره بايد شريکې شي.))

د ولسي جرګې د امنيتي او دفاعي کمېسيون مشر عبدالحي اخندازه وويل: ((څو ځلې مو د امنيتي ارګانونو چارواکي ناستو ته را غوښتي، تل يې ويلي چې په افغانستان کې ٢١ وسله والې ډلې فعالې دي، خو تر اوسه يې نه ده څرګنده کړې چې کومې ډلې دي او تر ډېره په کوم ځاى کې فعاليت کوي.))

د هغه په خبره، امنيتي چارواکو يوازې د درېيو ډلو په اړه معلومات ورکړي دي.

هغه زياته کړه، چارواکو ويلي چې لشکر طيبه په کونړ، داعش ډله په سرپل، ننګرهار، فارياب او کونړ ولايتونو او د طالبانو ډله د هېواد په اکثره ولايتونو کې خوځښتونه لري.

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنيتي چارو د کمېسيون مشر محمد هاشم الکوزي په دې اړه وويل: ((له طالبانو او داعش پرته نور په افغانستان کې هېڅ کومه خپلواکه ډله فعاليت نه لري، هر څوک چې وايي په افغانستان کې ٢١ ډلې فعاليت کوي، دروغ وايي.))

خو نوموړى زياتوي چې ځيني پاکستانۍ ډلې له طالبانو او داعش سره همکاري لري، خو مرکزونه يې په افغانستان کې نشته.

وحيد مژده هم وويل چې له طالبانو پرته داعش او د ازبکستان اسلامي تحريک هم په افغانستان کې شتون لري، د يادو پاتې ډلو اکثريت د ډيورنډ کرښې هغه غاړه فعاليت کوي.

هغه زياته کړه: ((امريکايان غواړي چې په افغانستان کې پاتې شي، کوم کسان چې دا خبرې کوي، موخه يې دا ده چې دا ډلې د نړۍ لپاره جدي خطر دى او بايد امريکا په افغانستان کې شتون ولري.))

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې په افغانستان کې د ٢١ ډلو فعاليت حقيقت نه لري.

د نوموړي په خبره، دا ډول تبليغات د دې لپاره کېږي چې د افغانستان خلک ووېرېږي او په افغانستان کې جګړه دوام پيدا کړي.

مجاهد ويلي: ((اسلامي امارت)) يوازېنى ځواک دى چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.

هغه زياتوي: ((داعش په افغانستان کې نه ځاى لري او نه هم د منلو او پرمختګ چانس، حزب اسلامي په کابل کې ناست دى، نور نو موږ هېڅ کومه ډله او لورى نه وينو چې دلته دې جګړه وکړي، په دې اړه ټولې ادعاوې غولوونکې څارګرې لوبې دي.))

د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان په ١٣٤٨ لمريز کال کې جوړ شوى او د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې يې د افغانستان د خلکو په جهاد کې مهم رول درلود، د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته يې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت سره وسله وال مخالفت پيل کړ.

دا ګوند د سولې له اوږدو خبرو وروسته بالاخره د ١٣٩٥ لمريز کال په تله مياشت کې له افغان دولت سره د سولې هوکړه ليک لاسليک کړ او اوسمهال يې مرکزي دفتر په کابل کې دى.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء يوه غړي چې په راپور کې يې د نوم له اخيستو ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې شورا خپلو ولايتي دفترونو ته لس پوښتنې استولې، څو پر بنسټ يې څرګنده کړي چې د دولت د شته مخالفو وسله والو ډلو نه کومه يوه په اړوند ولايت کې د ايډيالوژي پر بنسټ او کومه يې د قومي او سمتي ګټو لپاره د دولت پر وړاندې جګړه کوي.

د دغې سرچينې په خبره، ددې پوښتنو پر بنسټ به څرګنده شي چې په هر ولايت کې د دولتي کومې مخالفې وسله والې ډلې (داعش، د طالبانو ډلې، نا مسووله وسله والې ډلې، بهرني وسله وال او...) فعاليت لري، د جګړې واګې د کومو لاس کې ده چې امنيت، ثبات او سوله ګواښي.

هغه زياته کړه چې د پوښتنو پر بنسټ، هغه فرصتونه او عوامل چې د سولې بهير ته چټکوالى ورکولى شي، د سولې پر وړاندې پرتې ننګونې او هغه لاملونه ((سياسي، قومي، بېوزلي، اداري فساد) چې خلک جګړې ته اړ باسي، په ګوته کېږي.

د هغه په خبره، د سولې عالي شورا پلان لري چې د دې معلوماتو له ټولولو وروسته نوې ستراتيژي طرحه او عملي کړي.

خو د سولې عالي شورا د مشر محمد کريم خليلي دستيارعبداللطيف برهاني وايي چې د سولې عالي شورا د نوې ستراتيژي پر بنسټ چې په دې وروستيو کې د کابينې له لوري تاييد شوې، شورا کولى شي چې يوازې د افغانستان د طالبانو تحريک سره د سولې خبرې وکړي، ځکه چې طالبان يو افغاني حرکت دى او نورې ډلې بايد وځپل شي.