د ازبکستان اسلامي تحريک

Create: 05/24/2015 - 09:16

د ازبکستان اسلامي حرکت يا "جنبش اسلامي ازبکستان" هغه سازمان دى چې په ١٣٧٧ لمريز کال کې په تاجکستان کې د کورنۍ جګړې له پاى ته رسېدو وروسته د "جمعه نمنګاني" او "طاهر يولداش" له خوا تاسيس شو.
ددې حرکت موخه په ازبکستان کې د اسلام کريموف د دولت لمن ټولول او په دې هېواد کې د اسلامي حکومت رامنځته کول دي، ددې تر څنګ دا سازمان د طالبانو د تحريک او القاعدې له متحدانو څخه ګڼل کېږي.
د ازبکستان اسلامي حرکت دواړه مشران ( نمنګاني او يولداش)، په ١٣٨٦ لمريز کال کې په تاشکند کې د بمي چاودنو په تور په غيابي مرګ  محکوم شول.
ځينې شنونکي ادعا کوي چې ددې ډلې د فعاليتونو يوه اصلي برخه د القاعدې په څېر په پلان شوې توګه له افغانستان څخه د نشه يي توکو په ځانګړي ډول د هيروينو قاچاق دى چې لومړى يې مرکزي اسيا او له هغه ځايه يې د اروپا پر لور لېږدوي.

دا ډله چې د منځنۍ اسيا په اکثره هېوادونو کې فعاليت لري او ترتعقيب لاندې ده، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم دا حرکت د ترهګرو ډلو په لړليک کې شامل کړى دى.
په کابل کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو او افغانستان ته د امريکايي او ايساف ځواکونو له راتګ وروسته دې سازمان خپل فعاليت د افغانستان لوړو او سرحدي سيمو ته انتقال او په دې وروستيو کې يې شمالي وزيرستان د خپلو ډېرو فعاليتونو د مرکز په توګه ټاکلى دى.
څنګه چې رسنيو راپور ورکړى، په افغانستان کې د طالبانو له سقوط وروسته په ١٣٨٠ لمريز کال کې د ازبکستان د اسلامي تحريک وسله وال د طاهر يولداش تر مشرۍ لاندې د پاکستان قبايلي سيمو ته ولېږدول شول او شاوخوا ٢٠٠ يې هلته مېشت شول.
د ازبکستان اسلامي حرکت ډلې په شمالي او سوېلي وزيرستان کې پراخه فعاليتونه تر سره کړي او ددې سيمو له ځايي او قبايلي ډلو سره ښه مناسبات لري.
طاهر يولداش چې ددې سازمان دويمه درجه مشر بلل کېږي، په ١٩٩٠ زېږديزو کلونو کې خپل سياسي فعاليت پيل او په ٢٤ کلنۍ کې يې ځان په ازبکستان کې د امير نمنګان په نامه اعلان کړ.
نوموړي له دې ورسته په ١٩٩١ کال کې د خپلو لسګونو جګړه مارو پلويانو سره چې ډېرى يې ازبک ځوانان وو، د ازبکستان د نمنګان ولايت د والي پر دفتر او نورو دولتي تاسيساتو بريدونه وکړل  او د فرغانه په دره کې يې "حکومت اسلامي" اعلان کړ، خو د دوى دا فعاليتونه ډېر ژر د تاشکند دولت له خوا وځپل شول او خپله يولداش د افغانستان سرحدي سيمو ته وتښتېد .
هغه په ١٣٥٧لمريز کال کې د ازبکستان اسلامي حرکت ګوند پوځي مشري پر غاړه واخيسته ، خپلې وسله والې جګړې يې په ١٣٧٨ او ١٣٧٩ کال کې په فرغانه دره او د قرغزستان او تاجکستان پولو ته نږدې سيمو کې يو ځل بيا پيل کړې.
په دې کلونو کې په ازبکستان کې د انديجان، فرغانه، سمرقند او نمنګان سيمې د ازبک اسلام پالو ځواکونو له عمده مرکزونو څخه وې.
که څه هم طاهر يولداش له دې وروسته له ازبکستان نه وشړل شو او بيا ونه توانېده چې دې هېواد ته ستون شي، خو خپل فعاليتونه يې له افغانستان او پاکستان څخه تنظيمول.
د ازبکستان اسلامي تحريک د پوځي مشر جمعه خان نمنګاني په اړه اوازه ده چې په ١٣٨٠ لمريز کال د افغانستان په شمال کې د جنرال عبدالرشيد دوستم تر امر لاندې ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو، خو ځينې نور راپورونه وايي چې د افغانستان د کندوز ولايت په اړونده کومه سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوى دى.
د نمنګاني له مرګ وروسته طاهر يولداش ددې ډلې سياسي او پوځي مشري پر غاړه واخيسته او په ازبکستان کې  د اسلام کريموف په مشرۍ دولت له سرسختو مخالفينو څخه و.
د رسنيو د خپرو شوو راپورونو له مخې، طاهر يولداش هم د ١٣٨٨ کال په تلې مياشت کې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د يوې بې پيلوټه امريکايي الوتکې په بريد کې ووژل شو.
د ازبکستان اسلامي تحريک د بنسټګر او دويم رهبر طاهر يولداش له وژل کېدو ورسته داسې ښکاري چې ددې ډلې اوسنۍ مشري د مجاهد عثمان غازي په نامه يوه کس پر غاړه ده چې ددې شخص د هويت په اړه معلومات نشته.
خو د رسنيو د راپورونو له مخې، د ١٣٩٣ لمريز کال د تلې مياشتې په لسمه،د ازبکستان اسلامي تحريک اوسنى مشر مجاهد عثمان غازي، په عراق او سوريه کې د نوې پيدا شوې ډلې (داعش) يا اسلامي دولت څخه خپلې ډلې ملاتړ اعلان کړ