القاعده شبکه

Create: 05/27/2015 - 14:08

کابل (پژواک، ٥ غبرګولى ٩٤): القاعده هغه ډله ده چې د نړيوالو پوځي تشکيلاتو او تاوتريخوالي له روحيې سره پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر مهال، په ١٩٨٨ لمريز کال کې د سعودي عربستان د وګړي اسامه بن لادن له خوا د پاکستان په پېښور ښار کې له هغو عربي وګړو جوړه شوه چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل پر وړاندې جهاد ته راغلي وو.
دغه سازمان د بېلابېلو پوځي شبکو په چوکاټ کې د سني راډيکال اسلامي خوځښت په توګه فعاليت کوي او خپله موخه يې په اسلامي هېوادونو کې د غير مسلمانو له لاسوهنو او اغېزو سره مبارزه او په نړۍ کې د اسلام پراختيا بولي. د القاعده شبکې اکثر غړي د سلفي مسلک پيرو دي.
دغه سازمان د ګڼو دولتونو او نړيوالو سازمانونو د ترهګريزو سازمانونو په لړليک کې راځي چې له دې ډلې د ملي امنيت شورا سازمان، ناټو، اروپايي ټولنه او امريکا متحده ايالات يادولى شو.
د القاعدې مشر اسامه بن لادن په ٢٠١١ زېږديز کال کې د پاکستان په ايبټ اباد کې د پاکستاني پوځ يوې سترې اډې ته نږدې، د سي اى اې په پوځي عملياتو کې ووژل شو او له دې وروسته د دې شبکې مشري ايمن الظواهري پر غاړه واخيسته.
د دې شبکې بېلابېلې څانګې په نورو هېوادونو او سيمو کې فعالې دي چې له دې ډلې په سوريه کې د جبهه النصره او په يمن کې انصار الشريعه يادولى شو چې د دغو هېوادونو د ځينو برخو کنټرول ورسره دى.
القاعدې په بېلابېلو هېوادونو کې پر پوځي او غير پوځي موخو ګڼ بريدونه کړي، د ٢٠٠١ زېږديز کال د شپټمبر په ١١مه، په نيويارک ښار کې د نړيوال سوداګريز مرکز پر دوو سترو ودانيو بريدونه يې تر ټولو مهم وو چې امريکا يې په ځواب کې پر افغانستان بريد وکړ او له ترهګرو سره يې جګړه پيل کړه.
د القاعده نوم د دغه سازمان له لومړنۍ پوځي اډې "قاعدة الجهاد" څخه اخيستل شوى دى.
د يادونې ده، د دغه سازمان ډېر غړي په لومړيو کې دغه سازمان ته د (د يهوديانو او صليبيانو پر وړاندې د نړيوال جهاد جبهه) نوم ورکاوه.
د اسامه بن لادن  چې د سعودي عربستان ميلياردر پانګه وال و، د دې شبکې له جوړولو وروسته يې خپله بنسټيزه موخه په افغانستان کې له شوروي لښکرو سره مبارزه ټاکلې وه. (د عرب مجاهدينو لپاره د خدمتونو دفتر) په نوم يو بل سازمان له شوروي سره د جګړې په برخه کې د عربي هېوادونو د داوطلبو غړو د روزنې او وسله وال کېدو په موخه پراخ او پرمختللى کړ.
دغه سازمان د وخت شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد پر مهال، د اسلامي هېوادونو په ځانګړي ډول د سعودي عربستان، پاکستان او امريکا متحده ايالاتو له له ملاتړ څخه برخمن و.
په ٢٠٠٠ زېږديز کال کې ايمن الظواهري چې خپله د سترګو ډاکټر او د مصر وګړى دى، د مصر جهاد اسلامي سازمان يې په القاعده کې مدغم کړ او د دغو تشکيلاتو پر دويمه درجه سړي بدل شو.
القاعده په ټولو اسلامي هېوادونو کې چې خلک يې د فقهي مذاهبو او اهل سنت پيرو دي، پلويان او غړي لري، خو په غير اسلامي هېوادونو لکه برېتانيا او فرانسه کې هم چې مسلمانان يا مسلمان ټبره او عرب ټبره په کې ژوند کوي، القاعده او جهادي ډلې په کې خپل پلويان لري.
د ٢٠١٣ کال په اپرېل  کې د عراق اسلامي امارت په نوم يوې ډلې خپل شتون اعلان کړ چې وروسته په سوريه کې د جبهه نصرت په نوم له يوې مشهورې ترهګرې ډلې سره يو ځاى شوه، څو (د عراق او شام اسلامي دولت) په نامه يو واحد هېواد جوړ کړي.
د عراق او شام(سوريه) اسلامي دولت ډله، همغه دله ده چې نن د داعش په نامه شهرت لري او د فعاليتونو راپورونه يې په افغانستان کې هم اورېدل کېږي.
القاعده سازمان په نيويارک کې د سوداګرۍ نړيوال مرګ له دوه ګونې ودانيو له نړولو وروسته، له ګڼو اروپايي هېوادونو نيولې تر افريقا او اسيا پورې د بېلابېلو عملياتو په ترسره کولو سره خپل شتون ثابت کړ او حتى د دې ډلې مشر ايمن الظواهري د يوې ثبت شوې ويډيويي وينا له لارې په هند کې هم د خپل تاوده شتون خبر ورکړ چې د هند په مسلمان مېشتو ايالتونو کې د ګډوډۍ سبب شو.
په افغانستان او پاکستان کې د القاعدې شتون له دې اړخه هم غښتلى دى چې له يوې خوا د دغه سازمان د بنسټ مرکز ګنل کېږي او له بلې خوا پر دې ځمکه د وروستۍ درى لسيزې جګړې د هرې جنګي ډلې لپاره په دې سيمه کې د پانګه اچونې ښه زمينه مساعده کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو له سقوط وروسته، په دغه هېواد کې د امريکا او اروپايي هېوادونو په پوځي دخالت سره اسامه بن لادن او ملګري يې له افغانستان نه پر شا شول، خو د دغه سازمان فعاليتونو له طالبانو سره په همغږۍ او په ځينو حالاتو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په يواځې توګه ادامه پيدا کړه.
په وروستيو څو کلونو کې د ګڼو نورو ترهګرو وسله والو سازمانونو په څېر القاعده هم قبايلې سيمو کې د ډيورڼد کرښې په اوږدو کې په ځانګړي ډول په شمالي وزيرستان کې تمرکز او پناه ځاى لري، که څه هم اصلي رهبران يې پټ دي، خو د دويمې او دريمې درجې ډېر مشران يې په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريد کې وژل شوي دي.
څنګه چې وويل شول، د القاعدې مشر اسامه بن لادن، د ٢٠١١ زېږديز کال د مې په لومړۍ نېټه، د پاکستان په ايبټ اباد کې د امريکايي پوځيانو په عملياتو کې ووژل شو او له ده وروسته، تر اوسه پورې ايمن الظواهري د دې شبکې مشري کوي.