فاروق اعظم د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ د منځګړيتوب په هڅه کې دى

Create: 05/11/2015 - 12:15

کابل (پژواک، ۹ غويى ٩٤): د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنې مشر ډاکتر فاروق اعظم، د سولې لپاره هر چا ته ځولۍ غوړوي او وايي، ټولو ته يې پيغام دا دى چې د افغانستان ستونزه پر جګړه نه حل کېږي.
ډاکتر فاروق اعظم د کندهار اوسېدونکی دی، لومړنۍ زده کړې يې له جوماته پيل کړې او بيا ښوونځي ته تللى او د عصري زده کړو تر څنګ يې د مصر په الازهر پوهنتون کې هم ديني زده کړې کړې دي.
دى، د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه فارغ شوی، د کرنې په برخه کې يې ماسټري د لبنان د بيروت ښار په امريکايي پوهنتون کې ترلاسه کړې او د اوبو د سرچينو په برخه کې يې دوکتورا د لندن په پوهنتون کې اخيستې ده.
هغه وايي چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د بريد پر مهال د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار و، خو وروسته پاکستان ته مهاجر شو.
فاروق اعظم، د اسلامي محاذ ګوند مرستيال پاتې شوی او د مجاهدينو له خوا په جوړو شوو حکومتونو کې يې د پوهنې وزير او وروسته د کډوالو چارو د وزير په توګه کار کړى.
دغه جهادي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر هغه وروسته يې دولتي دنده نه ده ترسره کړې او په هېواد کې د سولې لپاره کار کوي.
د دې ټولنې مشر وايي، کله چې د امريکا ولسمشر په ياد کال کې وويل چې افغانستان ته د جګړې د پاى ته رسولو په موخه نور (دېرش زره) پوځيان لېږي، دى په دې اند شو چې له دغه کار سره به جګړه نوره هم سخته او ډېر افغانان به په کې ووژل شي.
دى زياتوي، تر دې وروسته يې د سوله ييز يون لپاره "د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنې" بنسټ کېښود او د همدې ټولنې په چوکاټ کې په هېواد کې د سولې لپاره کار کوي.
هغه زياتوي: "دلته له ما سره دا فکر پيدا شو چې بايد په کلي په کلي وګرځم، دې ملک ته خدمت وکړم اوخپلې تجربې له خپلو خلکو سره شريکې کړم."
ډاکتر فاروق اعظم وايي، غواړي افغانانو او بهرنيانو ته دا پيغام ورسوي چې د افغانستان جګړه هېڅوک نه شي ګټلاى.
هغه د سوله ييز بدلون ټولنې د فعاليتونو په اړه وايي: "موږ پخواني ولسمشر حامد کرزي صاحب ته د سولې لپاره يو مشرح مېکانيزم ورکړى و، خو هغه متاسفانه په دې اړه څه ونه کړل ."
دی زياتوي چې د سولې عالي شورا پخواني مشر استاد برهان الدين رباني ته يې هم د سولې يو ميکانيزم وړاندې کړ او له ولسمشر محمداشرف غني سره يې هم د سولې د ټينګښت په تړاو اوږدې خبرې کړې دي.
د هغه په وينا، له يادې ټولنې سره په افغانستان کې د سولې د ټينګښت نوښت او ابتکار شته او په دې اړه يې امريکا او ګاونډيو هېوادونو ته هم سفرونه کړي دي.
د هغه په وينا، ښايي د سوله ييز بدلون ټولنه يواځنى بنسټ وي چې په افغانستان کې د جګړې له ټولو لورو سره کتلى شي او په سوله کې تجربه لري.
دى وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د طالبانو او سعودي عربستان تر منځ هم د روغې جوړې هڅې کړې دي.
د هغه په وينا، که څه هم د طالبانو حکومت يواځې سعودي عربستان، پاکستان او عربي اماراتو په رسميت پېژندلی و، خو د طالبانو او سعودي حکومت ترمنځ اړيکې متحده ايالتونو ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن د نه سپارلو په سر خرابې شوې.
دی زياتوي:" د سعودي حکومت له ما غوښتنه وکړه چې د طالبانو او سعودي تر منځ د روغې جوړې خبرې پرمخ بوځم او زه د دې کار لپاره کندهار ته ولاړم، خو په دغه کار کې بريالی نه شوم. "
د هغه د معلوماتو له مخې، د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنه په بېلابېلو ولايتونو لکه لغمان، ننګرهار، کونړ. کندهار، بغلان، سرپل او ځينو نورو کې دفترونه او څه باندې ٣٧٠٠ تنه غړي لري چې کلي په کلي ګرځي او خلکو ته د سولې پيغام رسوي.
فاروق اعظم وايي، په هغو ولايتونو کې هم د يادې ټولنې غړي شته او کار کوي چې د ټولنې دفترونه په کې نشته.
دی زياتوي: "زموږ همکاران خلکو ته دا فکر رسوي چې دا ملک په جنګ نه جوړېږي او ملک ته سوله راوستل مهم دي."
ده وويل چې ياده ټولنه د خپلو چارو لګښتونه د حق العضويت او ځينو خير غوښتونکو کسانو د مرستو له لارې برابروي.
د سوله ييز بدلون ټولنې مشر په دې اړه چې د سولې عالي شورا هم د سولې لپاره کار کوي او د دوى فعاليتونه له دې شورا سره همغږي دي او که نه؟ وويل چې د سولې عالي شورا يو دولتي بنسټ دى چې لګښتونه يې د دولت له بوديجې او بهرنيو مرستو تمويلېږي.
دى د سولې عالي شورا پر دې هم تورنوي چې ګواکې غواړي د وسله والو مخالفينو په منځ کې درز پيدا کړي، خو زياتوي چې د دوى د ټولنې سياست واضح دی او نه غواړي د کومې ډلې په منځ کې درز را منځته کړي.
فاروق اعظم زياتوي: "موږ غواړو چې دواړو خواوو ته يوه شريفانه او عادلانه سوله راشي او موږ د دواړو خواوو نظريات په نظر کې نيسو. "
هغه وايي چې د افغانستان د سوله ييز بدلون ټولنه د افغانستان د روان کړکېچ او جګړې د پای ته رسېدو لپاره د جګړې دواړو لورو ته ليکلې طرحه وړاندې کړې او له هغوی يې د منځګړيتوب غوښتنه کړې ده.
خو ډاکتر فاروق اعظم د يادو طرحو په اړه د جزئياتو له ورکړې پرته زياتوي چې دا يوه اوږده پروسه ده او تر اوسه دوی ته د عملي منځګړيتوب موقع نه ده ورکړل شوې.